شهرنی ځواکونه، دڅه له پاره راغلی وو،او څه یی وکړل؟

داچی دافغانستان خلک په افغانستان باندی دپخوانی شوروى اتحاد له یرغل وروسته او په افغانسان کې دکمونستی نظام په شتون کې او بیاپه کابل کې دتنظیمى جګړو او ورپسى دطالبانو،دواکمنۍ په جګړو کې ډېر سخت دردیدلى وو، او دخپل هیواد،ټوله مادی او معنوی شتمنى یې له لاسه ورکړیوه ، قومی ، دینی او مذهبى توپیرونه په کې زیات شوی وو،اود بې امنۍ له امله خلکو دخپل ژوند په ټولو اړخونوکې دپوره ډاډاو باور احساس نه کاوه، نو دبن دتړون له مخې چی دنړیوالی ټولنې په مرسته دافغانستان دجګړه مارو ډلو ترمنځ رامنځته شو،  دنوموړى تړون له مخې په افغانستان کې دحامد کرزی په مشرۍ لنډ مهاله اداره جوړه شوه، نو دافغانستان خلکو دوخت نه په ګټې  اخیستنې سره دنړیوالې ټولنې په ډاډ ،او باور،په خپل هیواد،کې دسولې  او امنیت دټینګښت له پاره ، له خپل دولت نه وغوښتل چی دنړیوالې ټولنې سوله ساتې ځواکونه باید ډېر زر افغانستان ته راشی، او له بلې خوا، له وسله والو او جګړه مارو ډلو څخه له یومخې وسلې راټولې کړی.

ترڅو بیاجنګسالارانو ته داوخت ورنه کړل  شی، چې دخپلو ناوړه موخو، د سرته رسولو له پاره په چور، وژنه، سړى تښتونه،  قاچاق، اداری فساد،او په نورو اخلاقی فسادونو لاس پورې کړى ،چی دنوموړو ناوړه کارونو دمخنیوی په پایله کې کیدلاى شی چې دافغانستان خلک دسولې،  امنیت او ورورولۍ په فضا کې خپل ملی یووالی ټینګ او دخپل هیواد، بیارغونه په پوره ډاد سره ترسره کړی.
ملګروملتونو هم د دوامدارې جګړې له امله چې دافغانستان خلک له ۱۳۵۸ لمریز کال دمرغومى دمیاشتې له ۶ مې نیټې یانې په افغانستان باندی د  شوروی اتحاد دپوځی یرغل راوروسته ورسره مخامخ وو، دافغانستان دخلکو او دولت په غوښتنه دملګرو ملتونو، دامنیت دشورا دپریکړې له مخې په ۲۰۰۲ میلادی کال کې ملګروملتونو دخپلو سوله ساتو ځواکونو ،لیږل افغانستان ته پیل کړل، او دامریکا دایتلافی ځواکونو په څنګ کې یې دسولې او امنیت دټنګښت له پاره په کابل او نورو ولایتونو کې د استوګنی اوقوماندی مرکزونه وټاکل او په کاریې پیل وکړ. سوله ساتى ځواکونه په داسى وخت کې افغانستان ته راغلل ، چې  دافغانستان اردو او پولیسی  ځواکونه، دتنظیمى او طالبى جګړو ، په بهیر کی ډېر کمزوری شوی وو،                          اوددې توان یې نه درلوده چې دجنګسالارانو اونورووسلوالو په شتون کې دولتۍ واکمنى پراخه او قانون پلى کړی.
داسمه اوښه خبره وه، چې ملګرو ملتونو، په افغانستان کې دسولې او امنیت دټینګښت له پاره سوله ساتى ځواکونه راولیږل ، خو دافغانستان خلک له ملګرو ملتوو نه په دی ګیله من دی جې دبن دتړون دپوره عملى کولو په بهیر کې یې خپل سوله ساتى ځواکونه دافغانستان دخلکو دغوښتنې سره سم په کار وا نه چول . دبن په تړون کى ویل شوى وو، چې کابل به غیر پوځی کیږی اوله ټول افغانستان څخه به له  یو مخې وسلې راټولیږی. چې دغه کار په لومړی وخت کې ښه سرته رسیدلاى شو،  خو داکار له نظره ولویده، او هغه جنګسالارانو او وسله والو ډلو، چې په دولت کې لوړی  څوکۍ ترلاسه کړى وې، خپلی وسلې او وسله والى ډلې یې وساتلى او دنړیوالى تولنې دغولولو، له پاره یې په ۱۳۸۲ لمریز کال دلړم په میاشت کې په افغانستان کې تش په نامه دوسلو راټولولو پروګرام پیل کړ، چی تر اوسه پورې دوسلو راټولولو ، پروګرامونو، یانې ډی.ډی.آر.او ډایاګ په افغانستان کې دسولې او امنیت په ټینګښت کې دپام وړپدلون نه دې راوستى.
دامریکا ایتلافې اوسوله ساتو ځواکونو، نه یوازې داچې وسلى راټولى نه کړې بلکې     جنګسالارانو اووسلاوالو ډلو دسوله ساتو ځواکونو په شتون کې خپل ځانونه لااپیاوړى کړل  . په تېرو۷ کلونو کې خپلې دولتې څوکۍ یی ټینګى وساتلې او په زرګونه  جریبه دولتې ځمکى یې دځان په ګټه غصب کړې، او خپل ښارګوټی مارکیټونه، هوټلونه اولوړ پوړی بلاکونه او کورونه یې په کې جووړ کړل ، او دقانون حاکمیت او ددولتې واکمنې دپراخیدو مخه یې په کلکه ونیوله.   په اوس وخت کې کیدلاى شى چې دافغانستان ددولت په ضد د طالبانو اونورو ترهګرو سره دجګړى ددوام له پاره دوسلو او پیسو مرسته هم وکړی او هم یو شمیر هیوادونوته ددې شرایط برابر کړی، جې د طالبانو اوترهګرو سره دامریکا او نړیوالې ټولنې دسوله ساتى ځواکونو،په ضد،وسلې  او مهمات ورکړى، ترڅو په دغه وسیله په افغانستان کې دسولی او امنیت د ټینګښت مخه ونیسی، او ایتلافى اوسوله ساتی ځواکونه، دطالّبانو او ترهګرو په وړاندى دسختې ماتې سره مخامخ کړى. په تیرو۷ کلونو کې دامریکا ایتلافی او سوله ساتى ځواکونو، ونه شوکولاى چې په افغانستان کې دسولې دټینګښت له پاره یو کډه ستراتیژی عملى کړی، او دا دنړیوالى ټولنى او امریکا یوه ستره اشتباه او تیروتنه وه، چې نن هم ددغه تیروتنى سره مخامخ دی . لنډه داچې اوس به په دې خبره رڼا واچوو، چې دامریکا ایتلافی او سوله ساتو ځواکونو څه وکړل؟ نړیوالو سوله ساتو یاناټو ځواکونو، نه یوازې داچې دافغانستان دخلکوغوښتنی یې له پامه وغورزولې بلکې دیوې واحدى ستراتیژۍ دنه لرلو، له امله یې په خپل سر دافغانستان په بیلا بیلو سیمو کې دخپلو ګټو په نظرکې نیولو سره په بیلا بیلونومونو، پوځى عملیات پیل کړل، او ډیره هڅه یی کوله چې دعملیاتو په بهیر کې دافغانستان دملی اردو ځواکونه دعملیاتو دموخى په سرته رسولو، پوه نه شی. همدا رنګه داهڅه کیدله ،چې دافغانستان ملى اردو او ملى پولیس په درنو او عصری وسلو دومره ځواکمن نه کړی چې دوى ترى دخطر احساس وکړى، او کوښښ کیده چې دکمیت او کیفیت له پلوه یې په ډېره کمزوری حالت کې وساتې .  امریکا اود ناټو قواو، دافغانستان دخلکو دمذهبی او دودیزه عنعنو په پام کې نیولو، پرته دپوځی عملیاتو په بهیر کې دخلکو کورونه تالاشۍ کړل ،خلک یې په خپل سر بندیان کړل، بی ګناه خلک یې ووژل، په هوایې بمبارۍ کې نه یوازې داچې دښځو اوماشومانو په ګډون بی ګناه خلک ووژل شول، بلکې زیات شمیر کورونه دخاورو سره برابرشول، اوزیات شمیر خلک دجګړی له ویرې کد وال شول . امریکا او ناتو قواو، دعملیاتو په بهیرکې دافغانستان دخلکو سره دبشری حقونو دټولو نورمونو په خلاف چلند وکړ، ان داچې په۱۳۸۷ لمریزکال دلیندی دمیاشتى په ۲۷ مه نیټه په خوست کې په یوه کورباندې دحملې په وخت کې نه یوازې داچې دکورنۍ درې تنه یې ووژل بلکې دکورنۍ پاتى غړى یې په خپلو ،روزل شووسپیو ، وداړول ، او له دغه انسانی ضد کړو، څخه یې ټوله ڼړۍ خبره شوه ، خو دامریکا او ناټو قوماندانانو ددغه ناوړه اوغیرانسانۍ عمل پړه، په ځان ونه منله . لنډه داچې اوس داپوښتنه رامنځته کیږی ، چی امریکا او نړیواله ټولنه داخبره کوی چی افغانستان یوازی نه پریږدی . نو ایا له دی وروسته به دامریکا دنوى جمهوررییس باراک اوباما په دولت داری کۍ هم دافغاستان خلک دنورو ځواکونو په څنګ کې په سپیو، داړی او که به نو رڅه ورسره کوی  . دافغانستان دولت ته په کارده، چې دافغانستان دخلکو دعزت او ابرو، د ساتلو په خاطر، دنړی دیو قانونى دولت په توګه دنړیوالې ټولنې اوامریکا سره خپلې اوسنې اندیښنی شریکى کړى اوهغوى د ېته اړ کړی، چى ځواکونه یې په افغانستان کې دخپل شتون په وخت کې دافغانستان دخلکو،دوداودستور، مراعت کړې اوهم د افغانستان ددولت په مشوره دیوې ګډې لایحې له مخې په افغانستان کې  دبهرنیو ځواکونو،  واک او مسولیت په ډاګه کړی، تر څو په راتلونکې ګی دامریکا ایتلافی او ناټو ځواکونه له خپل واک او صلاحیت څخه تیرى ونه کړى اوله دې زیات د افغانستان دخلکو دبی ځایه ازار او ځورونى لامل نه شی . 

دکمه بازگشت به بالا