هیله ده چی جوبایدن،آمریکا ته له ډېروپوښتنو سره ستون شی!

دامریکا، دنوی ولسمشر باراک اوباما ، ټاکل شوی مرستیال جوبایدن پاکستان ته دخپل سفروروسته دروان کال دمرغومې دمیاشتې په ۲۱ مه دشنبې په ورځ کابل ته راورسید . بایدن کابل ته له رارسیدو وروسته دافغان ولسمشر حامد کرزی ، سره په افغانستان ،پاکستان او دسیمی په هیوادنو کی دتروریزم پر خلاف دمبارزې په اړوند هراړخیزه خبرې وکړې. سناتور جوبایدن چې دامریکا دسناد مجلس دبهرنیو اړیکو مسوول دی ،مخکی هم درې وارې افغانستان ته راغلی و، اودافغانستان دتېرتاریخ سره پوره بلد تیا لری. سناتورجوبایدن ، دافغان ولسمشر سره په خپلو خبروکې دتروریزم پر خلاف مبارزی په لارو چارو برسیره  دافغان ملی اردو او ملی پولیسو په پیاوړتیا باندی هم ټینګاروکړ، او وعده یی وکړه ،چی په راتلونکی کی به ملی اردو اوملی پولیس په عصری وسلو اونورو تجهیزاتو سمبال کړی . دنوموړی اړتیا له مخې جوبایدن، په کابل کی دافغانستان د کورنیو چارو د وزیرحنیف اتمر سره هم خبری وکړی او دملی پولیسو په پیاوړتیا اوتجهیز کی یی دامریکا له لوری خپلی ژمنې وکړې ، ددى له پاره چې جوبایدن، په افغانستان کې په روان نوى زیږیز کال کې دملګرو ملتونو، دمرستو په اړوند خپله خبر تیا حاصله کړى ،نو په کابل کې یې دملګروملتونو دخاص استازی کی  آیډې،   سره هم ولیدل اود ملګروملتونو دمرستو په اړوند یې هم  ورسره خبری وکړې .
ماته دلته دافغانستان دجهاد په پیل کی یوه خبره رایاده شوه هغه داچې یو امریکایې لوړپوړى چارواکې چې متاسفانه اوس یې نوم زما له یاده وتى دی دپاکستان له لورۍ له تورخم څخه یى د لیدنی په وخت کی  دافغانستان په لوری دخپل بری په موخه ډزې کړې وې             چی دغه ډ زی ددې لامل شوی ،چی په افغانستان کی جهاد بریالی شو. داچی سناتور بایدن هم په دغه سفر کى له تورخم څخه لیدنه وکړه، کاشکی چی د دغه لیدنی په وخت کی له تورخم څخه په پاکستان کی دخپل بری په موخه په تروریستانوهم  ډز ې کړی وای . .په هر حال په افغانستان کی دامریکا دنوی جمهوررییس دمرستیال جوبایدن، سفر په داسی وخت کی سرته ورسید ،چی دامریکا نوی     مشرتوب  په خپله دامریکا یانو، نړیوالو، دسیمې د هیوادونو، او په ځانګړی ډول په خپله دافغانانو دزیاتو پوښتنو سره مخامخ دى.  له بلی خوا په امریکا کی دنوی ولسمشر دواکمنی دپیل سره جوخت په واشنګټن کی په افغانستان اوپاکستان برسیره په هند ،ا یران او دسیمی په نورو هیوادونو کی دتروریزم په خلاف دامریکا دلوړپو ړوپوځی جنرالانو،له خوا په یوه پراخه او هر اړخیزه ستراتیژۍ په جوړولو کارروان دى . په تیرو ۷ کلونو کی په افغانستان کی دامریکا په مشرى دتروریزم پر خلاف جګړه کی ولیدل شول، چی دواحدی ستراتیژۍ د نه لرلو، له امله په افغانستان کی دطالبانو اوتروریستانو ډلی لاپیاوړی شوی اوترننه پوری دپاکستان له لوری افغانستان ته دتروریستان دراتللو دروازې خلاصی پاتی شوی دی. داچی په راتلونکی کی امریکا په خپلی مشرى دتروریزم دله منځه وړلو،له پاره  مټې  رانغښتی دی اوغواړی ،چی په اسیایى هیوادونو کې دتروریزم پر خلاف دمبارزې بیرغ پورته کړی، دادومره اسانه خبره نه ده . په امریکا کی دبوش په تیرو ۸کلونو واکمنى کی چی په افغانستان کی یې دتروریزم پر خلاف ۷کاله په جګړه تیرکړل دافغانستان ددولت دپرله پسی غوښتنو سره په دې باوری نه شو، چی ریښتیا هم دتروریزم اصلی ځالې په پاکستان کی دی، تر څو چی دخپلی واکمنى په وروستیوشپو او ورځو کی دخپلو نورو چارواکو سره په دى باوری شو، چی دتروریزم اصلی ځالې په پاکستان کی دی. نو دامریکا نوی جمهور ریس ته څوکاله په کاردی چی په اسیا کی دتروریزم اصلی ځالې په نښه کړی، ترڅو دهغۍ په له منځه وړلو کی لا س په کار شې . باراک اوباماته په کارده، چی دخپلو مشا ورینو سره یو ځاى په افغانستان کې دتروریزم پر خلاف دتېرې ۷ کلنی جګړی په پایلواوږدی خبرې وکړی دخپلو پوځونو په شتون کی د افغانستان اودسیمی اونورو هیوادونو دخلکو        حساسیتونه باید په پام کی ونیسی داځکه چی دخلکو حساسیتونه          په هیوادو نو کی دامریکا یې پوځونو، په زیاتوالۍ سره له منځه نه ځى بلکى لاډیریږی اودتروریزم پر خلاف جګړه دزیانى مرګ ژوبلی اومالى زیانونو سره مخامخ کوی.   
هیله ده چی دبارک اوباما دراتلونکى مرستیال جوبایدن ، پاکستان او افغانستان ته له خپل سفر وروسته دنوموړو هیوادونو دخلکو  دحساسیتونو،په نظر کى نیولو، دخلکو اودولتى مشرانو دغوښتنو وړاندیزونو اوپوښتنو سره یوځاى امریکا ته ستون شی اودخپلى واکمنۍ د پیل په سرکى دخپل مسوولیت اودتروریزم په خلاف جګړه کې په افغانستان اونورو هیوادونو کې دخلکو اودولسونو دپوره واک اوکډون په درلودلو سره په پوره هوښیارى سره په داسی لاروچارو غوروکړى چې نورپه سیمه کې دتروریزم سندره پای ته ورسوی او په خپلو سیاسی او اقتصادی مرستوسره دسیمى دخلکو په ژوند کې داسى بدلون راولى چی خلک په خپله دتروریزم په له منځه وړلو کې پوره برخه واخلی، اوله خپلوهیوادونو څخه په خپله تروریزم  ورک کړی.

دکمه بازگشت به بالا