خلک په غوڅه توګه د هوایی بمبارۍ بندول غواړی!

روان کال د امریکا او ناټو د هوایی بې رحمانه بمبارې له امله چې ز موږ زرګونو تنوپه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون  خپل ژوند له لاسه ورکړ، زموږ د خلکو له پاره  ډېردردونکی کال دٰى  . په دغه کال کې د هېواد، په مختلفو سیمو کې د امریکایی جاسوسانو د غلطو راپورونو له مخې په هوایی بمبارۍ کې د ملکی بی ګناه کسانو د وژلو، له امله نه هیرید ونکی پېښی را منځته شوی دی. په روان کال کې ولیدل شول چې د پکتیا د زرمت په ولسوالی کې د  آمریکا د بمبا رۍ له امله یو شمیر بی ګناه کسان د ښځو او نارینه وو،
په ګډون د غبرګولی د میاشتی په ۲۴ مه ووژل شول، چې ددغه بمباری د غندنۍ له پاره د زرمت د ولسوالیو خلکو مظاهره وکړه، چې بالاخره په مظاهره کې د پولیسو د ډزو، له امله یو تن مظاهره کوونکی ووژل شو، دغه رنګه ورته مظاهره د پکتیکا ولایت د شرنی په ښآر کې هم وشوه، چی څو تنه په کې ټپیان شول  او له امریکا او ناټو څخه یۍ و غوښتل چې نوره بمباری و نه کړی . د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۴ مه د جمعی په ورځ د نورستان د وایګل په دره کې  امریکایی قواو په دوه موټرونو باندې بمباری وکړه، چی شل تنه په کې ووژل شول، چی زیاتره په کې ښځی، ماشومان او ډاکتران وو، چی په دغه بمبارۍ کې د بۍ ګناه کسانو،د وژلو له امله د نورستان والی تمیم له خپلی دندی څخه هم استعفا ورکړه، په نورستان کې ددغه غمجنې پیښی د غم ټغر لا نه و ټول شوىٰ، چی د روان کال د چنګاش د میاشتی په ۱۶ مه د یکشنبی په ورځ د ننګرهار ولایت د هسکی مینې د ولسوالۍ د او غز، په کلی کې په یوه واده باندی د آمریکا د هوایی بمبارۍ له امله ۴۱ تنه شهیدان کړی شول ، چې د زوم او ناوی  په ګډون زیاتره په کې ښځی او ماشوم وو. ددغه بمبارۍ د غندنی له امله د احتجاج په توګه د ننګرهار، ولایتی شورا، ددرې ورځو، له پاره خپل دفترونه و تړل. په نوموړی پیښه کې د غم ځپلو کورنیو سره د خوا خوږی له پاره په خپله ولسمشر حامد کرزی هم نوموړی ولسوالۍ ته د چنګاښ د میاشتی په ۲۷ مه ورغی او خپله خوا، خوږی یی ورسره و ښودله، چی په نوموړو کورنیو کې د یوې کورنۍ ۱۵ تنه غړی هم شهیدان شوی وو. ورپسی د روان کال د چنګاښ د میاشتی په ۲۶ مه د چهارشنبی په ورځ د شینډند په ولسوالۍ کې په هوایی بمباری کې ۱۵ تنه بۍ ګناه ملکی کسان ووژل شول. ورپسې
 د روان کال د زمری د میاشتی په ۱۴ مه د دوشنبی په ورځ د غزنی د ولایت د واغز په سیمه کې د هوایی بمبارۍ له امله څلورتنه ووژل شول، چی مړی یۍ خلکو د غزنی  د ولایت مقام ته راوړل او له والی څخه یۍ وغوښتل ، چی نوره هوایی بمباری بنده کړی. ورپسی په خوست کې د زمری د میاشتی په ۲۹ مه  د هوایی بمبآۍ له امله څو تنه ملکی کسان ووژل شول. د روان کال د زمری د میاشتی په ۳۱ مه دشینډنډ ،په ولسوالۍ کې د شپی له خوا نه د امریکایی پوځونو په  بمبارۍ کی ۹۰ تنه ووژل شول، چی ۱۹ تنه په کې ښځی او ۶۰ تنه په کې ماشومان وو. ددغه دردونکی پیښی له امله د افغانستان خلک لا ډیر و دریدل، او د افغانستان ولسمشر په دغه پیښه باندی ډیر خواشینی شو، او وی ویل چی نور ددغه رنګه هوایی بمبارۍ ز غم، نه لری. په دغه پیښه کې د سستۍ او تمبلۍ له امله ۲۰۷ لمبر د قول اردو قوماندان جنرال جلندر شاه بهنام او  د کوما ندو ،د کنډک قوماندان جګړن عبد الجبار په خپله د حامد کرزی په فرمان له دندو څخه ګوښۀ کړی شول.
د نوموړو غمجنو کورنیو سره د غمشریکی له پاره په خپله حامد کرزی هم د شینډنډ ولسوالۍ ته ورغی او د خلکو سره یی خپله غمشریکی و کړه.  ددغه بمبارۍ د غندنی له پاره په خپله   حامد کرزی د روان کال د وږی د میاشتی په ۱۳ مه د یو ویدیویی کنفرانس له لاری د شینډند د هوایی بمباری د شهیدانو په اړوند د امریکا جمهور رییس بوش، ته معلومات ورکړل، چی په دغه اړوند بوش ،هم خپله زیاته خواشینی څرګنده کړله. د بهرنیو ځواکونو څخه د افغانستان د دولت د پرله پسی غوښتنی وروسته چی په هوایی بمبارۍ کې د ې  دملکی تلفاتو مخه و نیول شی. د ا مریکا ددفاع وزیر رابرت ګیتس د ناټو له قواوو څخه و غوښتل ، چی په هوایی بمبارۍ کې ډیر پام وکړی، چی ملکی کسان و نه وژل شی، او ددغه رنګه غوښټنی له امله د روان کال د تلی د میاشتی په ۷ مه د ناټو د غړو هیوادونو، د هنګری د بوداپست په غونډه کې پریکړه وشوه، چی نوربه په پوځی عملیاتو کې په طالبانو باندی بمباری نه کوی. دا ځکه چی طالبانو د کلیو او کور ونو نه په بهرنیو ځواکونو، حمله کوی، او له دغه امله ملکی کسان په بمباری کې له منځه ځی. همدا رنګه د روان کال د لړم د میاشتې په لومړ ۍ نېټه د امریکا په هوایی بمبارۍ کې په خوست کې په یوه پوسته کې ۸ تنه افسرا ن ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
 د نوموړو دردنکو پیښو د ماتم ټغر لانه وو، ټول شوی چی د روان کال د لړم د میاشتی په ۱۳ مه د کندهار ،د شاولی کوټ په ولسوالۍ د یوه واده په کور باندی  د آمریکایی پوځونو، د بمبارۍ له امله ۳۸ تنه ملکی کسان د ښځو او ماشومانو، په ګډون ووژل شول، او ورپسی د لړم د میاشتی په ۱۸ مه په خوست کې د یو سړک ۱۴ تنه ساتونکی د امریکا په هوایی بمبارۍ کې ووژل شول. په روان کال کې د افغانستان د دولت او خلکو غوښتنوته د امریکا او د ناټو ځواکونو ، غوږ ،ونه نیوه  او هم یی د بوداپست د غونډی په پریکړو باندی امنا و نه کړه، او په ملکی کسانو بآندې لا هوایی بمبارۍ زیاته شوه، چی د بهرنیو ځواکونو، د بمبارۍ د زیاتوالی له امله د روان کال د لیندې د میاشتی په ۷ مه د سه شنبی په ورځ افغان ولسمشر په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا، د حقیقت موندنې د ډلی سره چې په ملګرو ملتونو کې د ایتالیا د سفیر په مشرۍ کابل ته راغلی وه، د خبرو په وخت کې وویل ، چی بهرنی ځواکونه باید هوایی بمباری ، د کورونو لټول او د خلکو نیول په کلکه و دروی. دا ځکه چی دغه رنګه کړه وړه، د افغانستان د خلکو، دعنعنو خلاف کار دى او د خلکو،احساسات را  پاروی ، او د طالبانو او نورو تروریستانو، د پیاوړتیا لامل کیږی. د حامد کرزی ددغه رنګه څرګندونو په څنګ کې په داسی حال کې چی د تیری پنجشنبی په ورځ د لیندۍ د میاشتې په ۷ مه سهار په اته نیمو بجو، د احمد شاه مسعود ، څلور لاری ته نژدی په بهرنیو ځواکونو بآندی د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې ۴ تنه مړه او نور ۱۸ تنه ټپیان شول. چې په دغه وخت کې  د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۵ کسیزه پلاوی د ملی شورا، د غړو او یو شمیر دولتی او غیر دولتی تولنو د غړو سره په کابل کې دسرینا په هوټل کې په خبرو بوخت و، ورپسې په کابل ښار کې د افغانستان د سراسری جرګی د عالی شورا، له خوا، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د هوایی بمباری ، د کورونو د لټولو او د خلکو د نیولو د غندلی او بندیدلو له پاره لاریون وشو، او په دغه لار یون کې په  زرګونه کابل ښاریانو برخه واخیسته او له امریکا او ناټو څخه یۍ وغوښتل ، چی نور په پوځی عملیاتو کې په غوڅه توګه هوایی بمباری بنده کړی. هیله ده چی ددغه لاریون په سرته رسولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پلاوی په دی حقیقت باندی  پوه شوی وی چی د بهرنیو ځواکونو په شتون او بی ځایه بمباری کې څومره افغانان دردیدلی او له منځه تللی دی، او د افغانستان خلک په خپل هېواد، کې د سولی او امنیت په ټینگیښت کې له نوموړی پلاوی څخه څه هیله لری؟  نوموړی پلاوی ته په کارده چې د خپلی سفر وروسته د افغانستان ،د خلکو په ژوند او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، په کړو وړوکې یو نوى پړاو پېل کړی، داسی یوپړاو، چې د افغانستان دخلکو لومړیتوبونو ته ځواب وویلی شی،  تیری تیروتنی بیا تکرار نه شی، او هم هر څومره چی زر کېدلای شی په افغانستان کې د ترهګرو او طالبانو سره جګړی ته د پای ټکی کیږدی.

دکمه بازگشت به بالا