دمعلولیت لرونکو کسانو وضعیت او په کورنۍاو ټولنه کې دهغوی ستونزې (لمړۍ برخه)

په افغانستان کې دبشری حقونو وضعیت
١٣٨۶ لمریز کال
سریزه:
د افغانستان دبشری حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې له بشری حقونو څخه دملاتړ، پرمختیا او څارنې په موخه، دافغانستان داساسی قانون داته پنځوسم توک پر بنسټ رامنځ ته شو او دکمېسیون دتشکیل دندواو واکونو دقانون له مخې فعالیت کوی.
کمېسیون اوس اته سیمه ییز او څلور ولایتى دفترونه لری چې دهغه پروګرامی برخه دښځوحقونو دملاتړ، دکوچنیانوحقونو دملاتړ، دمعلولیت لرونکیو وګړیوحقونود ملاتړ، انتقالی عدالت، له  سرغړونو  څخه دڅارنې او ارزونې، دبشری حقونو دزده کړو په ګډون دی، همدارنګه دڅېړنې او تګلار جوړونې، ژباړې ، خپرونې، راپورلیکنې ، دسولې رغاونې او ځانګړې څارنې په څیر نورې ملاتړیزې څانګې هم لری.
د کمېسیون دموخو په تحقق کې، عدلی او قضایې اورګانونه، وزارتونه، نورې دولتی او نا دولتی موسسى او دهېواد اتباع دنده لری چې له کمیسیون سره مرسته او همکاری وکړی، دافغانستان دبشری حقونو دخپلواک کمېسیون دتشکیل، دندو او واکونو دقانون په څلورم توک کې راغلی دی: ((ددې قانون په مفهوم دبشرحقوق داتباعو دهغو بنسټیزو حقوقو او ازادیو څخه عبارت دی چې په اساسی قانون، نړیوالواعلامیو،میثاقونو، قراردادونو، پروتوکولونو او دبشرد حقوقو په نورو نړیوالو سندونو کې چې افغانستان یې په پام کې نیولواو تطبیق ته ژمن وی، تسجیل شوی وی.
بیمو، تامیناتواوهغوخدمتونوته چې دولت یې وړاندې کوی ، مساوی او عادلانه لاس رسی هم د وګړو د بشری حقوقو له جملې څخه ګڼل کېږی )) بشری حقونه دانسان دپت او کرامت دحق پر بنسټ چې نور بشری حقونه له هغې څخه رامنځ ته کېږی، دهغې پر ارزښتونو ټینګار کوی او دهغې تحقق غواړی، داسلام سپیڅلى دین هم ددغه مبارک آیت له مخې ((و لقد کرمنا بنی آدم)) پر هغې صحه ږدی او رسول اکرم (ص) له خوا دښځو، کوچنیانو بوډاګانو، دجګړې په ډګر کې دنه ښکیل کسانو، دجنګی مخالفانو دیرغملو دنه ځورونې او وژنې، او دبیلابیلو دینونو دپیروانو دمعبدونو ددرناوی په اړه پر له پسې سپارښتنې کړی دی.
دا راپور، په بېلابېلو برخو کې دبشر داساسی حقونو دډلبندۍ پر بنسټ دبشری حقونو وضعیت روښانوی.
هره برخه دوګړیو یوه ډله بشری حقونه معرفى کوی او دمعتبرو ماخذونو څخه په ګټه اخیستنى سره ددغو ډله حقونو په اړه دافغانستان ددولت ملی او نړیوالې ژمنې توضیح کوی. سربېره پردې ددغو حقونو له هرې ډلى څخه دخلکو دبرخمن کیدو یو عینى انځور دارقامو او قضیو دتشریح کولو سره یو ځاى وړاندې شوې دې. ددغو حقونو ډلبنه دی دکمېسیون له عملی کړو، وړو او تجربو څخه سر چېنه اخلی. هر ډله حقونه مشخص شوی دی، په همدې ډول په پاى کې دافغانستان دبشری حقونو خپلواک کمېسیون دعملی تجربو له مخې دبشری حقونو دوضعیت دسمون په موخه یو لړ وړاندیزونه نښلول شوی دی.
پاتې لری

دکمه بازگشت به بالا