هند، د افغانستان یو ډاډ من مرستندوى دى!

افغان ولسمشر حامد کرزی هند، ته په داسی حال کې خپل سفر وکړ، چې تیر کال د تېر نوامبر په میاشت کې د هند د بمبیی په ښار کې د تروریستی حملی له امله د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی دې مرحلې ته رسیدلی و، چی دواړو هیوادونو، د کشمیر پولی ترمنځ خپل پوځونه، پر یو بل باندی د ناڅا پی حملې له پاره د تیارسی په حال کې کړی وو، او آن دا چی د پاکستان د هوایی ځواک پېلوټان به د خپلو بوټونو سره ویده کیدل. له بلی خوا، په همدغه حالت کې د روان زیږیز کال د جنوری د میاشتې په ۶ مه د سه شنبی په ورځ د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری افغانستان ته سفر وکړ. افغانستان ته د آصف علی زرداری سفر په داسی وخت کې پېل شو،چې یوه ورځ مخکی د آمریکا د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال ریچارد بآوچر، په اسلام آباد کې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالی د کمولو له پاره د آصف علی زرداری سره خبرې کړې وې.

او په دغه اړوند د آمریکا زیات لوړ رتبه چارواکو یو پر بل پسی له اسلام آآپاد څخه لیدنه کوله، چې له اسلام آباد څخه د آمریکا د لوړ رتبه چارواکو  ، د لیدنې له امله د هندی چارواکو سره هم یو شمیر اندیښـنی را پیدا شوې وې ،او کله چې آصف علی زرداری د خپل ورسره پلاوی سره له افغانستان څخه لیدنه وکړه، د لیدنی په بهیر کې د افغان ولسمشر له خوا، د دوستی او د ورور ګلوۍ په فضاکې له آصف علی زرداری څخه هر کلی شو، او د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو ګډی اعلامیې په ترڅ کې تروریزم یو گډ دښمن وبلل شو، او د تروریزم په له منځه وړلوکې دواړو لورو د خپلی ګللی او گډی مبارزی وعده یو بله ته ورکړه. له بلې خوا، حامد کرزی د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې وویل: چی د آصف علی زرداری د حکومت را په دیخوا، دى د پاکستان له لوری کوم شکایت نه لری، چې دغه رنګه څرګند ونو، او د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډی اعلامیی او هم افغانستان ته د امریکا لوړ رتبه چارواکو، ریچارد بوچر او د امریکا نوی ولسمشر بآراک اوباما، مرستیال جوبایدن، سفرونو، یو شمیر اندیښنې د هندې چارواکو سره پیدا کړې. افغان ولسمشر حامد کرزی د هند له لوری ددغه رنګه اندیښنو په احساسولو سره په ظاهر کې په دی بآنه هند ته روان شو، چې د هند د بمبیی د تروریستی حملی له امله د هند، د چارواکو سره خپل خواخوږی ښکاره کړی، خو په اصلی کې ده د هغه اندیښنو، په اړوند د هند، د چارواکو سره خبرې وکړې. چې  کابل ته د پاکستان د ولسمشر آصف علی زرداری له سفر، وروسته را پیدا  شوې وې. افغان ولسمشر هند ته د خپل دوه ورځنی سفر په بهیر کې چې د روان کل د روانی میاشتې په ۲۴ مه د یکشنبی په روځ  پېل شو، حامد کزری دهند د صدر اعظم من موهن سنګ او نورو لوړ رتبه چارواکو سره هر اړخیزه خبرې وکړې، او افغانستان ته یی د پاکستان دولسمشر د تېر رسمی دوه ورځنی سفر  او افغانستان  او پاکستان ترمنځ د دوستی د اړیکو په اړوند پوره معلومات ورکړل. د سفر په بهیر کې هند ،د افغانستان د خلکو سره د تاریخی اړیګو د درلودلو، له امله ۲۵۰ زره تنه  غنمو د ورکولو ژمنه هم وکړه، چې د پاکستان له لورې به افغانستان ته ولیږدول شی.  افغانستان د هند ،د خپلواکی د ۶۲ کلونو را وروسته تل دا هڅه کړې چې د خپل ناپیلی سیاست له مخې د هند د دولت او خلکو سره خپلې اړیکی د دوستۍ په فضاکې وساتی. افغانستان د خپل نا پییلی سیاست په درلودلو سره د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو دریو جنګونو کې هم خپله بشپړه بې طرفی ساتلی ده، او له دی وروسته هم باید د افغانستان دولت هند ته د یو ښه دوست په ستر ګه وګوری او پری نه ږدی چې د افغانستان له خوا، هند ته کوم ګواښ متوجه شی. هند ، د افغانستان د یو ډاډ من مرستندوی په توګه د افغانستان سره د اقتصادی پر وژو په جوړولو کې مرسته کړی ده. او زیات شمیر سړکونو ، بندونه یی جوړکړی او هم یی د روغتیا په چارو کې زیاته برخه اخیستی ده، زیات شمیر افغانانو ته ددی زمینه برابر کړیده چی په هند کې لوړی زده کړی وکړی او په اوس وخت کې هم د افغانستان د بیارغونی له پاره یې په میلیونونو ډاره مرسته کړید ه، او دغه مرستی دوام لری. د افغانستان دولت باید هڅه وکړی چی د هند سره د نیکو اړیکو له امله د هیواد، د بیارغونو په چاروکې د هند  د دوست هیواد، لازیاتی مرستې په ټولو برخوکې لاسته راوړی، او هیڅوخت هیچاته دا اجازه ورنه کړی چې د افغانستان خاوره او یا په خپله افغانان د هند  اویا دبل کوم ګا` ونډی هېواد،په ضد استعمال کړی.

دکمه بازگشت به بالا