خداى دې وکړی چې اوباما، لا نیک کارونه وکړی!

دامریکا نوی ولسمشر باراک اوباما په داسى حال کى دروان زیږیز کال دجنورى دمیاشتى په ۲۰ مه چې د۱۳۷۸ لمریز کال دسلواغې دمیاشتې دلومړۍ نیټې سره سمون خوری په آمریکا کى دلوړى مراسم په ځاى کړل، چى په افغانستان کى دکاپیسا دولایت دتګاب په ولسوالى کى دامریکا دپوځى عملیاتو په بهیر کى دهوایې بمبارۍ له امله ۲۴ تنه دښځو اوماشومانو په کډون شهیدان شوى وو. او له بلې خوا ،دپاکستان په قبایلى سیمى دمومندو په ایجنسى کى دامریکا دهوایى بمبارى له امله کابو۲۰ تنه وژل شوى وو. ښه خبره دا وه چې په سیمه اونړى کى دسولى دپراختیا اوټنګښت په هیله په دغه  ورځ امریکایې چارواکو په افغانستان اوپاکستان کى خپل پوځی عملیات اوهوایې بمبارى بندى کړى وای، چې دنړى دټولو خلکو اوپه ځانګړى ډول افغانانوله امریکایې چارواکو څخه دغه رنګه هیله درلودله.

داځکه چې اوباما په خپلو لومړنیو خبرو کى په افغانستان کى دسولى لپاره آواز جګ کړ، اودغه اواز یو ساده کار نه وو، چې افغانان داوباما دغه رنګه څرګندونى یو نیک فال ګڼى. باراک اوباما دخپل کارپه دوهمه ورځ دیو فرمان په صادرولو سره دیو کال په اوږدو کى دګوانتانامو دزندان دبندولو امروکړ، او هم یې له سې آى اى نه وغوښتل چې ټول خپل پټ زندانونه هم وتړى اوهم په زندانونو کى دوهلو اورازراز ځورونو نه لاس واخلى. دګوانتانامو زندان دبوش دواکمنى په وخت کى جوړ شوى وو، چې اوس مهال په کى کابو ۳۰۰ تنه بندیان اوسیږى، او په دغه بندیانو کى کیدلاى شى چې له ۲۰ نه تر۳۰ تنو پورى افغانان وى. دباراک اوباما له دغه فرمان  څخه اروپایى ټولنى، دبشری حقونو موسسو اونورو خیریه ټولنو تود هرکلى وکړ. دګوانتانامو دزندان دفرمان دصادریدلو له امله دنړۍ خلک په دې باوری  شول، چى دامریکا ولسمشرڅه چى وایى هغه عملى کوی، اوپه پوره ډول دیو عملى سیاست څښتن دى . افغان ولسمشر حامد کرزی هم داوباما دګوانتانامو دبندیدلو له فرمان څخه تود هرکلى وکړ، اوهغه یې داوباما دبشرى حقونو داعادى په لاره کى یو مثبت ګام وباله . له بلى خوا،د افغانستان خلکو، په تېرو ۷کلونو کى ولیدل، چى دامریکا دپوځونو په شتون کى دامریکایې قومندانانو له خوا، دافغانستان په بیلا بیلو سیمو کى زندانونه جوړ شول، چې په نورو زندانونوکى زیات شمیر افغانان دغلطو راپورونو له مخى بندیان اوزیات په کى وځورول شول، اودغه زندانونه اوس هم شته دى، او په سلګونه افغانان په کى دژوند ډېرې سختې شپې اوورځې په کى تېروی. ددغه زندانونو په لړ کى له ټولونه لوى زندان دباګرام په امریکاېې اډه کى دبګرام لوى زندان دى. داسى ویل کیږى چې په دغه زندان کى افغانانو ته دګوانتانامو،دزندان په څیر ډېرې سختې سزاګانې ورکول کیږی. داسې ویل کیږی، چې دبوش دواکمنۍ په وخت کې امریکایانو غوښتل ،چى په بګرام کې د۶۰ ملیونو ډالرو په لګښت یو لوى زندان چې له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې بندیان به په کى اوسیږی جوړکړی،چې ددغه زندان دجوړولو له امله دټولو افغانانو سره زیاتى اندیښنى راپیداشوى دی. داچې اوس په امریکا کې دبوش، واکمنى پاى ته رسیدلى ده ،اوباراک اوباما ولسمشری په عملى توګه پیل شوى ده، نو دافغانستان خلک له اوباما څخه داهیله لری چې دخپل فرمان له مخى په ټاکلى وخت دګوانتانامو زندان وتړی اوهغه افغان بندیان چى دګوانتانامو، په زندان کې بندیان دی دافغانستان دولت ته وسپاری، تر څو، دافغانستان دولت دخپلو محکمو دحکم له لارې دهغوى دجرم سره سم دهیواد، دننه په خپلو زندانونو کى وساتى. له بلى خوا، افغانان غواړی، چې باراک او باما په افغانستان کى دامریکایې زندانونو دپوره تړلو امر هم خپلو امریکایې قوماندانانو ته ورکړى. ترڅوپه افغانستان کى دافغانستان ددولت دیو باصلاحیته پلاوى په ګډون امریکایې قوماندانان ډیرزر لاس په کار شى، چى په افغانستان کى خپل ټول زندانونونه وتړى اوټول بندیان افغانان دافغانستان دولت ته وسپارى، ترڅو دافغانستان دولت دخپلو محکمودتحقیق اوجرم دثابتولو له مخى ټاکلى سزا په خپلو زندانونو کى ورکړی، چې دغه کار به په ریښتینى توګه دامریکا دولسمشر اوباما یوبل نیک کار وی، چې دافغانانو دزړونو دلاس ته راوړلو لپاره به یې سرته ورسوی. داچى تراوسه پورې، باراک اوباما دنیکو کارونوپه سرته رسولو لګیا دى، نو ټول افغانان داهیله لری، چى اوباما په افغانستان کى دسولى دراتللو لاره، چې دبوش، دپوځی سیاست له امله ډیره لیرى شوې ده، ډیره زر رانژدې کړی او خداى دى وکړی، چى اوباما دنړیوالى سولى په ګټه لا هم زیات نیک کارونه وکړی.

دکمه بازگشت به بالا