دواک د تشې په خاطر ښایی یوناما رېفرنډم په لار واچوی

د څو  ورځو راپدېخوا د اساسی قانون نه په ناوړه ګټې پورته کوړلو سره سیاسی ډلو او ولسمشر په افغانستان کې یو کړکېچ رامنځ ته کړى، چې خلک او نړیواله ټولنه ورته هک هېښ پاتې دی، دوى دواړه سیاسی ډلې او ولسمشر اساسی قانون دسیاسې    حربې په توګه   کاروی .
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا داضافی سرتېرو  دراتګ په غبرګون کې طالبانو په خپلو تشکیلاتو او و سلو کې بد لون راوستى دى، د طالبانو مشر ملا عمر په دې
وروستیو کې دپاکستانی طالبانی ډلو ( صوفی محمد، دده ز وم ملا فضل الله، ملا نذیر، بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر،ازبک طالبانو  طاهر یلداش)سره په سر خوځولو ژمن شو چې نور به په پاکستان  او پاکستانی پوځ باندې بریدونه، نه کوی او د جهاد مخ به بیاهم دغم لړلی افغانستان په لور وی. که په پاکستان کې هم کوم عمل ترسره کوی هغه به د بهرنیانو پر ضد ولوکه لوبغاړی وی، یا در حمن بابا زیارت   ترسره کړی، بلخوا د  افغانی طالبانو په لیکو او قوماندانانو کې یې لاندې بدلونونه منځ ته راوړل، ملا داود د کابل ولایت نظامی مشر، مولوی شمس الدین د بدخشان او تخار نظامی مسوول او د شمال ختیځ زون منتظم، مولوی اسماعیل د غزنی نظامی چاروسموونکى، احمد طهه قادری د میدان وردګو نظامی چارواکى او والی ،مولوی دوست محمد دنورستان ولایت والی او د چارو سمبالونکى ، مولوی عبدالرحیم د کونړ ولایت د  طالبانی چارو مسوول، قاری احسان الله بریال د کاپیسا والی او میر احمد ګل هاشمی حقانی د امریکایی ځواکونو پر ضد د چټک غبرګون مشردلوګرلپاره وټاکل شول، ضمناً د طالبانو مشرتابه انوارالحق مجاهد د مولوی عبدالکبیر پر ځاى وټاکه.
دې سره جوخت امریکایی وتلی دموکرات جان مورتا په دې وروستیو کې رسنیو ته اعلان وکړ چې ((   افغانستان په ۶ لکو سرتېرو ارامېداى شی . ))
نو له پورتنیو ټکو دا ښکاره بریښی چې راتلونکى پسرلى به افغانستان د جګړو تر ټولو تود ډګر وی، همداراز د  طالبانو ډېری لښکر همدا اوس په ایم ١۶ امریکایی نوی ټوپک ځینې نوریې په دوربین والا امریکایی ټوپکونو، سام ٧ توغندی، د قناس په نوم وسله او د SPG9 په نوم ګریس بند وسلو سمبال شوی دی .
پورتنیو مسئلو ته په کتنې سره د ملګرو ملتونو د سیاسی همغږی ادارې یوناما ته ضرور ده چې په افغانستان کې د واک د تښې له منځه تلو په خاطر او دا چې افغانستان کې یوناورین منځته رانه شی اړینه ده چې یو رېفرنډم ( ټول پوښتنه) په لاره واچوی ددې ټول پوښتنې په ترڅ کې به د خلکو له خوا درې پوښتنو ته ځواب ورکول کیږی .
آیا دکرزى واک دې درې میاشتې نورهم وغځول  شی؟
آیا درې میاشتنی لنډ مهاله حکومت دې جوړ شی؟
آیا د مشرانو جرګې مشر دې په دې درې میاشتو کې حکومت وکړی؟
کېداى شی د رېفرنډم د پوښتنو پاڼې یواځې په کابل ښار کې چې د افغانستان پنځمه برخه خلک پکې مېشت دی ووېشل شی او بیا د ټاکلو مرکزونو له خوا راغونډې شی او دا امکان هم شته چې د ولایاتونو په مرکزونو کې د چورلکو له لارې و ویشل   او بیا دولایتی مرکزونو له لارې راغونډې شی .
 ددې لپاره چې  دا رېفرنډم روڼ او شفاف وی کېداى شی له یوناما سره یواځې دافغانستان د ټول معارف ښوونکی مرسته وکړی او ددې مرستې په مقابل کې له هغوسره نغدی مرسته وشی .
که چیرې په دې ټول پوښتنه کې خلک   لنډ مهالې دورې ته د صحیح یا ټک مارک نښه غوره کړی نو په هغه صورت کې دادوره غځیدلی هم شی ، ځکه لا  له اوسه داسې ښکاری چې نړیواله ټولنه دټولټاکونولګښت چې ٢٢٣میلیونه ډالره کیږی ، په دې موده کې نه شی ورکولاى .

دکمه بازگشت به بالا