سوبمن د کوربه کره پاتې شول

افغانستان د ۵۴ هېوادونو ترمنځ د سړک پرمخ د فوټبال د نړیوال جام په پاى لوبه کې روسیې ته په ماتې ورکولو سره اتلولی ترلاسه کړه. دغه سیالۍ د اسټرالیا په میلبورن ښار کې تر سره شوه. د افغانستان له لوری قاسم او رضا ګولونه ووهل، خو ګول ساتونکى عبدالعرفان د مخالف لوری له ډیرو بریدونو سخته دفاع وکړه او د خپلې ډلې په بریا کې یې مهمه ونډه واخیسته. د سنایی د لوبـډلې روزونکی محمدعزیز ابوالفضلی په وینا د سنایی لوبډله ٢٠ کاله د مخه د غرجستان په نوم یادیدله ، چې درې کاله پخوا بیا په دې نوم ونومول شوه. هغه زیاته کړه چې دغه لوبډله په اسټرالیاکې د شاوخوا پنځوس هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د سټریټ فوټبال (خیابانی) په سیالیو کې اتلوالۍ ته ورسیده. د افغانستان لخوا په دې سیالیو کې ١٠ لوبغاړیو او استازیو برخه درلوده.
راځۍ چې په ګډه ددغې بریا لپاره چکې وکړو. راځۍ چې ددغو اتلانو مخې ته ورووځو، هغوی ونمانځو، هغوی په خپلو ټټرونو را ټینګ کړو؛ خو چې راستانه شوی وای، خو چې د بری کپ یې او د سرو سره پاولی په ټټرونو ځړولی او بیرته په کابل را کوز شوی وای! څوک کولای شی دداسې اتلانو بریا له سترګو وغورځوی چې په سپیرو کوڅو کې یې لوڅې پیښې او نهارې ګیډې ځغاستې کړی، خولې یې تویې کړی، سختې سپورې یې منلی، په مخ لویدلی، ژوبل او کڼد کپر کورونو ته ستانه شوی، د میندو او پلرونو له وهلو او سختو سپورو تښتیدلی او بالاخره د استرالیا د ملبورن په شنه ډګر د رنګینو ستوریو په څیر ځلیدلی او د رسنیو څپو کې موږ او ټولې نړیوالې کورنۍ ته رسیدلی دی. وامو وریدل چې له دغو ستوریو څخه یوازې دوه تنه یې بیرته د افغانستان د خاورو دوړو سوځیدلی کیهان-ځکه نړیوال موږ جلا نسل او جلا برخلیک او جلا فرهنګ ګنی؛ خونه چې ریښتیا همداسې وی!-راوالوتل او زموږ د دوزخ ځپلی چاپیریال په خاورین هسک کې را ښکاره شول. نور ستوری هلته پاتې شول، هغوی د کوربه په کور کې د اوسیدلو لپاره عریضې وړاندې کړی!
زه ددې حق نه لرم چې هر بل انسان ته دا په ګوته کړم چې څوک دی، وطن یې کوم دی، چیرې ولاړشی، او چیرې او څه ډول واوسی؟!
سره له دې چې ددغو الوتو ستوریو د عمرونو ځپل شویو هیلو ارزوګانو، غوښتنو او تلوسو سره خپلې د زړه میوې شریکوم؛ خو ځانته وایم، ځان سره خواله کوم چې:
انسان زوکړه کوی. په خاپوړو راځی، مور وینی، پلار وینی، ګام پورته کوی، لویږی، خوږیږی، چیغې وهی، یوازې پاتې کیږی، خواوشا ګوری، څیزونه او څیرې وینی…
کوڅې ته وځی، چیغې او نارې اوری، د پښو ترپا، د زړه درزا او د خیالونو او فکرونو ریتمیکې څپې هغه له لومړنۍ وړیا سمفونۍ څخه برخمنوی…
غواړم له ستوریو شویو او د ملبورن په غولی ناستو همزولو، وروڼو، اتلانو سره دا پوښته شریکه کړم چې ایا په دې میشتیدا سره د زړه کلی ته رسیدلی او که لا په لاره دی؟ راته ویلای شی چې د زړه له کلی سره په کوم واټن پراته دی، زه خو لا په خاورو کې یم. او همدا راته غوره ده؛ ځکه خدای ما هم وینی او هم اوری، نو بل هیواد نشته، زه په هغه فردی هیواد کې دیره یم چې خدای پیدا کړی. او ریښتیا خو دادی چې زه، دغه دوه په کوردننه ستوری، هغه په کوربه میلستونو کې دیره شوی…هر یو د خپل خدای په هیواد میشته دی.

دکمه بازگشت به بالا