بیاهم بمباری اوبیا هم وژنه!

په تیرو ۷ کلونو کې د طالبانو او تروریزم پرخلاف جګړه کې د ایتلاف او ناټو، د هوایی بمباری له امله زیات شمیر بې ګناه ملکی کسان  چې زیاتره یې ښځی او ماشومان وو، له منځه لاړل. په روان کال کې د ننګر هار په هسکه مینه ، د نورستان د وایګل په ولسوالی، د شینډند په ولسوالۍ  د کندهار د شاولیکوت په ولسوالی ، د بادغیس د غور ماچ په ولسوالۍ او د تکاب په والسوالۍ او دادی د روان کال د لړم د میاشتی په ۱۸ مه د شنبی په ورځ د خوست په ولایت کې دهوایی بمبارۍ له امله په سلګونه بې ګناه ملکی وګړی ووژل شول ، اودادى دروانې میاشتې په ۱۸مه  دلغمان ولایت د علیشنګ په  ولسوالۍ باندې دبمبارۍ له امله بې ګناه ملکی کسان په ډله ییزه توګه د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان شول.

چې ددغه پېښې دڅیړلوله پاره دحامد کرزی له خوا،یو پلاوى نوموړې ولسوالۍ ته ولیږل شو ،چې دتحقیق په جریان کې داپه ډاګه شوه ، چې په نوموړې ولسوالۍ کې ۱۷تنه بې ګناه کسان دښځواو ماشومانو په ګډون شهیدان شوی دی، خو بهرنی ځوکونه وایی چې دوى ۳۲تنه مخالفین وژلی دی . په دغه رنګه دردونکو پېښوکې د خلکو سره د غمشریکی له پاره په  تیر وخت کې خپله ولسمشر حامد کرزی د هسکی مینی او د شینډنډ ولسوالیو ته ورغی او د شهیدانو، له کورنیو سره یۍ خپله غمشریکی وښودله. ولسمشر حامد کرزی ددغه رنګه پرله پسې دردوونکو پیِښو، له امله تل داخبره کړیده چې نور ددغه رنګه پېښو   په وړاندی  زغم نه لری. ولسمشر ددغه دردونکو پیښو، د مخنیو له پاره څو وارې له امریکا او ناټو څخه غوښټی دی چې په پوځی عملیاتو کې د ملکی کسانو، له وژلو څخه ډډه وکړی، او خپل راپورونه د افغانستان د دولت سره شریک کړی او بیا دی د ملی اردو په ګډون د هغۍ په عملی کولو، لاس پورې کړی.
 ولسمشر حامد کرزی، د روان کال د لړم د میاشتی په ۱۵ مه د آمریکا نوی جمهور رییس باراک  اوباما نه د مبارکۍ د څرګندلو په ترڅ کې هیله وکړه، چی په افغانستان کې دخپلې واکمنۍ په وخت د هوایی بمبارۍ له امله د ملکی کسانو د وژنی مخه ونیسی.
په تېرو ۷ کلونو کې ولیدل شول ، چې آمریکا د افغانستان د ولسمشر غوښتنی ونه منلی او د هرې دردونکی پیښی په وخت کې د تیرو  تنې په نامه خپل ځان د تاریخی او نه بښونکی مسوولیت څخه خلاص کړیدی، او د پیښی په اړه یی تش د تحقیق او څیړنی خبری کړیدی، چې په تېرو ۷ کلونو کې د آمریکا په هوایی بمبارۍ کې د بې ګناه ملکی کسانو، د وژلو، مسوول کسان هیچاته په ډاګه نه شول . نن هغه بی مسوولیته مرګ ژوبله چې د افغانستان په خلکو روانه ده د نړۍ په تېرو او سنی تاریخ کې سارى نه دی لیدل شوى. نن په افغانستان کې دآمریکا، د ځمکینو او هوایی بمباریو،له امله د بې ګناه افغانانو وژنه، د نړیوالی ټولنې له سترګو څخه پټه نه ده ، او د نړیوالې ټولنی د پوره ځواکونو په شتون کې نن بشری حقونه تر پښولاندې کیږی. د بی ګناه افغانانو د مرګ ژوبلی په اړوند نن د نړیوالی ټولنی د بشری حقونو څانګه یوازی په افغانستان کې د افغانانو د مرګ ژوبلی د رپوټونو، په لیکلو خپل ځان بوخت ساتی. آیا د نړیوالی ټولنی د بشری حقونو ځانګه د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلی د مخنیوی په اړوند کوم نړیوال مسوولیت نه لری؟
د نړیوال ټولنې د بشری حقونو څانګه باید له ځانه دا پوښتنه وکړی، چی په  تیرو ۷ کلونو کې د پوځی عملیاتو په ترځ کې د هوایی بمبارۍ له امله طالبان او تروریستان پیاوړی شول، او که کمزوری؟
ددغه پوښتنی په وړاندی په خپله نړیواله ټولنه په دی باوری ده، چی طالبان او تروریستان پیاوړی شویدی. چی ددغی پیاوړتیا لامل په ملکی  بی ګناه افغانانو باندی د امریکا په بمبارۍ کې نغښتی دى. که خبره را لنډه کړم او ووایم چې په افغانانو د امریکا او ناټو د هوایی ځواکونو ،بمباری د ګټی په ځای تاوان رسوی او په لوی لاس د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د افغانانو د غچ اخیستنۍ احساسات او کرکه را پاروی   دا به د اوسنیو سیاسی او پوځی مبصرینو، له نظره بې ځایه خبری نه وی. آن دا چی په خپله امریکایی او ناټو، قوماندانان هم د هوایی بمبارۍ د مرګ ژوبلی له امله دغه خبره منی. نو ددغه رنګه واقعیت په ډاګه کولو سره ولې نړیواله ټولنه او په ځانګړی ډول د نړیوالی ټولنی د بشری حقونو څانګه په افغانستان کې د آمریکا او ناټو، په بمبارۍ کې د بې ګناه ملکی افغانانو د مرګ ژوبلی ننداره کوی او چوپه خوله ناسته ده؟
په پوځی عملیاتو کې ولی هوایی بمباری نه بندوی؟
نړیوال ټولنی او په ځانګړی ډول امریکا او ناټو ته په کار ده ،چې په افغکې په خپلو ستراتیژیو کې په پوځی عملیاتو کې د هوایی ځواکونو بمباری په غوڅه توګه بنده کړی، اوپه نستان هغه سیموکې چې هوایی بمبارۍ ته اړتیا لیدل کیږی،  امریکایی قوماندانو ته په کارده ،چی دافغانستان د دولتی چارواکو، ملا امامانو او د کلی د خلکو،د سپین ږیرو له نفوذ څخه کار واخیستل شی،چې په دغه ډول هره ستونزه دخبروله لارې حل کېدلای شی او دیته اړتیا نه پیدا کیږی چی په بی ګناه کسانو بمباری وشی. او د بهرنیو ځواکونو په وړاندی د دولت او خلکو غوسه او کرکه را و پاروی.

دکمه بازگشت به بالا