مېرمن غضنفر: الهې سرور ته د کمپاین پر ځاى د بامیانۍ نجلۍ غم وخورى!

وړمه شپه کله چې د طلوع تلویزیون د افغان ستوری خپرونه مې لیدله  زما ذهن د آغلې ډاکټر مؤنسې خبرو ته چې ددې خپرونې په ژوری پلاوی کې ګډون لری لا نور هم ځیر شو .
آغلې ډاکټر مونسې د دې خپرونې له تربیون څخه داسې وویل (( ما ته دولتی چارواکی د افغان ستوری د برنامې په هکله مختلف  نظرونه راکوی )) له هغې جملې نه د پارلمان د غړو نظرونه او په خاصه توګه په یوې ځانګړې لیدنه کې چې ماله مېرمن غضنفر د ښځو د چارو له وزیرې سره درلوده ، وزیر صاحب ما ته ډاډ را کړ چې زما د الهی سرور استعداد ډېر خوښ دی او زه به د ښځو د چارو د وزارت له لارې د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې هغې ته کمپاین وکړم .
اغلې غضنفر! تاسو د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې د افغان ښځو له ژوند نه خبریاست ؟، آیا کله مو د بامیانۍ نجلۍ حالت ته چې په غوجل کې قصابی شوه ، فکر  کړى ؟، ایا تاسو د هغې نجلۍ په هکله چې سپی سره تبادله شوه ، سوچ وکړۍ ؟ .
دا په لس هاوو د جنسی تجاوزونو پېښې چې په هېواد کې ترسره کېږی ، تاسو ترې خبریاست ایا تاسو د وزارت چارواکیو کله هم د ربړېدلو ښځو او هغه ښځو چې له تاوتریخوالی سره مخامخ دی ولایاتو ته کوم پلاوى لېږلى ، چې له نږدې د ښځو حالت وڅیړی   ، تاسو د تېزاب شیندونکو په اړه چې زموږ د خویندو ، لو ڼو پر مخونو یې تېزاب و شیندل او دیو وشتمۍ پېړۍ ستر جنایت ترسره  کړ کومه څېړنه کړې ، تاسو حتى د هغې شل کلنې ښوونکې چې په کابل کې یې پر مخ تېزاب و پاشل شول خبر وانه خیست ، نو تاسو په کومې لاسته راوړنې الهه جانې سرور ته کمپاین کوئ ؟ لږ خپل ګریوان سره سوچ په کار ده .

دکمه بازگشت به بالا