دولسمشریزه، ټولټاکنو، نېټه باید ډېر زراعلان شی؟

دروان کال له پیل راهیسې دراتلونکو ،ولسمشریزه ټولټاکنو،د نیټې په سر ددولتى چارواکو ،دپارلمان د یوشمیرغړو، سیاسى ګونډونو او یو شمیر نورو ملی شخصیتونو ترمنځ دټولټاکنو ،دنیټې په سرلفظى شخړې روانې دی .په تېر وخت کې دافغانستان داساسى قانون له مخى دپارلمان غړو، سیاسى ګونډونو، اویوشمیرنوروشخصیتونو داخبره کوله ، اواوس یې هم کوی ،چې باید ولسمشریزه ټولټاکنې دراتلونکی لمریزکال دوری اویاغوایې په میاشت کې سرته ورسیږې او ولسمشرباید دراتلونکې جوزا په میاشت کې له خپلې دندې څخه ګوښه کړى شی. دنوموړو دغه رنګه غوښتنه د اساسى قانون له مخې سمه غوښتنه ده، او ددې په څنګ کې دپارلمان یو شمیر غړى اویوشمېیر سیاسى ګونډونه داخبره کوی چې په اساسى قانون کې دټولټاکنو، په اړوند بدلون راوستل دادهیچا واک نه دى، اودغه واک یوازې دلوى جرګى سره دى. له بلى خوا، په خپله دټولټاکو خپلواک کمیسیون مرستیال ذکریا با ر کرزې، وایې چې دولسمشریزه راتلونکو ټولټاکنونیټې دټاکلو واک یوازې دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون سره دى او کومه نیټه چې لازمه وګڼی ټولټاکنې به پیل کړی.

په خپله افغان ولسمشر حامدکزې څووارې داخبره کړیده چې دى نه غواړی چې له ټاکلې مودې څخه یوه ورځ هم زیات په واک کې پاتې شی.د ولسمشریزه راتلونکو ټولټاکنو په اړوند په رادیو ګانو، تلویزیونونو اونورو رسنیوکې هم تودې خبرى اولیکنى روانې دی . اوهیڅوک په دې نه پوهیږی چې څوک ریښتیا وایې ،اوڅوک حق په  جانب دی. ددغه رنګه حالت په شتون کې دروان کال دتلې دمیاشتې په ۱۵مه نیټه دراتلونکو ولسمشریزه ټولټاکنو له پاره دنوم لیکنې لومړى پړاوپه ۱۴ ولایتونو کې پیل شو، ورپسى په یوشمیر نورو ولایتونو کې دنوم لیکنى دوهم پړاو پیل شو،اودادى دریم پړاوهم مخ په پاى ته رسیدو دى. دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون مرستیال ذکریابارکزی په خپله اونیزه ناسته کې دروان کال دلیندۍ دمیاشتې په ۱۲مه دجمعى په ورځ دیو شمیرخبریالانو په وړاندې وویل: دولسمشریزه ټولټاکنو له پاره دنوم لیکلو پروسه په زیاتوولایتونو کې بریالې وه، اوآن په هغه ځایونو کې چې دولتی  حاکمیت شتون نه درلوده، خودوى وکولاى شو، چې دځایى مشرانو په مرسته دنوم لیکلو پروسه پر مخبوځی. نوموړى  دټولټاکنو په وړاندې دمالى ستونزو څخه هم یادونه وکړه، اووی ویل: چې که چیرته دولسمشریزوټولټاکنو په مخ کې               پرتې مالى اوامنیتى ستونزې لرې نه شی ،نو شونې نه ده ،چې  دټو لټاکنو،د کېدو،کره نیټه دى مالومه شی . ده وویل: بودجه مو ږ ته دنړیوالى ټولنى له خوا راکول کیږى، ترهغه چې بودجه موږته په خپل وخت راونه رسیږی موږ نه شوکولاى، چې ټو لټاکنى په خپل وخت ترسره کړو. نوموړى زیانه کړه، چې تراوسه پورى دنوم لیکنى په درى تېرو پړاوونوکى له درې میلیونونه زیاتو کسانو، په راتلونکو ټولټاکنوکې خپل نومونه ثبت کړیدى . نوموړى دنوم لیکنى دڅلورم پړاو ،دپیل په اړوند دیوشیر تخنیکى ستونزو یادونه هم وکړه.  . دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون مرستیال ذکریابارکزى ،ددغه څرګندونو،په اړوند په کابل کى دیوناما استازى ،د طلوع تلویزیون سره داخبره وکړه ،چې کله دټولټاکنو کمیسیون دولسمشریزه ټاکنو نیټه وټاکې، نو موږ به هم بودجه ورکړو، اوپه دغه برخه کې کومه ستونزه نه شته ده.  دولسمشریزه ټولټاکنو دنیټې په اړوند یوشمیر خلک  ،دپارلمان یوشمېر غړى اوددولت مخا لفه متحده جبهه داخبره کوی ،چې دراتلونکی کال دوری اوغوایی په میاشت کې دژمى ساړه پای ته رسیږی او خلک کولای شی چې په ټولټاکنو کې پوره برخه واخلی  ، خوپه مشرانو جرګه کې دجنوبې ولایتونو استازۍ بیا ووایې ،چې دورى اوغوایی په میاشت کې بیا هم دیوشمیر سړوسیمو خلک نه شى کولاى ،چې په ټولټاکنوکې پوره برخه واخلی .  نو ښه خبره داده، چې ټولټاکنې په راتلونکې منۍ کې سرته ورسیږی . دخلکو ددغه رنګه نظرو رکولو، اووړاندیزونو په بهیرکې دافغانستان داساسى قانون سپارښتنه له نظره لویدلى ښکاری . له بلې خوا، دټولټاکنو دنوم لیکنې په روان بهیرکې ولیدل شول، چې په یوشمیر جنوبى ولایتونو کې دجګړې ددوام او بې امنۍ له امله دنوم لیکنى پروسه داوس وخت له پاره ځنډیدلى ده، اوکېدلاى شی، چی دنوم لیکنى دڅلورم پړاوپه وړاندې لا زیاتې مالی اوامنیتی     ستونزې رامنځته شی. ددې له پاره چې دولسمشریزه ټولټاکنو دنیټې په اړوند،د خلکو سره اوسنۍ  اندېښنې لیرى شى، باید چې دټولټاکنو خپلواک کمییسیون په خپلى راتلونکې غونډه کې دټولټاکنو نیټه اعلان کړی اوهم دى کوښښ وکړې چی په خپل وخت سره له نړیوالى ټولنى څخه ټاکلى بودجه تر لاسه کړی. نړیواله ټولنى هم باید په دغه برخه کې کوښښ وکړی، چې ټاکلى بودجه په خپل وخت دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون په واک کى ورکړی.
اوهم دولسمشریزه ټولټاکنو په وخت کې خپل امنیتى پلانونه دافغانستان دامنیتى ځواکونو سره په ګډه اعلان کړی، ترڅوپه خپل وخت په ټول افغانستان کى دپوره امنیتى شرایطو په درلودلو سره دافغانستان ټول خلک په ولسمشریزه ټولټاکنو کې پوره برخه واخلى اوخلک دخپلې خوښې ولسمشروټاکی .

دکمه بازگشت به بالا