دمعلولیت لرونکو کسانو وضعیت او په کورنۍاو ټولنه کې دهغوی ستونزې (دومه برخه)

دنړیوال روغتیایی سازمان دشمیرنو له مخې په نړۍ کې ۶۵۰ ملیونه کسان معلولیت لری. چې په سلو کې ٪۸۰ یې مخ پرودې هیوادونو کې اوسیږی او دهغوی یو پر دریمه برخه ماشومان جوړوی. خو په افغانستان کې دمعلولو کسانو رښتینى شمیر په لاس کې نلرو. دروغتیا وزارت دشمیرنو له مخی په دې هیواد کې ۵۹۹۴۰۰ معلول کسان اوسیږی. په داسی حال کې چې دپوهنې وزارت او UNICEF  دمعلولانو شمېر ۶۳۱۰۰۰ کسان او د UNPF موسسه دغه شمېره ۸۰۷۳۰۰ ښیی   دمعلولو کسانو شمیره دوخت او دمعلولیت په تعریف سره توپیر کوی،

دبېلګې په توګه هغه معلولیتونه چې په بېلابېلو بڼو په هیواد کې ددریو لسیزو جګړو له امله را پیدا شوی دی، پنځوس کاله پخوایې داسې نه وو او یا داچې دتیری پیړۍ په پرتله باندی دپولیو دناروغۍ له امله دمعلول کسانو شمېره راټیټه شوې ده. خو درښتینو شمیرو  نشتوالى ناوړه ستونزی رامنځ ته کوی، که چیرې موږ دمعلولو کسانو شمېر له شته حالت نه لږ وښیو نو په دې صورت  کې هغه پروګرام چې موږ ددوی له پاره جوړووله هغه ځحه  ټول معلولان ګټه نشی اخیستلای او برعکس که چیرې موږ دهغوی شمېر ډیر وښیو نو کوم پروګرام، چې جوړوو هغه دوخت او لګښتونو په له پلوه  زیاتی دی او دبریالیتوب مخه نیسی. خو په دې باندی هم پوهیږو چې په افغانستان کې درښتینو شمیرو لاس ته راوړل دامکان څخه لیری ښکاری، خو درښتینوشمیرو د لاس ته راوړلو له پاره باید ډیره هڅه وکړو. دهندیکپ دنړیوالې موسسې دشمیرنی له مخې په افغانستان کې ۶۵۵۹۳۰ کسان معلول دی   چې دافغانستان په مختلفو سیمو کې دهغوى شمیر توپیر کوی لکه څنګه چې معلومه ده دافغانستان په جنوب او لویدیځ کې دهغوی شمیر ډیر دی او ختیځې سیمې بیا ډیر لږ معلول کسان لری.
دهندیکپ دموسسې دشمیرنی له مخی په افغانستان کی ترټولو معمولی معلولیت هم هغه فزیکې معلولیت دی چې ۳۶٫۵٪  جوړوی، دمعلولیت نور ډولونه عبارت دی د حسی معلولیت لکه ړوندتیا او کوڼ والی ۲۵٫۵٪ دماغی معلولیت ۹٫۸٪، میرګی ۱۸٫۸٪ او نور ډولونه ۹٫۴٪ په دغه شمیرنه کې داهم راغلی دی چې دفزیکې معلولیت په برخه کې دښځوپه پرتله د نارینه وو شمېر ډېردى ۷۲٫۶٪ او په ښځو کې بیا دمیرګی یا سیژر معلولیت تر نارینه وو ډیر دی ۷۱٫۸٪، ددې ترڅنګه ډیر ماشومان او زاړه کسان دنورو ډلو څخه په فزیکی معلولیت باندی اخته دی. دیادې شوې موسسې په وینا دمعلولینو ډیره برخه په ښارونو کې اوسیږی، نه په کلیو او بانډوکې. په ښارونو کې هم ددماغی معلولانو شمېر تر کلیو ډیر دى. دا په داسې حال کې ده چې په ښارونو کې هم ددغه شان کسانو له پاره داسانتیاو او خدمتونو ستونزی ډیری دی. اوس به داټکی روښانه کړو چې دمعلولو کسانو دخدمتونه مسوولیت دچا پرغاړه دی؟ په پرمخ تللو ټولنو کې او مخ پرودې هیوادو کې دمعلولو کسانو له پاره داسانتیاوو برابرولو مسوولیت ددولت پر غاړه دی. د دولت رول په مستقیمه توګه دوى ته د اوسیدلو دځایونو په  برابرولو کې دى او په غیری مستقیم ډول باندی بیا له نورو موسسو سره داسانتیاو په برابرولو کې مرسته کوی ،خو دافغانستان دولت تر اوسه پورې په دې نه دی بریالی شوی چې د منلو وړ د ژوند مناسب شرایط  ورته برابر کړې. داسانتیا وو برابرول او دمعلولانو ترمخه ستونزی چې هغوی ورسره مخامخ دی، یو په یوه باندی نشو شمیرلای هغه ستونزی چې دولتی څانګې یې دلیری کولو مسوولیت لری لکه په دغو څانګو کې داسې اسانتیا وې راوستل، چې یو معلول کس وکولای شی په اسانۍ سره هغه ته ورشی لکه د ارابه لرونکو څوکېو (wheel chair) نشتوالی او دروغتیایی او روزنیزو اسانتیاوو نشتوالی دهغه ډیرو ننګونو له ډلی نه شمیرل کېږی چې دافغانستان دمعلولانو په مخ کې خنډ اچوی او دهغوی دژوند دښه کېدو مخه نیسی په دې لاره کې دافغانستان ددولت هڅی نه لیدل کېږی، دمثال په ډول دولت یو معلول کس ته دمیاشتی ۴۰۰ افغانی ورکوی، چې دغه پیسې دننو لوړ بیو  او نورو اړتیاوو برابرولو لکه کور او نور داړتیا وړ توکېو له پاره ډیرې لږې پیسې دی، ویلای شو چې داهیڅ شی نه دی.  ددغه څیړنې هدف هم دادی چې په کورنیو او ټولنه کې دمعلولانو وضعیت وڅیړو چې په روښانه توګه دهغوی په ستونزو باندې خبرشو کوم،چې دوی ورسره اخته دی، دغه څیړنه کېدای شی چې دافغانستان دمعلولینو دژوند دښه کېدو په لاره کې مثبت ګام وی، دولتی او غیر دولتی څانګې کولای شی چې له دغه څیړنوڅخه د لاس ته راغلو معلوماتو څخه په خپلو ورځنیو کارونوکې  د یادو شویو کسانو دپروګرام په برخه کې ګټه واخلی.
پاتې لړی
۱- دهدیکپ نړیواله موسسه ۲۰۰۵
۲- دهندیکپ نړیواله موسسه ۱۷ مخ. (Tward well-being for Afghanistan with disability)

دکمه بازگشت به بالا