د منځنۍ آسیا لار به ناټو ته د پلاسنتا حیثیت ولری

کله چې څلور میاشتې وړاندې روسیې په ګرجستان یرغل وکړ او ګرجستان ته یې داوښودله چې لا اوس هم روسیه پخوانۍ جلا شوی جمهوریتونه له ګونډو لاندې کولى شی نو د روسیې او د اروپایی ټلوالې او امریکا اړیکې ترینګلې شوې ، خو کله چې د ناټو اکمالاتی کاروانونه د پېښور په رنګ روډ او خیبر دره کې د طالبانو تر برید لاندې راغلل او طالبانو ورته په سلګونو موټر وسېزل نو دا جوته شوه چې اوس هم پاکستان له طالبانو او ترهګرو لویه ګټه پورته کوی او پاکستان غواړی چې د ناټو اکمالاتی توکیو د تېرولو په بدل کې بل لوى امتیاز ترلاسه کړی،

کله چې درې ورځې مخکې د پاکستان د اردو جګ پوړی جنرال عاصم علوی ته چلوټه جوړه او په پېنډۍ ښار کې په ګولیو سورى سورى شو، نو څرګنده شوه چې د پاکستان د پوځ دوه لوړپوړی جنرالان چې یو یې کېداى شی د ISI پخوانى مشر جنرال حمید ګل وی د طالبانو سره پټې معاملې لری، او طالبان دهغوى په قوماندې سره د شمالی وزیرستان نه رابهر او د شمشتو او چراټ په غرونو کې له روزنې وروسته په دې ګمارل شوی تر څو په پېښور ښار او خیبردره کې د ناټو اکمالاتی کاروانونه تر برید لاندې راولی او د افغان سوداګرو ، دیپلوماتانو او شخصیتونو تښتول پیل کړی چې بېلګې یې د عبدالخالق فراهی، عبدالحق دانشمل او د مالیې د وزیر د ورورتښتونې   او د پېښور په رنګ روډ او خیبر دره کې د سوونو کانټېنرو سېځل دی، خو د خوند خبره داده چې د پاکستان ISI او پوځ جنرالان له طالبانو سره نېږدې اړیکې او معاملې لری، چې همدا خبرې دده د وژلو لامل شوې، اخوا د هندوستان د بمبۍ ښار د پېښو نه وروسته د هندوستان غاښ چیچى پاکستان ته د امریکا په لمسه پیل شوی او په دې نږدې ګانده کې به هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر باندې خپل یاسین پوخ کړی ، خو راځو اصلی مطلب ته هغه داده چې ددې پورته ټکو په نظر کې نیولو سره اوس ناټو غواړی چې روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته ښې او دا زمینه برابره کړی چې د ناټو اکمالاتی توکی نور ددې هېوادونو له لارې افغانستان ته ورسوی .
له همدې کبله دوه ورځې وړاندې د ناټو سازمان مشر یاپ دی هوپ شیفر د روسیې ناټو پلوې شورا رئیس دیمیتری روګوزین سره وکتل، تر څو د دوى اړیکې له روسیې سره سمې چې وکړاى شی د ناټو راتلونکې لوژیستیکی ستونزې اوارې کړ ی .

دکمه بازگشت به بالا