دمعلولیت لرونکو کسانو وضعیت او په کورنۍاو ټولنه کې دهغوی ستونزې (شپاړلسمه برخه)

۵- اقتصادی وضعیت:
دغه موندنی دا په ډاګه کوی  لکه د جنسیت ځینی بدلونونه چې له ډول- ډول لفظی، فزیکې تاوتریخوالی او د آزادیو له ځنډیدو سره اړیکې لری. دا باید ولیکو چې معلولیت لرونکې ښځی تر نارینه وو دخپل اقتصادی حالت  نه خوشاله  او راضی دی شمیرنې ښیی چې ۶۵٫۲٪ ښځی وایې چې ددوى اقتصادی حالت کمزورى دى، په داسې حال کې ۷۵٫۲٪ نارینه دخپل اقتصادی حالت څخه ناراضه ښکاری دا په داسی حال کې ده چې دهغو نارینه وو شمیر چې عاید لری دښځو په پرتله په هرو سلو کې ډیروالی راښیی او هم د میاشتنی عاید په لرلو سره هم دنارینه وو عاید دښځو په پرتله لوړ دی.

خو دا چې ولی ښځی تر نارینه وو دخپل اقتصادی حالت څخه راضی ښکاری دا ځانګړی بحث دی چې په جلا توګه باید پرې څیړنه وشی او دغه بحث به تردې لوی وی چې دلته پری څه ولیکو، په ځانګړی توګه ددې موضوع ژور تحلیل دسوالونو پر اساس په دې پوښتنلیک کې ممکن نه وو. هغه بحث تر دې څیړنی لوی او ژور ښکاری، خو په ټولیزه توګه ویلای شو  چې ښایی ښځی ترنارینه وو راضی موجود وی، او که ښځې بیکار وی ښایی دا احساس پکې غښتلی وی که هغوی دکور نه بهر کار هم نکوی او عاید نه لری خو بیا هم هغه څخه چې ددوی میړونه ګټی نو په هغه هم راضی ښکاری.
دجنسیت له بدلونونوڅخه  بهر داقتصادی حالت نه رضایت په داسی بدلونونوڅخه لکه په کور او ټولنه کې په لفظی تاوتریخوالی پوری اړه لری په دې مانا هغه کسان چې دخپل اقتصادی وضعی څخه ناراضه دی هغوی دخپل کورنۍ او ټولنې دچلند څخه ناراضه ښکاری، چې داموضوع مو ترمخه وڅیړله او په دې ډول دغه څه دمخکنیو څیړنو پر صداقت باندې دلالت کوی او ددې نظر ملاتړ کوی، چې دمعلولیت لرونکی کس سره په ټولنه او کورنۍ کې څه وضعه کېږی، په پایله کې ویلای شو چې دښه اقتصادی وضعې لرل په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه دمعلولیت لرونکو کسانو په مقابل کې دټولنې او کورنۍ دچلند نرمی راښیی.
پایلې (نتیجې) او غوښتنې (وړاندیزونه)
ددغه څیړنی څخه په لاس راغلی معلومات نه یوازی دولت ته متوجه دی بلکې داړونده ارګانونو له پاره هم په کار راځی. دپورته څیړونو سره چې ترسره شوی دی ځینی وړاندیزونه ترتیب شوی دی چې په لاندی برخه کې وړاندی کېږی:
ډیر معلولیت لرونکې کسان په کورنۍ او ټولنه کې له تاوتریخوالی څخه شکایتونه لری، چې په هغه کې لفظی، فزیکی تاوتریخوالی او دازادیو سلبول شامل دی، دډیرو له هغو معلولیت لرونکو کسانو سره چې مرکې شوی دی ډېرو یې د تاوتریخوالی  یادوتنه کړیې چې په ټولنه کې ورسره مخامخ دی، په توګه:
• ددولت اړونده ارګانونه کولای شی چې په ټولیزډول د پوهاوی دکچې  دلوړولو له پاره هڅې وکړی.
• دټولنېزو ځانګړو اسانتیا وو برابرول او دهغوی نه ملاتړ د دولت ددندو څخه شمیرل کېږی.
• ولس ته دټولیزو رسنیو لارې دپوهاوی دلوړولو پروګرامونو ترتیبول، ملایان او دینی لارښونکې کولای شی چې په ټولنه کې دمعولیت لرونکو کسانو په اړه دتاوتریخوالی دشدت کچه راټیټه کړی. دغې ښوونې پرمخ بیول چې معلولیت لرونکی کسان دهیواد دنورو اتباعو په شان دمساوې حقونو لرونکې دی کولای شی چې ګټورتمام شی او دمعلولیت لرونکو کسانو د ژوند دښه کولو له پاره ځانګړی قوانین وړاندی شی.
• دافغانستان اساسی قانون دمعلولیت لرونکو کسانو له پاره ځانګړی لارښوونی نلری نو دهیواد په قوانینو کې دمعلولیت لرونکو کسانو د حقونو شاملول او په دې اړه ددولتی ارګانونو مسوولیتونه کولای شی چې دمعلولیت لرونکی کسانو ژوند ورسم کړی.
• له بله پلوه دافغانستان د دولت لخوا دنړیوالو میثاقونو لاسلیک کول چې دمعلولیت لرونکو کسانو له پاره ترتیب شوی دی، په هغه باندی عمل هم دپورته کسانو دژوند ښه کولو له پاره مثبت ګام دی.
• دښونځیو په درسی پروګرامونو کې دمعلولیت لرونکې کسانو دکرامت ساتلو په اړه د مضمونونه لیکل دلوست په کورسونو او دلویانو د لوست زدکړو په کورسونو کې دمعلولیت لرونکو کسانو له پاره احترام لرل هم کولای شی چې ددوی په اړه دتاوتریخوالی کچه راټیټه کړی.
• دداسې اسانتیاوو برابرول چې معلولیت لرونکی کسان وکولای شی دروغتیایی خدمتونو څخه سمه ګټه ترلاسه کړی او نوری اسانتیاوی چې دمعلولیت لرونکی کسانو په ستونزو کې اسانتیاوې راولی چې داکار به د دولتی او غیر دولتی کسانو تر مینځ دتوپیر سطحه راټیټه کړی.
پاتې لری

دکمه بازگشت به بالا