طالبان د پاکستان د آی.اس.آی په ولکه کې دی!

دپاکستان په سوات کې د ۱۸ میشتو جګړو ره وروسته  دروان کال دسلواغې دمیاشتې په ۲۸ مه دطالبانواود صوبه یې سرحد دحکومت تر منځ دسولې یو تړون لاسلیک شو، چې دنوموړى تړون له مخې به په سوات، ملکنډ ایجنسۍ اوپه هزاره ضلعه کې دپاکستان دحکومت په ضد طالبان جګړه نه کوی، اوپه دغه اړونددطالبانو له خوا، لس ورځنى اور بند اعلان شو، خوپه دغه تړون کې دانه و، ویل شوی چې طالبان به په افغانستان کې جګړه نه کوی . دنوموړى تړون له مخې به په سوات، ملکنډ ایجنسۍ او هزاره ضلعه کې شرعی قانون نافذ کېږی.

ددغه تړون په اړوند، دبریتانیا، آمریکا او یوشمیر نورو هېوادونوسره سختې اندیښنې را پیدا شوې. په خپله د پاکستان یوشمیر خلکو، دنوموړى تړون هر کلى وکړ ،او په خپله دپاکستان پخوانی ولس مشر پرویز مشرف وویل چې : که دغه تړون دخلکو په غوښتنه شوى وی ښه خبره ده . دافغانستان دولت ددغه تړون په وړاندې غبرګون وښوده ، اودغه تړون یی په افغانستان کې دجګړې ددوا م یوه بله برخه وبلله. ددې په څنګ کې یوشمیر افغانان هم په دې نظر دی چې پاکستان دطالبانو سره دسولې  تړون لاسلیک کولى شی، نوبیا ولې دافغانستان دولت د طالبانوسره ورته تړون نه لاسلیک کوی ؟ یوشمیر نور افغانان بیا په دې نظر دی چې په افغانستان کې د ۱۴ پیړیو را په دیخوا ،داسلامی شریعت  قانون نافذدى ، نو بل قانون ته چې طالبان یۍ غواړی هیڅ اړتیا نه شته دى. د افغانانو د دغه رنګه نظرونو د څرګندونو په څنګ کې په افغانستان او پاکستان کې د اوباما ، ځانګړی استازی ریچارد هالبروک د کب د میاشتې په ۲ مه د پاکستان د جمهور رییس آصف علی زرداری سره تیلفونی خبری وکړی اود دولت سره د طالبانو د سولی د تړون د لاسلیک په اړوندیې ترینه مالومات وغوښتل. همدا رنګه د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس په پولنډ کې د ناټو د ۲۶ غړو هیوادونو، ددفاع د وزیرانو په غوڼده کې د یو پاکستانی خبریال د بوښتنې په ځواب کې وویل: که افغانی طالبان د افغانستان د دولت شرطونه ومنې اووسلی په ځمکه کیږ دی. موږ به هم  د دولت او طالبانو ترمنځ د سولی له تړون څخه ملاتړ وکړو.
 له بلې خوا، د کب د میاشې په لومړی نیټه په کابل کې د افغانستان د ملی سولی د ټولنی له خوا، د پر یکړه لیک په ترڅ کې د افغانستان له دولت، د ګلبدین داسلامی ګوند او طالبانو نه  غوښتنه وشوه، چې نور دی خپل سرونه په ګریوان کې ښکسته کړی، او له جګړی نه دی لاس واخلی، او هم دی اسلامی کنفرانس او نړیواله ټولنه کوښښ وکړی چې په افغانستان کې د اوسنۍ لانجی د پای ته رسولو، له پاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی. ددغه رنګه څرګندونو په ترځ کې دا په ډاګه کیږی چی د پاکستان د صوبه سرحد د حکومت او پاکستانی طالبانو ترمنځ د سلواغی د میاشتی د ۲۲ مه نېټه د سولی د تړون لاسلیکول هم د افغانستان په خلکو او هم د امریکا، بریتانیا او د نړی په نورو چارواکو، اغیزه ښندلې ده. که د تړون متن ته په غورو کتل شی، نو دا به په ډاګه شی چې ددغه تړون د لاسلیک د شرایطو په برابرو لو کې په خپله د پاکستان آى. اس . آى او نورو پوځی چارواکو ستره ونده اخیستی ده. هغه دا چی له یوی خوانه د پاکستان حکومت دا وښوده، چې دوی کولای شی خپلی کورنى شخړې په خپله حل کړی او امریکا او نورو بهرنیانو، پوځی او سیاسی لاسوهنو ته هیځ اړتیا نه شته دی. له بلی خوا، پاکستان کولای شی، چی په پاکستان کې د تروهګرو او طالبانو پرخلاف په خپله په پاکستان کې د امریکا د پوځی ستراتژۍ مخه ونیسی او هم په قبایلی سیمو باندی د امریکا د بې پیلوته الوتکو بمباری بنده کړی. له بلی خوا، ددغه تړون له مخی د پاکستان حکومت به ددی وخت پیدا کړی، چی په افغانستان کې د حملو، له پاره طالبان له نوو تکتیکو نو سره آشنا کړی او هغوی به د امریکا  له نظره پټ وساتی، او په دغه توګه به  د ترویزم پرخلاف جګړه کې پاکستان له افغانستان څخه لیری وساتی. همدارنګه له نوموړی تړون وروسته د پاکستان آى. اس آى او نور پوځی چارواکی به ددې وخت پیدا کړی چی په افغانستان کې د طالبانو او نورو تروریستانو له پاره یوه نوی پوځی ستراتژی جوړه کړی، او په ټولیزه توګه به امریکا او ناټو ته د اوښیې چې د ترویزم پرخلاف جګړی اصلی مرکز افغانستان دی.
په تېرو ۷ کلونو کې د افغانستان د دولت له خوا تل طالبانو ته دا بلنه ورکړل شویده، چی له جګړی نه لاس واخلی او له دولت سره یو ځای شی. ددغه رنګه بلنی په بهیر کې یو شمیر طالبانو له جګړی څخه لاس واخیسته، اود طالبانو یو شیمر مشرانو د افغانستان د دولت سره سلامشوری پېل کړی. آن دا چې دغه رنګه خبرې په سعودی عربستان کې سرته ورسیدی، خو دا چې افغانی طالبان زیاتره د پاکستان د آى. اس آى په ولکه کې دی، نو ددی واک نه لری ، چی په خپلواکه توګه دافغاسنتان د دولت سره خبرو ته کینی . دپاکستان آى. اس آى  طالبانو ته  یوه خبره په خلی کې ورکړیده، او هغه دا چی: هغه وخت په د افغانستان د دولت سره خبری وکړی چی امریکا او نور بهرنی پوځونه له افغانستان څخه ووځی. چی په دغه شرط کې د پاکستان ټول مذهبی او بنسټپال اسلامی ګوندونه شامل دی، او د پاکستان آى اس آى هم د نوموړو کوندونو تر سیوری لاندې راغلی ده. دا چه په پاکستان کې د طالبانو او د پاکستانی حکومت ترمنځ  د سولی د تړون په هکله د افغانستان دولت هم خپل غبرګون ښکاره کړیدى، نو د یو خبری کنفرانس په ترڅ کې د افغان ولسمشر ویاند همایون حمید زاده وویل چی د طالبانو سره د خبرو اوسلا مشورې حق یوازی د افغانستان دولت لری ، چی یوی تلپاتی سولی ته سره ورسیږی. دولت د طالبانو سر ه د خبرو په هکله بل چا ته حق نه ورکوی. دا ډیر ښه خبره ده دا ځکه چی دا په خپل ذا ت کې د راتلونکی سولې په اړوند، د بهرنیو لاسونو مخنیوی دی  . نو دا اوسنیو پرمختیا وو په نظر کې نیو لو سره د افغانستان دولت ته  په کارده، چی په یو لړنوو، نو ښتونو لاس پوری کړی او خپل ځان له هغه سیاسی او پوځی محاصرې څخه وباسی چې په تیرو ۷ کلونو کې د پاکستان له لوری پرې تحمیل شویده، او له طالبانو څخه یی یوه لویه بلا، جوړکړیده، چې نن ورځ بهرنی ۷۰زره ځواکونه هم ددغې بلا ،چاره نه شی کولى . د افغانستان دولت ، د طالبانو او نورو مخالفینو سره خبری کول کومه د شرم خبره نه ده بلکی د افغانستان د خلکو د خپلواکی او بقا خبره ده. د افغانستان دولت باید په ډیره سرلوړی او زړورتیا سره را د مخه شی او خپلی خبری د طالبانو سره د سولی د جرګو له لاری شریکی کړی. په پایله کې په دې پوره بارو شته دی چی  افغانی طالبان به له مخکینی شرط پرته د جرګو له لاری یوازی د سیاسی ګډون په منلو سره د افغانستان د دولت او خلکو سره خپلې جګړې ته د پاى ټکى کیږدی،او دپاکستان له ولکې څخه به دتل له پاره ځان وژغوری.

دکمه بازگشت به بالا