تر اوسه پورې امریکا ،د افغانانو په خوښه کار نه دی کړى!

د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړی څخه څه د پاسه ۷ کاله تیر شول، چی د نوموړی کلونو په بهیر کې امریکا په خپل سر د تروریزم پرخلاف جګړه په داسې حال کې پر مخبیوله ، چی نه یی په پوره ډول د ناټو،د ځواکونو سره خپله همغږی  ښودله ،او نه یۍ د افغانستان دولتی ځواکونو ته ددی حق ورکاوه، چی پوځی عملیات ورسره شریک کړی او نه یی د افغانستان د اردو با تجربه افسرانو څخه د پوځی عملیاتو پر مخبیو لو کې د افغانستان د ځمکینو ځانګړتیاوو، او د افغانستان د خلکو د دود او دستور،د مراعتولو،په برخه کې ګټه واخیسته.

په افغانستان کې د امریکا یی ځواکونو په نیمګړتیا وو، او په خپل سرو،عملیاتو داسی نه وه، چی دافغانستان  دولت او خلک نه پوهیدل، بلکې هغه یی په خپل ورځنی ژوند کې د سر په سترګو لیدل، او د خپلو دوستانو په توګه یۍ  وخت په وخت امریکایی چارواکوته د هغوی نمګړتیا وی  ور په ګوته کولی، خو سړی دا نه شی ویلای چی امریکایی چارواکو، د افغانستان دولت او خلکو ته په کومه سترګه کتل، چی د افغانستان د خلکو او دولت غوښتنی، وړاندیزونه او پوښتنی یۍ پابیزه او بی ځوابه ګڼلی. په افغاسنتان کې د امریکایی ځواکونو بۍ ځایه غرور او خپل سریو، د افغانستان د ګاونډیو او سیمی هیوادونو سره هم سخته ویره را پیدال کړه، او په ټولیزه توګه یۍ د الاره ښه و ګنله چی په هره بیه کیږی، بآید چی امریکا او د هغی پوځی ځواکون، په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړه کې داسې ښکېل و ساتی،  چی امریکا هیڅوخت ددی توان پیدا نه کړی، چی د تروریزم پرخلاف جګړی تر پر دې لاندې خپل پوځی ځواکونه نورو هیوادونو ته ولیږی، اود ترویزم پرخلاف جګړه د خپلو سیاسی موخو، د ترسره کولو، له پاره پراخه کړی. په افغانستان کې په پوځی عملیاتو کې د بې ګناه ملکی  افغانانو مرګ ژوبله، د کورنو تلاشی، د  افغانان بندی کول،  افغانان په سپیو داړل، د افغانانو سره په زندانو کې بې ځایه سلوک او ځورونه نه یوازی دا چی د افغاسنتان د خلکو د کرکی او نفرت لامل شو، بلکی ګاونډیو، او د سیمی هیوادونو ته  یی هم سخته ویره را پیدا کړه. دا ځکه چی د افغاسنتان ددولت او خلکو، په وار وارله آمریکا نه غوښتنه وکړه ، چی خپل دغه ناوړی اعمالو ته د پای ټکی کیږدی، خو امریکا نه منله .افغانو له امریکا څخه غوښتنه کوله، چی په افغاسنتان کې داسی بنسټیز او د بیارغونی چاری سرته ورسوی چی بیکاره افغانانو ته کار پیداشی او د هیواد، اقتصاد ته ګټه ورسوی، خو امریا دا کار هم ونه کړ،  او هسې د افغانستان سره یۍ د مرستی په نامه څو کنفرانسونه جوړ کړل، چی په نوموړو کنفرانسو نو کې د افغانستان سره د مرسته شوو پیسودرک په ښکاره ډول لا تراوسه پوری د افغانستان د خلکو، او آن دا چی له نړیوالی ټولینې څخه هم ورک دى.
نن ورځ چی په پاکستان کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولی کوم بهیرچې  دطالبانو سره پیل شویدى، د امریکا له ویرې پېل شویدى، او په دغه ډول د پاکستان طالبان او حکوت دا غواړی چی د امریکا ،د پوځی ځواکونو له عملیاتو څخه ځان وژغوری، او آمریکا ته ددی وخت ورنه کړی، چی د تروریزم په ضد د مبارزی په بانه پاکستان ته لاس را ،اوږد کړی. د پاکستان حکومت او خلکو د امریکا د بې پیلوته الوتکو په بمبارۍ کې په خپلو قبایلی سیمو کې د بې ګناه خلکو مرګ ژوبله ولیدله، او ددغه بمبارۍ څخه یۍ ډېر څه زده کړل. نن د افغانستان ګاونډی او د سیمی نور هیوادونه، ټول په دی فکر کې دی چی د افغانستان لانجی ته څه رنګه د پای ټکی کیږدی، چی په سیمه کې دتروریزم پرخلاف د امریکا او ناټو جګړی ته د پای ټکی کیږدی.دخبری رسنیوله خولې په روان کال کې د اپریل او جون  په میاشتو کې د افغانستان د لانجی د حل لپاره د نړیوالو کنفرانسونو د جوړولو اعلان شویدی، روسیی هم غوښتی چی د افغانستان په اړوند د ټولو افغانی ډلو په ګډون دې یو نړیوال کنفرانس جوړ شی. په افغانستان کې د سولی سراسری شورا، او خلکو هم دغه غوښتنه کړیده ، چی د افغانستان د لانجی د حل له پاره دی یو نړیوال کنفرانس جوړ شی، او په دغه کنفرانس کې دی دا موضوع وڅیړل شی، چی ولی په افغانستان کې د امریکا  په مشرۍ د تروریزم پرخلاف جګړه د ناټو په ګډون پېل شوه، ولی دغه جګړې ۷ کاله دوام وکړ،  ولی ددغه جګړی د دوام له پاره امریکا او ناټو نور اضافی عسکر افغانستان ته رالیږی، ولی امریکا د افغانستان  دولت ته دا حق نه ورکوی چی د طالبانو سره په ډاډه زړه خبری وکړی، ولی امریکا په خپله د طالبانو سره خبری نه کوی، ولی امریکا په افغانستان کې د دولت او خلکو غوښتنی او وړاندیزونه نه منی؟
او په سلګونه نورې داسی پوښتنې؟
 په امریکا کې د اوباما، د اداری په منځته را تلو سره د افغانستان د دولت او خلکو، د وړاندیزونو او غوښتنو له مخې داسی نښی نښانی را په ډاګه شویدی ،چی داوباما اداره په پام کې لری. چی د خپلی نوې ستراتیژی په اړوند خپلی نظریې او غوښتنی د افغانستان له دولتی چارواکو سره هم شریکی کړی، او د امریکایی چارواکی له ۷ کلونو  وروسته په دی باور شول، چی په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړه د افغانانو، له ګډ ون او سلا مشو روپرته هیڅ برى او لاسته راوړنی نه لری.  دنوموړې نوې ستراتیژۍ په جوړوکې بله ستره پرمختیا داده، چې آمریکا د تروریزم پرخلاف جګړه کې پاکستان له افغانستان څخه بېل نه ګڼی ، نو ځکه یۍ د امریکا په نوی  ستراتژۍ کی د پاکستان د چارواکو، نظری او غوښتنې او د افغاسنتان د چارواکو نظری او غوښتنې اړینی وبللې، او په دغه موخه د روان کال د کب د میاشتی په ۴ مه د افغانستان پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د دفاع د وزیر جنرال رحیم وردک، د کورنیو چار د وزیر محمد حنیف اتمر او د ملی امنیت د لوی رییس امر الله صالح په غړیتوب امریکا ته روان شو، او د پاکستان له لورې یو پلا وى د پاکستان د بهرنیو چارو  د وزیر شا محمو د قریشی په مشرۍ هم دامریکا ته روان شو. نوموړو پلاوو، د سلواغی د میاشې په ۶ مه په واشنګتن کې یو تر بله سر ولیدل او خپلی نظر یی او غوښتنی یې یو بل ته سره په ډاګه کړی. د سلواغی د میاشتی په ۷ مه د چهارشنبی په ورځ د نوموړ پلاوو سره دآمریکا ،دبهرنیو چارو وزیرې هیلاری کلنټون، په جلا جلا توګه ولیدل، او له هغوی سره یۍ د امریکا د نوی ستراتژی په اړوند خپلی خبرې شریکی کړی. همدا رنګه د سلواغی د میاشتې په ۸ مه د پنجشنبی په ورڅ بآندی د امریکا، افغانستان او پاکستان د دری ګونو پلا وو ترمنځ خبری پیل شوی، چی د امریکا د پلاوی مشری د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما، ځانګړی استازی ریچارد هالبروک په غاړه در لود له، چی په نوموړی غوندو کې د دری واړو اړخونو، غوښتنی او وړاندیزو نه په ډاګه شول، او هم هغه نیمګړتیا وو ته ګوته و نیول شوه، چی په تیرو ۷ کلونو کې د تروریزم پرخلاف جګړه کې یۍ شتون در لوده او د طالبانو او تروریستانو د پیاوړتیا لامل شوی وو. په دغه غونډه کې د امریکا ،دبهرنیو چارو وزیری هیلاری کلنتون تروریزم د امریکا، پاکستان او افغاسنتان ګډ دښمن وباله او په راتلونکی کې یی هم ددغه رنګه غونډو په دوام ټینګار وکړ. نوموړی غوڼده د امریکا په تاریخ کې لومړنی ستره سیاسی پیښه ده چی آمریکا، په خپله ستراتژی کې د نورو هیوادونو، د چارواکی نظریو او غوښتنو ته ځای ورکوی او خپله ستراتیژی له نورو سره شریکوی. له دی څخه دا په ډاګه کیږی ، چی د اوباما اداری په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف د جګړی په بهر کې ډیر نوی څه زده کړی دی. د افغانستان دولت او خلک د او باما، دادارې دغه نوښت ته د قدر په سترګه وینی.  ددې په څنګ کې ددی هیله لری چی امریکا د خپلی نوی ستراتیږی په عملی بهیر کې افغان په پوره ډول د خپل ځان سره شریک و ګڼی او زیات کوښښ په دی وشی چی د تروریزم پرخلا جګړه کې د امریکایی ځواکونو هوایی بمباری په ټپه ودریږی، او په افغانستان کې  ټول پوځی عملیات د امریکا او افغانستان د پوځی افسرانو د یو ګډ کمیسیون له لاری اداره  او کنترول شی. او د بې ګناه افغانان د وژلو،له امله هم باید د مجرمو کسانو، له پاره  د نوموړی کمیسیون له لاری کلکه سزا و ټاکل شی اودافغانستان دخلکو په وړاندې دې پرې عملی شی .

دکمه بازگشت به بالا