له بشری حقونو څخه سرغړونکوته دې سخته سزا ورکړل شی!

دادىد بشری حقونو د نړیوالی اعلامیې څخه  شپیته کاله تیر شول، په تېرو شپیتو کلونو کې د نړیوالی ټولنې او د بشری حقونو د خپلواکو، کمیسیونونو په مرسته او هاند، د نړۍ په ډېرو هېوادونوکې د بشری حقونو د مراعتولو فرهنګ و ده وکړه، او د نړۍ ډېر خلک د بشری حقونو د فرهنګ سره آشنا او عادت شول، او د نړی د ټولو ملتونو په منځکې د بشری حقونو د مراعتولو له امله د هوسا او برابر ژوند له پاره د قانون په چوکاټ کې ددې شرایط برابر شول ، چی خپل مدنی، سیاسی ، اجتماعی، اقتصادی او فرهنګی حقونو تر لاسه کړی او کوښښ و کړی، چې دسولې اوامنیت دساتلوله پاره هیچاته داحق ورنه کړی چې د بشر ی حقونو څخه سرغړونه وکړی، خو بیا هم په نننۍ نړۍ کی داسی هیوادونه، شته دی چی بشری حقونو په کی نه مرا عتیږی او تل سرغړونه تری کیږی.

لکه زموږ په هیواد، کې چی تر اوسه پوری د بشری حقونو د اعلامیی د موادو په  اړوند په بشپړ ډول تبلیغ او تشریح نه ده شوی نو له همدی امله بشری حقونو ته څوک درناوی نه کوی، او تل سرغړونه تری کېږی، چې ددغه نیمګړتیا لا ملونه دادی: لومړی دا چی زموږ په هیواد، کې له دیرشو کلونو را په دیخوا، دوامداره جګړه روانه ده. او هم دا چی د خلکو د سواد ،او پوهی کچه ډېره ټیټه ده. درېیم دا چی د قانون د فرهنګ سره خلک آشنانه دی. څلورم دا چی په خپله د اعلامیې ارزښت د خلکو په ژوند کې په پوره ډول نه دی تشریح او توضیح شوی. پنځم دا چی فقر او بیکاری زیاته شوی ده، او ځینی نوری خبری. په افغانستان کې روانې دیرش کلنې جګړې په دوام کې د افغانستان د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کې د بشری حقونو څخه سرغړونه روانه ده، د آمریکا او ناټو د ځواکونو په شتون کې په مرکز او ولایتونو کې بې امنی په زور کې ده، یو شیمر دولتی چارواکو د خپلو وسلواو وسله والو کسانو په زور،  څوکی نیولی دی  او نه پریږدی چی کار اهل کارته وسپارل شی، او دغه کار دی لامل شویدی چی په دولتی ادارو کې د فساد ،ریښی لا    پیاوړی شی. له بلی خوا په ولایتونو کې د یو شمیر وسله والو کسانو له خوا، د خلکو شتمنی او ځمکی په زور نیول کیږی او آن دا چی په زیاته اندازه دولتی ځمکی یې د ځان په گټه په خپل زور یا د پیسو په بدل کې په خپله و پلورلی او یای ښار ګوټی په کې جوړ کړل. ښځو ته لکه څنګه چی د بشری حقونو په نړیواله اعلامیه کې حق ورکړی شویدى، حق  نه ورکول کیږی او په ولایتونو کې کوښښ کیږی چی د وسله والو طالبانو له خوا یی د زده کړی مخه و نیول شی او ددی په څنګ کی د طالبانو له خوا، له شپږ سوو څخه زیات ښونځی سوځول شویدی او کابو، له دوه لکو څخه زیات زده کوونکی بې زده کړی ګرځی. د فقر او بیکارۍ له امله په مرکز او ولایتونو کې د ګدایی ګرو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږی، او هم د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی له امله دردونکی پیښی را منځته کیږی. د امریکا او ناټو د ځواکونو، په شتون کې د افغانستان په ټولو سیمو کې د پوځی عملیاتو په بهیر کې هم د بشری حقونو څخه سرغړونی کیږی . په هوایی بمبارۍ کې بۍ ګناه ملکی کسان له منځه ځی، په غلطو رپوټونو خلک نیول کیږی او هم په زندانونو کې ساتل کیږی او هم بې وخته په خپل سر کورونه لټول کیږی اوآن داچې چورکیږی.
د ماشومانو، کډوالو، معلولینو او معیوبیونو او د متقاعدینو ژوند ته هیڅ پاملرنه نه کیږی او هم تر اوسه پوری د افغانستان د خلکو او دولت په غوښتنه نړیواله ټولنه په دی نه ده توانیدلی چی په افغاسنتان  کې د کورنیو زور واکانو، د زور او ظلم مخه ونیسی او هم له بشری حقونو څخه د بهرنیو ځواکونو د سرغړونی په مخ نیوی کې پاتی راغلی ده. ددی په څنک کۍ په افغانستان کې د جنګی جنایتکارانو، دنیولو او تحقیق خبره هم د نړیوال محکمی له یاده وتی ده، او جنګی جنایتکاران نن په افغانستان کې بۍ پوښتنی ګرځی او یا خو په یو شمیر هیوادونو، کې بې غمه ژونده کوی او کیدلای شی چې  په راتلونکی کې په یو شمیر هیوادونو کې سیاسی پناه هم ورته ورکړی شی.  په افغانستان کې د انتقالی عدالت خبره هم د خلکو له یاده وتې ده. دا سمه خبره ده چی د نوموړو ستونزو او نیمګړتیا وو، په څنګ کې د افغانستان د خلکو په ژوند کې سیاسی او مدنی آزادی را منځته شویده. د بیان ازادی، د مطبوعاتو آزادی، د ښځو له پاره د کار او زده کړی آزادی ،د اوسنې دولت له ستر لاسته را وړنو څخه شمیرل کیږی. دا چی اوس مهال په افغانستان د ۳۸ هیوادونو، پوځی ځواکونه، د هغی د سیاسی مشاورینو سره د دولت په بیلا بیلو برخو کې کار کوی، د افغانستان خلک دا هیله لری چی نړیواله ټولنه د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیی سره سم په افغانستان کې د بشری حقونو د سرغړونی د مخنیوی په برخه کې په دوه برخو کې کار وکړی. لومړی دا چی په خپله په افغانسنتان کې د هغه جنایتکارانو او زور واکانو د زور او ظلم مخه  په محلی او دولتی ادارو کې ونیسی چی همدا اوس یې د افغانستان د خلکو په مادی او معنوی شتمنیو خیټه ا چولی ده ، او نور خلک ورته له ویری څه نه شی ویلای. دوهم دا چی د ایتلافی او ناټو ځواکونو، د خپل سریو عملیاتو په بهیر کې د بشری حقونو څخه د سرغړونی د مخنیو کې په برخه کې کار وکړی. دا ښه خبره ده چې په افغانستان کې د عدالت تامنیول په خپله د افغانانو کار دی، خو په اوس وخت کې افغانان د زیاتو ستونزو سره مخامخ دی او په یوازی ځان  نه شی کولای چې په خپل هېواد کې د بشری حقونو د سرغړونکو سره قانونی چلند وکړی ، نو نړیوالې ټولنی ته په کار ده ، چی په دغه برخه کې افغانان یوازی پری نه ږدی. د بشری حقونو سرغړو نکې او جنایتکاران په خپل وخت و پیژنی او د افغانستان د دولت په ګډه همکاری یۍ د عدالت میز ته را کش کړی، ترڅو په راتلونکو کې هم د هېواد، د ننه افغانانو او هم په افغانستان کې د میشت بهرنیو ځواکونو هغه کاسنو ته چی د بشری حقونو څخه سرغړونه کوی د قانون په چوکات کې پوره سزا، او رکړی او په دغه برخه کې نړیواله محکمه او نور اړوند ارګانو باید په ډېره زورتیا او هوښیارۍ سره هم برخه واخلی ، ترڅو د افغانانو له پاره د سولی او امنیت د ټینګښت شرایط برابر کړی.
 

 

دکمه بازگشت به بالا