دمعلولیت لرونکو کسانو وضعیت او په کورنۍاو ټولنه کې دهغوی ستونزې ( نهمه برخه)

په ټولنه کې دمعلولیت لرونکو کسانو ستونزی:
دکورنیوستونزود لرلو په پرتله باندې معلولیت لرونکی کسان په ټولنه کې ډیرې ستونزی لری، دغه توپیر په لفظی برخه کې ډیر دی. دمثال په توګه ۸۰۸ کسانو په ټولنه کې دلفظی تاوتریخوالی نه شکایت کړی دی، په داسی حال کې چې یوازی ۳۶۴ معلولیت لرونکو کسانو پخپلو کورنیو کې دلفظی تاوتریخوالی شکایتونه لرل، په ټولنه کې دلفظی تاوتریخوالی ډولونه عبارت دی له: دمعلولیت لرونکی کس توهین او پیغور ورکول، او بیځایه ترحم.
ددې ترڅنګه معلولیت لرونکی کسان په ټولنه کې دفزیکی تاوتریخوالی سره هم مخامخ دی چې دهغوی په سر کې په لرګی باندی وهل او په ډبره باندی ویشتل ډیر دی. چې دغه ډول تاوتریخوالی دکورنیو دغړو له خوا څخه هم ترسره کېږی. او دمعلولیت لرونکی کس توهینول او یا پیغور ورکول یو بل دهغه تاوتریخوالی څخه شمیرل کېږی چې له نورو څخه ډیر ورکول کېږی. ددې ترڅنګه په ځینو وختونو کې معلولیت لرونکی کس ته اجازه نه ورکول کېږی چې په ټولنه یا هم په ټولیزو ناستو کې ګډون وکړی، ځینو داهم ویلی دی چې دزیارت تلوته هم هغوی ته اجازه نه ورکول کېږی، خو دغه څه دومره ډیر نه دی.
دپورته شمیرونو څخه څرګندیږی، چې ډیر شمېر معلولیت لرونکې کسان دټولنېز ګډون څخه شکایتونه لری چې دغه موضوع دتشویش وړ ښکاری. په ټولنه کې دیو معلولیت لرونکې او دنه معلولیت لرونکې کس حقونه یو شان دی. معلولیت لرونکې کسان په ټولنه کې فعاله ونډه اخیستلای شی ځکه چې معلولیت دناتوانی مانا نه لری، دغه څیړنی دا روښانه کړیده چې په ټولنه کې ډیر معلولیت لرونکې کسان فعاله ونډه لری او ځینی یې دخپل کورنۍ له پاره دعاید راوړلو مکلفیت لری. په ټولنه کې دمعلولیت لرونکو کسانو دلوست کچه ترهغوکسانوچې معلولیت نه لری  لوړه ده. نو ځکه معلولیت لرونکې کسان په ټولنه کې فعاله ونډه لری او دلوست کچه یې لوړه ده.دمعلولیت لرونکو کسانو سپکول او پیغور ورکول او یا هم دهغوی سره ناوړه چلند کول دټولنی دفرهنګی سطحی ټیټوالى راښیی چې دلته د ولس دپوهی سطحه ټیټه ده.
په ټولنه کې دمعلولیت لرونکو کسانو دفزیکی او لفظی تاوتریخوالی ترڅنګه ۱۱۶ معلولیت لرونکو کسانو داهم ویلی دی چې دپورته تاوتریخوالی ترڅنګه ددوی فردی ازادی (ټولیزو ټولنې ته نه پریښودل او یا هم دزیارتونو دمراسمو څخه منع کول) سلبول هم دوی ځوروی. که څه هم ددغه کسانو شمیر ډیر نه دی خو بیا هم دا ویلای شو چې په ټولیزه ټولنو (مجلسونو) او زیارتونو کې دمعلولیت لرونکو کسانو له پاره اسانتیاوی په نظر کې نه دی نیول شوی، دمثال په ډول که دیوې ماڼۍ په دوهم پوړ کې کومه ټولنه یا میلمستیاوی او که داماڼۍ داسی اسانتیاوی ونه لری چې ارابه لرونکې څوکۍ دی هلته وخیژی نو معلولیت لرونکې کسان نشی کولای چې ددغه ماڼۍ نه ګټه واخلی، که چېری په ټولنو کې دمعلولیت لرونکو کسانو د نه ګډون سبب دماڼیو په مخ کې داسانتیاوو نشتوالی وی هغه جلا خبره ده او که چېری ددوی معلولیت ددۍ سبب وګرځی چې دوی دمجلسونو ته میلمانه نه کړل شی او پلمې رامینځ ته شی نو هلته ویلای شو چې دا عمل غیر انسانی عمل وو او دافغانستان او اسلامی فرهنګ پرخلاف عمل شوی دی. دافغانستان په اساسی قانون کې هر ډول تبعیض منع شوی دی. داساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کې راغلی دی «دافغانستان داتباعو ترمینځ هر ډول تبعیض او امتیاز منع دی»
پاتې لړی

دکمه بازگشت به بالا