روسیه د آمریکا، له نوې ادارۍ سره ځان نژدې کوی!

کله چې  دروان  لمریزکا ل کې په تیرو څو میاشتو کې د آمریکا او ناټو په اکمالاتی کاروانونو او زېر مو باندې د طالبانو، له خوا په پیښور او د خیبر- تورخم د لارې په اوږدو کې حملی وشوې، او په سلګونه ټنه مواد، لارۍ او ساتونکی په کې ووژل شول، نو آمریکا اوناټو، دخپلو لوژستیکی او پوځی تجهیزاتو د اکمالولو، له پاره د نوو لارو د پیدا کولو په لټه کې شول. له بلی خوا، پاکستان هم د آمریکا او ناټو، د اکمالاتی کاروانونو، د امنیت له پاره په تیره میاشت کې د خیبر – تورخم په لاره د طالبانو پرخلاف پوځی عملیات سرته ورسول ،او د څلو رو،ورځو پوځی عملیاتو وروسته یۍ د خیبر – تورخم لاره د ناټو او آمریکا، د اکمالاتی کاروانونو پر مخ خلاصه کړه،

خوورستیو پیښو بیا هم د اوښودله ،چې د پاکستان د پوځونو د عملیاتو سره سره بیا هم نه شی کېدلای چې د خیبر-تورخم لاره د طالبانو او یا له نورو د اړه مارانو څخه په امن کې شی. همدا رنګه ناټو او امریکا هم په دی پوهیږی ،چې د پاکستان د کویټی او چمن لاره هم د خیبر- تورخم د لاری په څیر د طالبانو او نورو د  اړه مارانو، له پاره د پیسو د پیداکولو، یو ښه لاره کیدلای شی او د اکملاتی کاروانونوله پاره به لا زیاتی ستونزی را پیدا شی. نو د همدغه دی اړتیا وو له مخې آمریکا او ناټو داسې هڅی پېل کړی چې د روسیې او منځنی آسیا ،د هیوادونو، له لاری خپلو ځواکونوته د اکمالاتو له پاره لاره پیدا کړی. ددغه هڅو په بهیر کې د روان کا ل د مرغومی د میاشتی په ۲۶ مه په افغانستان او عراق کې  د امریکایی پوځونو عمومی قوماندان  جنرال دیوید پتروس په قزاقستان کې د قزاقستان د ولسمشر او نورور چارواکو سره د آمریکا او ناټو د اکمالاتو د لاری په اړوند خبری وکړی. نوموړی د ترکمنستان  د ولسمشر او نورو چارواکو سره هم ورته خبری وکړی او هم  د منځنی آسیا د نورو هیوادونو او روسیی د مشرانو سره له خبرو وروسته په دی بریالی شو، چی د امریکا او ناټو،د ځواکونو ،داکمال له پاره   لاره پیدا کړی، خو په دی شرط چې یوازی لوژستیکی مواد له نوموړی لاری څخه ولیږدوی، نه داچې پوځی تجهیزات  . ددغه لارې د موندنې په اړوند آمریکا هم له روسیی څخه خوښی ښکاره کړه . د روان کال د سلواغی د میاشتې په ۷ مه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د روسیی استازی دا ومنله ،چې  روسیی د ناټو ، سره په دی موافقه کړی چې د روسیی له لاری په افغانستان کې خپل ځواکونه یوازی د لوژستیکی موادو، له اړخه اکمال کړی، نه د پوځی تجهزاتو له پلوه. له بل پلوه د ناټو عمومی منشی یاپ دی هوپ شیفر هم له روسیی څخه د مننی په څرګندولو سره په بروکسل کې وویل، چی د افغانستان مساله د ننه  په افغانستان کې نه شی حل کېدلای، باید چی ددغه مسالی په حل کې د افغانستان ګاوندیان لکه ایران، پاکستان، هندوستان، چین او روسیه او د منځنی آسیا هیوادونه هم شریک شی. په دی کې هیڅ شک  نه شته دی چې روسیه به د دغه لاری په بدل کې له امریکا او ناټو،څخه یو څه امتیاز غواړی او کیدلای شی چی دغه امتیاز په اروپاکې د امریکا د دفاعی سیستم د بندولو، په اړه وی، خو بیا هم له روانو حالاتو څخه دا په ډاګه کیږی چی روسیه غواړی چی د امریکا د نوې اداری سره خپلو اړیکو ته د امریکا د نوی سیاست په رڼاکې نوی خو ځښت ورکړی اوځان ورنژدې ګړی. او دا هغه څه دی چې د افغانستان د روانی دېرش کلنی جګړی د پای ته رسولو، له پاره نوی هیلی را پیدا کولی شی. موږ باید دا ومنو، چې په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد، د ځواکونو په شتون کې کومی اندیښنی چی د امریکا د اورپایی ټولنی او نور و هیوادونو سره وی، نن په افغانستان کې د امریکا او ناټو، د ځواکونو په شتون کې  ورته اندیښنی هم د روسیی، ایران، چین، هندوستان، پاکستان او منځنی  آسیا هیوادونو، سره شته دی. د ناټو، د عمومی منشی ورستۍ څرګندونی همدغه دا واقعیت په ډاګه کوی. نو ځکه د افغانستان د لانجی حل د افغانستان د ګاوندیانو په ګډون کې هم وینی. نن که آمریکا او ناټو، له روسی څخه د لاری د پرانستلو، له امله خوښې ښکاره کوی نو ددی په څنګ کې امریکا او ناټو، باید د افغا نستان د مسالی د حل له پاره ډېر زر د یو داسې میکانیزم په جوړولو لاس پوری کړی، چی د نوموړی میکانیزم له مخی وکولای شی چې روسیه او د افغانستان نور ګاوندی هیوادونه په خپلو خبرو کې شریک کړی. دافغانستان خلک هم په خپل هېواد کې د پخوانی شوروی اتحاد،د پوځی ځواکونو د شتون او امریکا او ناټو، د ځواکونو، د شتون د تېرو تجربو، له مخې په دی باور دی ،چې د افغانستان لانجه هغه وخت د حل لاره پیدا کوی ،چی د روسیی، ناټو ، امریکا اودافغانستان د ګا ونډیو هېوادونو، ترمنځ د پوره بآرو له مخې د افغانستان د دولت او خلکو د هیلو سره سمې خبرې پېل شی. او په پایله کې افغانان په  دې باور دی چې د نوموړو ستروقدرتونو د ښه نیت او باور له مخې خبرې کېدلاى شی چې په افغانستان کې ډیر زر سوله د جګړې ځاى و نیسی.

دکمه بازگشت به بالا