دڅرخی پله د زندان نن اوپرون

دافغانستان هروګړى چې دڅرخی پله د زندان نوم واوری، نوورسره جوخت یې دیوه ویرونکی وژونکی او ربړونکی ځای تصویر مخی ته راشی.  دا ځکه چی دثور له کودتا نه ورسته دڅرخی پله زندان دمجرمینو ددوباره اصلاح اوتربیې پر ځای یې د یوه هیټلری کمپ بڼه غوره کړې ده او په یوه داسې خطرناک او انسان خوړونکی ښامار بدل شوى ،چی په زرګونو انسانان یې وخوړل اووداړل که په ټول افغانستان کی وګرځی داسې کلى به ونه مومی چې دوه یا درې وګړی یې دې وحشتناک ښامار خوړلی یاداړلی نه وی.

دغه انسان خوړونکی زندان انسانان داسی وخوړل او وداړل چې سارى یې دبشریت په تاریخ کی کم لیدل کیږی. یوه زندانی چې ۸ کاله یې دڅرخی پله په زندان کې تیر کړی،د خپلوسترګو لیدلی حال یې راته داسې بیان کړ . (( زه په کال ۱۳۵۷ کې دڅرخی پله په زندان کې ددولت دسیاسی مخالف په تور بندی شوم دزندان په هره خونه کی له ۳۰۰ نه ۴۰۰ پورې زندانیانو ژوند کاوه، له یوی کمپلی او دزندان له یوجوړ جامو پرته نور راسره هیڅ هم نه وو.  په ورځ کې  نیمه د سیلو ډوډۍ را کول کیده په یوه شپه اوورځ کې به یو ځل تشناب ته دتللو اجازه را کول کیده ډیرو زندانیانو به دخونی دننه په پلاستیکی خلطو کی خپل حاجت رفعه کولو اوبیا به یی له ځانه سره په ټاکلی وخت تشناب ته وړلو سیاسی اوجنایی بندیان به سره ګډ ساتل کیدل، په اونۍ کی یو ځل بهرته دتلو اجازه را کول کیده او په یخو اوبو به مو خپل سرونه مینځل. یوه زندانی به له بل سره خبری نشوای کولای زما ښه په یاد دی، چې دوهم بلاک به په هره اونۍ کی یوځل نیمایی خالی او بیا دوباره له زندانیانو نه ډکیدلو هغه وخت ما فکر کولو چې داخلک نیکمرغه دی خوشې شول له خپلو اولادونو او کورنیو سره به یوځای شی. ورسته له هغه چې له زندان څخه خلاص شوم وپوهېدم، چې هغه زندانیان دکورونو پر ځای دڅلورمې او پنځه لسمې قوا پلیګونونوته بیول شوی او په ډله ایزه توګه وژل شوی چې ښه بیلګه یې په نو موړیو پلیګونونو کی د ډله ئیزو قبرونو پیدا کیدل دی . څو تنه چې زما لنډ دوستان او آشنایان وو او له ماسره یوځای دڅرخی پله په زندان کې بندیان وو له زندان نه دخوشې کیدو په پلمه وایستل شول اما کله چې زه را خوشی شوم او دهغوی پوښتنه می وکړه دوى له نیول کیدو ورسته بیا کورونو ته نه وو تللی زه وپوهیدم چې دوی هم دپلیګونو خاورو خوړلی دی. یوه عادی عسکربه هم چې هر وخت غوښتل زندانیان یې ربړولی شوای . دا خو یوه برخه دهغو جنایتونو ده چی زما په یاد کی پاتی دی اما حالات  له دې نه ډیر بد وو کوم چی ما پرده ترې پورته کړه  .)) دا دڅرخی پله دزندان دیوه زندانی دسترګو لیدلۍ حال وو اوس به راشو دې ته چې دیوه نظامی او دیکتاتور دولت  له را پرځیدو څخه دیرش کاله ورسته یو انتخابی او ولسواک دولت بیا هم لدی کثیف زندان نه کار آخلی اوس هم پکی ربړونی او وژنی دوام لری اوس هم سیاسی او جنایی زندانیان یو ځای پکې ساتل کیږی بیاهم  د زندان په هره  خونه کې په لسګونو تنه اوسیږی حتې ځینی زندانیان وایې چی اوس د ډاکتر نجیب او ببرک کارمل له وخت نه په دې زندان کې وضعیت بد تر دی نه بهتر. ورستۍ پیښې وښوده ،چې اوس هم په زندان کې زندانیان وژل کیږی دولت خو دوژل شویو شمیره ۸ کسان بولی خو ځینې بشری سازمانونه  دوژل شویو شمیره ۲۲ کسان ښایې ددوی دوژل کیدو علت که هر څه وی پوښتنه داده چې ولی داسې پیښی په یوه ولسواک او انتخابی دولت کې را منځ ته شی؟ اوس باید دحفیظ الله امین ددولت په شان کړنی پکې تکرارنه شې .
په کار خو داوه چې اوسنی دولت کوم چې ځان ته د خلکو له خوا منتخب دولت وایې  باید یاد شوى زندان یې دبشری ضد جنایتونو قربانیانو ته ددرناوی په خاطر بند کړی واى او دبشری ضد جنایتونو دموزیم په توګه یې اعلان کړۍ وای او دهغو قربانیان پوښتنه یې کړې وای چې له همدې زندان نه ډله- ډله ایستل کیدل او په ډله ایزه توګه وژل کیدل او هډوکی یې اوس هم دپلیګو نونو په ژورو کې تر خاورو لاندی پراته دی او عاملان یی ددې پر ځای چې بیا دخلکو په سر مسلط شی دعدالت میز ته را کښلی وای چې له بده مرغه دا کار ونشو بلکه برعکس دقربانیان پوښتنه ونه شوه دڅرخی پله دزندان ویره ونکی څیره او س هم ژوندۍ ده اودعدالت پر ځای دیرش کلنو جنایت کارانو ته ورځ په ورځ امتیازات ورکول کیږی او د افغانستان دمظلومو خلکو بر خلیک ورسپارل کیږی تر څوبه  قربانیان بیابیا قربانی کېږی او په هیواد کې به  د معافیت کرغیړن فرهنګ دوام ومومی .
که اوسنی دولت غوښتلای چی کړنې یې له تیرو دیکتاتورو دولتونو سره فرق ولری باید دمعافیت فرهنګ یې له منځه وړى واى دڅرخی پله زندان یې باید په آرجنتاین کی د ( اسماء) او یاهم دچلی دسانتیاګو دملی لوبغالی په شان دبشری ضد جنایتونو دموزیم او یاهم دنظامی دیکتاتوری دقربانیانو په نوم نومولی وای او دهغو ملیاردونو ډالرو څخه چی هیواد ته راځی او دمسلکی غلو لخوا حیف اومیل کیږی یوه برخه یې ځانګړی واى او یو داسی زندان یې جوړ کړی وای چی هم په فزیکی لحاظ اوهم دجزا پیژندنې داصولو سره سم داسلامی بشری ملی او نړیوالو نورمونو درلودنکى وای .

دکمه بازگشت به بالا