دا وړۍ نه شړۍ کېږی !

په تېرو ۷ کلونوکې افغانستان دخلکو، دهیلو او غوښتنو سره سم نه دافغانستان دولت وکړاى شول،چې خپل ورځنی کارته دوام ورکړی اونه دآمریکا ایتلا فی اونه دناټو ځواکونو ،وکولاى شول، چې په خپلو ورځنیو چاروکې  دافغانستان د خلکو دهیلو سره سم کار وکړی. داځکه چې دافغانستان دولت زیاته تکیه په  بهرنیو ځواکونو ، اودوستانو وکړه او وئ یی نه شو کولاى چې خپلې غوښتنې او لومړیتوبونه بهرنیو دوستانو، اوبهرنیو ځواکونو ته وړاندې کړی ، چې دهغوى دمنلووړ وګرزی، اوهم  دآمریګا  ایتلافی اونا ټوځواکونو ، ونه شو کړلاى چې دافغا نستان ددولت سره ګډه ژبه پیداکړی ، چې دهغوى لومړیتوبونه جمعه بندی کړی ، اوعملی پلان ورته جوړ کړی.

اوهم یی دیوې واحدې سترا تېژۍ دنه لرلو له امله یی ونه شو کړلاى چې په خپل منځکې د تروریزم پر خلاف جګړه کې لومړى په خپل منځکې همغږی را منځته کړی او بیا دافغانستان دځواکونوسره خپله هم غږی شریکه کړی . تر څووکولاى شی ، چې دخپلو ګډو پلانونو په شریکولوسره او هم غږی کولوسره د افغانستا ن  دخلکو هیلې او غوښتنې سره شریکې کړی . په تېرو ۷ کلونوکې  دنړیوالې ټولنې ، ناټواوآمریکا مشرانو،او لوړ رتبه پلاوو،په افغانستان کې دخپلې لیدنې او کتنې په وخت کې  هر یوه په ډېر لوړ آواز داخبره کوله چې : (( موږ افغانستان یوازې نه پری ږدو!)) په ځانګړى ډول د آمریکا  پخوانی ولسمشر بوش،افغانستان ته د خپلو سفرونو په وخت کې اوهم په آمریکاکې  دحامد کرزی سره دلیدنې کتنې په وخت کې څووارې همدا خبره کوله چې  (( موږ افغانستان یوازې نه پریږدو!)) دنوموړو نارو پایله داشوه ، چې په افغانستان کې په تېرو ۷ کلونوکې په زر ګونه بې ګناه کسان شهیدا ن، ټپیان ،معلول، کډوال،وږی ،او بې کوره شول ، اداری فسادله یومخې زور شو ،د نشه یی توکو قاچاق دود شو ،بشری حقونه تر پښولاند شول او ډېر کمزورى حکومت را منځته شو ، او دبوش، هغه وړۍ چې په افغانستان کې د اسامه بن لادن  او دطالبانو دمشر ملا محمد عمر ژوندی نیول ،اوپه افغانستان کې دطالبانو، اوتروریستانو، له منځه وړل و،هم شړۍ نه شوې او خپلې دغه وړۍ یی د شړۍ کېدلو ،له پاره په داسې حال کې دآمریکا اوسنی ولسمشر اوبا ما ته په میراث پریښو دې چې طالبان نن په افغانستان کې په  سلوکې  ۶۰برخه خاوره په لاس کې لری .  لکه څنګه چې بوش، دخپلو دغه وړیو ،د شړۍ کېدلو له پاره په افغانستان کې دآمریکا اوناټو، داضافی سر تېرو غوښتنه کوله ، دادى اوبا ما هم دبوش، نه دپاتې وړیو د شړۍ کېدل له پاره افغانستان ته د آمریکا ، داضافی سرتېرو ،د را لیږدولوپلان دخپلو لوړ رتبه پوځی جنرالانو سره تر لاس لاندې نیولى دى . دنوموړى پلان له مخې په آمریکاکې د اوباما دواکمنۍ په۷ورځوکې یانې د۲۰۰۹  زیږیز کال د جنوری په ۲۷ مه د آمریکا  د ۲۰۲ غرنۍلوا، چې شمیری ۳۰۰۰ تنوته رسیده افغانستان ته راورسیده، او په لوګر او میدان ښار کې ځای پرځای شوه. اوس اوباما، دا خبره کوی ،چې افغانستان د طالبانو او تروریستانو سره د جګړی مرکز دی، نو ځکه کوښښ کوی چې په راتلونکو ۱۲-  ۱۸ میاشتو په اوږدو کې  افغانستان ته د ۲۰ څخه تر ۳۰ تنو پوری نور اضافی امریکایی ځواکونه ولیږی . د امریکا د ولسمشر او نور لوړ رتبه ملکی او پوځی چارواکو او مشاورینو د دغه رنګه څرګندونو په څنګ کې د امریکا د سیاست په اړوند د بریتانیا او د ناټو، د یو شمیر غړو هیوادونو سره یو څه اندیښنې شته او د نوموړو اندیښنوله مخی نه شی کیدلاى، چی په راتلونکی کې په افغانستان کې ټولی چارې د امریکا په مشرۍ او خوښی سره سرته ورسیږی. لکه چی تېر وخت د اوښودله چی امریکا  و نه شو کړلی، چې په افغانستان کې د خپلو کړنو، د تایید له پاره د تروریزم پرخلاف جګړه، کې د خپلو دوستانو او د ناټو دغړو هېوادونو، په پوره ډول همکاری لاسته راوړی، چی په افغانستان کې اوسنۍ بې امنی او ګډوډی هم ددغه حالت زیږنده ده. اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی، چې د نوموړی حالت په شتون کې  اوباما به وکولای شی چې د افغانستان د خلکو، لو مړیتوبونه جمع بندی کړی او د عملی کولو له پاره یی د ایتلاف او ناټو، د غړو هیوادونو، همکاری له ځان سره ملګری کړی، ترڅو په دغه ډول د بوش د پاتې وړیو نه شړۍ جوړه کړی؟   د نوموړی پوښتنې په ځواب کې دا خبره په زغرد ه کوم ، چې که چیرته اوباما د بوش په لاره روان شی او هم د بوش دواکمنۍ د پوځی خبرالانو او مشاورینو په پلانونو امنا وکړی، د افغانستان د خلکو غوښتنی او وړاندیزونونه په پام کې  و نه نیسی، د تروریزم پرخلاف جګړی په مسوولیت کې افغانان د ځان سره شریک نه کړی، خپل سری پوځی عملیات په افغانستان کې بند نه کړی، او د افغانستان ګاوندی او د سیمی هیوادونه دهغوی د ګټو په نظر کې نیولو سره د خپل ځان شریک نه کړی، د طالبانو سره ګډ ژپه، پیدا نه کړی. نو اوباما،به هم په افغانستان کې د خپلو زیاتو سرتیرو په شتون کې  له بوش، نه په میراث پاتی وړۍ  هم شړی نه کړی، او ددغه وړیو  په شړی کېدلوکې به آمریکا ډېره ستړې شی.

دکمه بازگشت به بالا