نړیواله ټولنه باید د شهیدانو،د کورنیو غوښتنې عملی کړی !

په روانه دیرش کلنه جګړه کې په افغانستان کې په زرګونو او لکونو، دښځو اوماشومانوپه ګډون د بې ګناه افغانانو،و ینی توی شوې چی اوس د هغوی کورنۍ بې سر پرسته پاتی دی، او دادی د روانی جګړی له امله اوس هم  هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه افغانانو وینې د قدرت د مینانو د هوسونو، د پوره کولو، له پاره تویېږی.  چی په دغه ډول په هیواد کې د شهیدانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږی او د شهیدانو، کورنۍ د هغوی په غم او ماتم کې شپی او ورځی تیروی ،چې د بې کورۍ او نور و سختو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی.

د روانی دیرش کلنی جګړی په بهیر کې جنګی جنایتکاران د هیچا له نظره پټ نه دی، او ددغه جنایتکارانو د جنګی جنایتونو بیلګی ورځ په ورځ په ډاګه کېږی ، چی په تیرو دیرش کلونو کې یې سرته رسولی دی ،چی ښکاره بیلګه یې د وژل شووکسانو ډله ییزه قبرونه دی، چی وخت په وخت په تیر وخت کۍ هم را ښکاره شویدی او اوس هم را ښکاره کیږی. په تېرو ورځو کې یو شمیر رسنیو خبر ورکړ، چی   په شمال کې د لیلی په دښته کې داسی ډله ییزه قبر را سپړل شویدی چی ګمان کیږی له شلو زرو څخه زیات کسان به په کې ښخ شوی وی او ملګرو ملتونو، د ناټو، له قواوو څخه غوښتی دی چی ددغه ډله ییز قبر دراسپړلو مخه ونیسی، ترڅو په افغانستان کې جنګی جنایتکاران د خپلو تیرو جنایتونو نښانی له منځه یو نه سی. له بلی خوا، د آمریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیری میر من البرایت او د آمریکا د دفاع پخوانی وزیر، چی د بلکلنټن په وخت کې یې کار کاوه، هم په تېرو،ورځوکې په نړی کې ډله ییزه وژنی د بشریت په وړاندی یو ستر جنایت بللی دی، او د امریکا د نوی ټاکلی شوی ولسمشر باراک اوباما  نه غوښتی دی چې د ډله ییزی وژنی مخه ونیسی . په تیرو دیرشو کلونو کې لیدل کېږی ،چی په افغانستان کې په جګړه کې ورځ په ورځ د بې ګناه کسانو مرګ ژوبله زیاتیږی او اوسنی  روانه جګړه هم ددی زیږنده ده. د روانی دیرش کلنی جګړی په بهیر کې جنګی جنایتکارانو ته نه ملګرو ملتونو او نه هم د افغانستان دولت د انتقالی عدالت له مخی څه ویلی دی او یوازی یې په افغانستان کې وخت په وخت په خپلو رپوټونو کې د جنګی جنایتکارانو، نومونه یاد کړی دی، خوزیا تره جنګی جنایتکاران همدا اوس هم د دولت په لوړو څوکیو ناست دی او د خپلو پیسو او دولتی قدرت په زور، جمهوری ریاست،  پارلمان  او نورو لوړو دولتی څوکیوته ځان کاندید وی او په دغه کار کې تر زیاتی اندازی پوری بریالی دی،چې د ولت خپل دغه سیاست ته د ملی وحدت نوم ورکوی، او غواړی چی په دغه ډول د افغانستان  او د نړی خلکوته داوښیې چی دغه  رنګه مصلحتونه د ملی وحدت د تامین له پاره سرته رسوی. په افغانستان کې د دولت ددغه رنګه سیاست د غندلو له پاره د روان کال د لیندی د میاشتی په ۲۴ مه د یکشنبی په ورځ په کابل کې د یولاریون په ترځ کې دشهیدانو،د کورنیو غړو په نړیوالې ټولنی او  دولت غږ وکړ، چی په افغانستان کې جنګی جنایتکاران ددی په ځای چی محاکمه شی اوس هم په قدرت کې پاتی دی او که چیرته محاکمی  ته راکش نه شی نو کیدلای شی چی په  را  تلونکی کې هم په دولتی څوکیو، بیاهم پاتی شی او خپلو جنګی جنایتونو ته لا دوام ورکړی او د بۍ ګناه افغانانو، د شهیدانو او د هغوی د کورنیو شمیر لا زیات کړی. نوموړو لاریون کونکو په یو پریکړه لیک کې له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چی په افغانستان کې جنګی جنایتکاران ډیر زر محاکمه کړی اوپری نه ږدی چی د خپلو هوسونو، د پوره کولو له پاره لاخپلو جنګی جنایتونو ته دوام ورکړی، او په افغانستان کې ډله ییزه وژنی او ډله ییزه قٌبرونه لا زیات کړی، چی ددغه کړنی له مخی به له یوی خوا، په افغانستان کې د انتقالی عدالت د تامین له پاره لاره پرا نیستل شی او له بلی خوا، به د جنګی جنایتکارانو، د محاکمی له امله د جګړی د کمښت او د سولی د ټینګښت نښی را ښکاره شی ، او هم به په راتلونکو ټولټاکنو کې خلک د جنګی جنایتکارانو له وېرې پرته ، د خپلی خوښی کاندید ته رایه ، ورکړی ، او په دغه ډول به په راتلونکو کې په دولتی ادارو کې د فساد ، مخه هم ونیول شی. دا ځکه چی د جګړی دوام او په دولتی ادارو کې اوسنى ا داری فساد ، د جنګی جنایتکارانو ، اوله قانون څخه دیوشمیر غړونکو د شتون له امله دی . که چیرته نړیواله ټولنه د افغانستان د شهیدانو د کورنیو د غړو غوښتنی عملی نه کړی ،نو په افغانستان کې به د سولی او د امنیت د ټننګښت له پاره د نړیوالې ټولنی هڅی او د بهرنیو ځواکونو شتون اولازیاتوالى بې ګټی وی.

دکمه بازگشت به بالا