بیا هم په غلطو پلوونو، قدم اېښودل کیږی

په دې ورځو کې امریکا غواړی، چې په افغانستان کې د ملیشو ځواک رامنځ ته کړی، چې په دې توګه اوبه خړې او په کې ماهیان ونیسی. په افغانستان  کې ملیشه یی ځواک او د هغوى کړنو ډېرې ناوړې پایلې درلودې .
په لومړۍ ځل د ١٣۵٨ لمریز کال په منی کې د لومړی وزیر حفیظ الله امین په نوښت د پغمان د ځینو خلکو نه ملیشه یی ځواک جوړ شو. چې لومړۍ ځل زموږ د هزاره وروڼو په ټکولو او ځپلو کې ترې کار واخیستل شو، خو کله چې د ١٣۵٨ کال د مرغومی په ۶ مه روسی پوځ په افغانستان یرغل وکړ ، دا پغمانی ملیشې چې د صدارت ماڼۍ شاوخوا او ارګ ته نږدې ځاى پر ځاى شوې وې، د روسی یرغلګرو  د توپ په یوه ډز سره یې ټولو پښې سپکې کړې.
سبا سهار ولیدل شول ، چې ددوى عسکری بوټان ، پطلونونه ، کمربندونه د کابل په مرکزی سرکونو کې پاتی و.
وروسته په ١٣۵٩ او شپیتمو کلونو کې د دوستم- عصمت  مسلم( قندهاری) سیدوهراتی، قند بچه….. او نورې ملیشې راوټوکیدلې.
اوس به راشو په افغانستان کې ددې ملیشو جنایتونو ته چې څه یې کړی.
د دوستم د ملیشو کرغیړنی کړنې:
په دې پلمه چې د پغمان په ښیرازه باغونو کې مجاهدین پټیږی اوله هغه ځاى نه دکابل په ښار توغندی توغول کیږی، د پغمان د چارماغو-ګېلاسو- ناکو او نورې ونې یې ووهلې او ښکلی پغمان یې په کنډواله بدل کړ.
ددوستم ملیشو په ١٣۶٧ کال په میدان وردګو ولایت کې عملیات وکړل، د  خلکو د کورونو اجناس یې ولوټل ، حتى په بوتلونه شات یې غلا کړل، زموږ د میدانی کورنیو زنانه کالۍ او غالی یې د کابل په کهنه فروشی بازار کې وپلورل.
دوستم ملیشو د لوګر په زرغون ښار او د تنګى واغجان په سیمو کې هم پورتنی کړنې ترسره کړې.
 همداملیشه وه چې دډاکتر نجیب سر یې هم وخوړ ، داسې نه شی چې په گانده کې امریکه هم دخپل کوم ګوډاګی سر په همدې ملیشو وخوری ، ځکه دې هیواد کې له شاه
شجاع نه نیولې تر…………..گوډاګیو پورې خپل سرونه خوړلی دی .
د عصمت مسلم د ډلې جنایت:
مُسلمى ملیشو په کابل ښار کې د لومړنیو تښتونو او اختطاف دود رامنځ ته کړ، ژڼی به یې تښتول، ښخینه هنرمندانې یې تښتولې، د عصمت مُسلم د جنایتونو ښه بېلګه د کابل په پولی تخنک  کې (دلویې جرګې په ورځ) د کورنیو چارو وزارت منسوبینو سره جګړه وه، چې شاهد یې ښاغلی ګلابزوى د اوسنی پارلمان غړی دی.
 د قند بچه ډله:
دهغه هلکتوب په چهاردهی کې ټولو چاردیوالو ته معلوم دی. دى چې د خلکو په ودونو کې ګډېده، وروسته ترې جهادی قوماندان جوړ او بیا دولت ته تسلیم شو.دې ډلې هم په
وروستیو کې وسلوالې غلا اوشوکماریو کې لاس درلود.
د سیدو هراتی ملیشو کړنې.
د  وى   په هرات ولایت کې کوم جنایتونه نه و چې ویې نه کړل. د صدراعظم خالقیار ټپی کېدل او دجنرال جلال رزمنده وژل کېدل هم د همدغو ملیشو د شومو کارونو پایلې وې.
د سیدو هراتی ملیشې په هرات کې د پاچه کشال ها په نوم یاېدې، دا څو لنډې بېلګې مو په دې خاطر راواخېستې، تر څو امریکائیان په دې پوه شی، چې د ملیشو جوړېدل، هغه جګړې مارې ډلې رامنځ ته کول دی، چې د طالبانو په کېبلی ډایاګ سره له هغو نه وسلې راټولې شوې وې.
 په دې لیکنه کې به یواځې د طالبانو کېبلی ډایاګ  ته مشروعیت ورکو، ځکه چې د هغوى کېبلی ډایاګ وکړاى شو، چې تر یو څه حده وسلې راټولې کړی او یا خو جګړه مار قوماندانان یې له ډاره د راښکاره کولو توان ونه لری.
خو هغه درې پړاویزه ډایاګ باندې چې په میلیونونه ډالره مصرف پرې راغې، پایله یې صفر وه. ځکه په دې دومره غټ لګښت یواځې زړې له کاره لویدلې او ډانګی وسلې راټولې شوې خو بیاهم گریس بند وسلې دقومندانانو سره پاتې دی چې اوس یې طالبان له هغو پیری.
په دې ډایاګ کې یواځې څو په گوته شمار کسانو ته د فساد موقع برابره شوه، چې په ډالرویې مزې، چړچې وکړې ،   حتى په دې ډالرو یې آسمان څکی جوړ کړل .
امریکائیان دلیل راوړی ، چې ملیشو په عراق کې ښه نتیجه ورکړې، خو عراق ، عراق دی او افغانستان- افغانستان!
دلته ډېر لوى توپیرونه شته، که د افغانستان ملیشو ته یوځل بیا وسله ورکړل شوه، په افغانستان کې به داسې جنایتونه رامنځ ته شی، چې امریکا به خپله ورته حیرانه پاتې وی او هغه وخت به وی ، چې بیا به د نړۍ هېڅ ځواک ونه توانیدلاى شی، چې مخه یې ونیسی.
په پښتو ژبه کې متل دى چې وایی :
ورانه به یې کړې ، خو جوړه به یې نه کړې

دکمه بازگشت به بالا