دوه وړاندیزونه

د افغانستان اردو د تېر تاریخ په اوږدوکې د خپل ملی مسوولیت له مخې د خپلو خلکو په وړاندی نه هېریدونکی سر ښندنې  کړی او د جګړو، په ډګر کې یۍ زیاتی حماسی اوویاړنی زیږولی دی. د افغانستان اردو، د خپلو لوژستیکی او پوځی تجهیزاتو له مخې د تیر تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د نورو هیوادونو،د اردوګانو په پرتله زیاتی ستونزی او نیمګړتیاوی درلودلی.

خو د تېرو دولتونو او خلکو په زیار او ملاتړ د افغانستان اردو، وکولای شول، چې د پوځی تخنیک او تجهیزله مخې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره سیالی وکړی. ددغه سیالۍ په بهیر کې په افغانستان کې د اردو، د کادرونو، د روزلو له پاره حربی ښوونځی، دوړو ضابطانو ښونځی، موزیک ښوونځی، حربی پوهنتون، د تخنیک اکادمی او هوایی پوهنتون جوړ شو، چی د نوموړ موسسو څخه کال په کال زیات شمیر ځوان افسران او واړه ضابطان د اردو په لیکو کې دریدل، او ددې په څنګ کې د پوځی لوړو زده کړو، له پاره زموز یو شمیر ځوان افسران، آمریکا، هند، ترکیه پخوانی شوروی اتحاد، او یو شمیر نورو هیوادونو ته تلل. ددی په څنګ کې دا پوښټنه ډیره مهمه ده ، هغه داچی : ولې د افغانستان اردو، د پخوانی شوروی اتحاد په پوځی تخنیک باندې سمبال شوه، او امریکا ته یۍ مخه ونه کړه؟
د نوموړی پوښتنې په ځواب کې به خبره ، د افغانستان د لومړنی جمهور رییس شهید محمد داوود خان  دصدارت له وخت نه را په پېل کړو. کله چې په ۱۹۵۰ زیږیږ کال کې د افغانستان د وخت صدر اعظم سردار محمد داوود خان، د افغانستان د اردو د پوځی تجهیز او روزنی په اړوند، د آمریکا د وخت حکومت ته وړاندیز وکړ، نو امریکایی چارواکو په هغه وخت کې پاکستان ته ډیره پاملرنه درلودله، او کوښښ یۍ کاوه، چې پاکستان د هند، چین ،ایران او پخوانی شوروی اتحاد په وړواندې په پوځی لحاظ پیاوړی کړی، ترڅو د اړتیا په وخت کې د خپلی پوځی اډې په توګه ترینه کار واخلی. د امریکا د وخت چارواکو، د افغانستان د صدر اعظم محمد داوود خان وړاندیز باییزه وګنه او دایی استدلال کاوه، چی افغاسنتان یو خرابه ملک دی، امریکا دیته اړتیا نه لری. چی د یو خرابه  ملک په اردو باندې سرمایه ګذاری وکړی. کله چی د امریکا له خوا، صدر اعظم محمد داوود، منفی ځواب واوریده، نو په دی فکر کې شو، چې اوس له چانه مرسته وغواړی؟ داوود خان د خپلو پوځی جنرالانو سره کیناست او په دغه باب یی خبرې وکړی، چی اوس څه وکړی؟
دغونډو په بهیر کې زیاتې خبری لاندې باندې شوی او په دغه بهیر کې یوازینى او نژدې هېواد، چې د افغانستان سره په پوځی ډګرونو کې په ډیره په ارزانه بیه مرسته کولاىشوه، هغه پخوانی شوروی اتحادو، دا ځکه چې له لیری لویدیځو هېوادونو نه پوځی تخنیک او تجهیزات را نیول، دواټن دلیری والی له امله د شوروی اتحاد په پرتله ورته څو چنده قیمته تمامیدل. نو د هېواد، د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره یی دا ښه وګنله چی د شوروی ګاونډی هیواد، نه پوځی تخنیک او تجهېزات په ارزانه بیه ترلاسه کړی،چې د همدغه اړتیا له مخې د افغانستان او شوروی اتحاد، ترمنځ په پوځی ډګر کې همکاری شروع شوه، او دغه همکاری یوازی په پوځی برخه کې پا تې نه شوه، بلکی شوروی اتحاد د افغانستان په مختلفو پروژو کې برخه واخیسته او ددغه دوستې په بهیر کې چی د ۱۳۷۱ لمریز کال د ډاکتر نجیب الله د حکومت د ړنګیدو پورې یې دوام در لوده، په افغانستان کې زیات سړګونه، نهرونه، بندونه، کانالونه، تونلونه، یو شمیر روغتونه، ټول ګټی تاسیسات، او په لنډ ډول په ټولو سیاسی، اقتصادی ټولنیزو او فرهنګی برخو کې د پخوا نی شوروی اتحاد، د کار او کوښښ ونډه د هیچا له نظره پټه نه وه. په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت په جوړیدلو سره دا هرڅه له منځه لاړل ، د اردو ، یوه اندازه پوځی تخنیک او تجهیزات په تنظیمونو وویشل شول، ډېر څه په ایران،او پاکستان  و پلورل شول، او ډېره لږه برخه یی د افغانستان د دفاع  د وزارت په واک کې پاتی شوه.  دطالبانو، په وخت کې هم یوڅه برخه یی پاکستان ته ویوړل شوه، چی دنوموړی پوځی تخنیک او تجهېزاتو پاتې یوڅه برخه یې په افغانستان کې د ۱۳۸۰ لمریز کال د لړم د میاشتې په اوږدو کې د امریکا د بی ۵۲ ډوله آلوتکو د بمباری له امله له منځه لاړه او دادی ډیر لږه برخه یۍ د پخوانی اردو څخه اوسنۍ ملی اردوته د میراث په توګه پاتې ده. چی په اوس وخت کې بیا جوړونی او ترمیم ته سخته اړتیا لری. له بلې خوا، دا پوښتنه هم را پیدا کېږی، چې د افغانستان ملی اردو به ترڅو پوری د عصری درنو وسلو او هوایی ځواک څخه لیری ساتل کیږی؟ د اردو پیاوړتیا د افغانستان د خلکو په ژوند کې لوموړنۍ اړتیا ده، او اوسنی دولت د افغانستان د خلکو په وړاندی دا مسوولیت لری، چې په هېواد، کې د امن او سولی د راتللو  له پاره خپل ځانته خپله پیاوړی ملی اردو ولری. د افغانستان دولت په خپل هېواد ،کې د طالبانو او ترهګرو پرخلاف جګړه کې په دی پوره باوری شویدى، چی هېواد، دپردیو په تشو وعدو او خبرو نه جوړیږی. وخت دهیچا لحاظ نه کوی، او د وخت سره ډیر ناوړه پیښی هم ملګری دی. نو دوخت د منطق د حکم له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په تیرو ۷ کلونو کې هروخت  په امریکا او ناټو باندې غږ کړی، چی د ملی اردو پیاوړتیا ته کلکه پاملرنه وکړی، او هم دافغانستان ملی اردو په هوایی ځواک سره پیاوړی کړی.
 خو امریکا او ناټو، لا تر اوسه د حامد کرزی غوښتنی او وړاندیزونه نه دی منلی، او داسی ښکاری ،چی له دغه کبله حامد کرزی له خپلو دوستانو څخه سخت خواشینی دى. نوځکه یی د ۱۳۸۷ لمریز کال د سلواغی د میاشتی په ۶ مه د یکشنبی په ورځ د افغانستان د پوځی  اکادمی د لومړنی دوری د افسرانو د فراغت په غوندۀ کې وویل: چی که چیرته موږ ته جنګی الوتکی او تانکونه را نه کړی شی، موږ اړیو چی له نورو ځا یو نونه مرسته وغواړو.
 دا چی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له نوموړی وینا څخه یو شمیر سیاستوال او نور پوځی ماهرین څه کوچ را وباسی دا د هغوی کار دی، خو زه دلته دا خبره کوم، چی د افغانستان خلک د یو خپلواک هېواد، په توګه د اوسنیو ناوړه حالاتو په نظر کې نیولو سره ددې حق لری ،چی خپل ځان د یوې پیاوړی اردو، څښتان کړی، ترڅو پورې به د امریکا او ناټو ، په تانکونو سواره وی او د خپلو ګټو،د خوندی کولو، له پاره به د استعمال واک نه لری ، او لاس ترینی په ورته ناست وی. که چیرته امریکا او ناټو  د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د څرګندونی په وړاندی څه اندیښنی لری، نو په دغه برخه کې امریکا او ناټو ، ته دوه وړاندیزونه  وړاندې کېږی.  لومړی داچی امریکا او ناټودې  په پوره ډول د افغانستان دولت د یو خپلواک دولت په توګه و پیژنی او خپلواک دولت د دیموکراسۍ داصولوله مخې حق لری، چې خپلی اړتیا وی د خپلو ملی ګټو په نظرو کې نیولو سره له هرې خوا یۍ چې زړه وغواړی پوره کړی، اوهم دې ددې په څنګ کې دپنځو کلونو له پاره دافغانستان دملی اردو، معاش او خرڅ په ځان ومنی. دوهم دا چی  امریکا او ناټو، باید د افغانستان د خلکو سره دطالبانو او د تروریزم پرخلاف دجګړْې ددوام ، او د کلکې دوستى او همکاری له امله خپلی یوڅه وسلې، مهمات ، وسایط ، جنګی آلوتکې اوترانسپورتی آلوتکې چې افغانستان ته یی له ځان سره راوړی دی د بشپړه پوځی تجهیزاتو سره د افغانستان د ملی ادو په واک کې په وړیا ډول ورکړی. دا دوه وړاندیزه ما دلته ددې له پاره وکړل ،چې دافغانستان هر څه دآمریکا په مشرۍ دطالبانو اودتروریزم پر خلاف جګړه کې قر بانی شوی دی ،او افغانستان ددې توان نه لری چې بیا یی له نورونه  وپېری .نن ورځ دآمریکا اوناټو، داستر مسوولیت دٰٰى ،چْې دافغانستان د خلګو په وړاندْ ْې یی باید سرته ورسوی.
. او که چیرته آمریکا اوناټو داسی نه کوی ،نوبیا د افغانستان دولت او خلک دا حق لری ، چې له هر هېواد څخه چې زړه یی وغواړی په ارزانه او ښوشرا یطونوی او با کیفیته پوځی تخنیک او تجهیزات ترلاسه کړی. او په هېواد ،کې د سولی او امنیت د تامین په خاطر خپله ملی اردو، په خپله پیاوړی کړی. داځکه چی د طالبانو او ترویزم سره جګړه په افغانستان کې د کمزوری اردو له واک څخه وتلی کار دى.

دکمه بازگشت به بالا