باید چې اړو کسا نو ته ډیر زر غنم ورسیږی!

د نړیوالو سرچینو له خوا، ویل کیږی چې د سږنی ژمی په بهیر کې په افغانستان کې ۶ میلیونه وګړی د خوراکی توکو د کمښت سره مخامخ دی. چی په ټولیزه توګه نوموړو، وګړو ته دوه میلیونه ټنه خوارکی توکې په کاری دی. د افغانستان دولت د نوموړو سرچینو، د رپوټونو له مخی هڅی پېل کړی، چې د دغه ناورین د مخنیوی له پاره د یو شمیر هیوادونو، سره د غنمود درانیولو قرار دادونه لاسلیک کړی، چی په دغه ډله کې یی د ۵۰ زره ټنو غنمو، د رانیولو قرار داد، د پاکستان سره لاس لیک کړ،چې  دولت و توانیده  له پاکستان څخه ۵۰ زره ټنه غنم کابل تا را ولیږدوی، چی له نوموړو غنمود څخه یوه اندازه همدا اوس یو شمیر ولایتونوته لیږدول شویدی،

او په یو شمیر مستحقو کور نیو باندې یی دویش لړۍ روانه ده.  دولت په پلان کې لری چې مستحقو خلکو ته دوه سوه زره ټنه غنم په را روان ژمی کې وویشی.
او هم له نړیوال بانک څخه ۴۰۰ میلیو نه ډالره ، د غنمود د رانیولو، له پاره تر لاسه کړی ،چی کابو سل میلیونه ډالره یۍ له نوموړ پیسو څخه تر لاسه کړی دی. له بلی خوا، آمریکا، غواړی چې دوه سوه زره ټنه غنم افغانستان ته ورکړی. د ملګرو ملتونو، د غذایی  سازمان له خوا، هم ۳۴ زره ټنه غنم په افغانستان کې د کونډو ښځو، له پاره ورکول کیږی، چی د نوموړو مرستو په رارسیدلو، سره کېدلای شی چی تر زیاتی اندازی پوری په افغانستان کې د لوږې مخه و نیول شی.
له بلی خوا، د روان کال د لیندۍ د میاشتی په ۲۴ مه دتېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د قزاقستان او د افغانستان د تجارت د وزارت ترمنځ د دوه سوه زرو تنو غنمو او د  سون د موادو، د را نیولو تړون لاسلیک شو. دغه تړون په داسی وخت کې لاسلیک شوه چی په کابل او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خوراکې توکو بیی ډېرې لوړی شوی دی، او د بیکارۍ له امله زیاتره خلک نه شی کولای چی خوراکی توکې واخلی. همدا رنګه په یو شمیر ولایتونو کې بز ګرانو دا پریکړه کړیده چی نور به له یو مخی دکوکنارو، له کرلو څخه لاس په سرکېږی. او د کوکنارو په ځای به غنم او نور خوراکی توکې کری. ددی له پاره چی په دغه برخه کې د بزګرانو سره مرسته شوی وی، نو په کار ده چی د  کرنی وزارت او د نیشه یی توکو پرخلاف د مبارزی وزارت د بزګرانو سره د غنمو،د تخم، کیمیاوی سرې او د نورو سامان آلاتو، په برخه کې د هیواد، په ټولو ولایتونو کې د بزګرانو سره مرسته وکړی، ترڅو د هېواد، زیاتره بزګران دیته حاضر شی، چی په خپله  خوښه د کوکنارو، له کښت څخه لاس واخلی. دا چی دولت په خپل وخت د اړو کسانو له پاره خوارکی توکې برابر نه کړل، داد دولت یوه ستره نیمګړتیا او  تېرو تنه ده، خودا چی د ولت بیا هم غواړی چی د اړوکسانو له پاره خوراکی توکی ترلاسه کړی، او اړوکسانو ته یۍ د هېواد، په بیلابیلو ولایتونو کې ورسوی، دا یوه ښه هڅه ده، خو خلک د دولت ددغه هڅی په بهیر کې وینې چې همدا اوس د غنمو په ویش کې عدالت نه تامنیږی او خلک شکایت کوی چی غنم اړو کسانوته نه ورکول کیږی، یا خو د څو تنو مسوولو اشخاصو له خوا، په بازارونو کې پلورل کیږی او یا خو  واسطه والا او یا زورواکو خلکو، له پاره ورکول کیږی. له بلی خوا، اوریدل کیږی چی په غنمو بار لاری د لویو لارو په اوږدو کې د غلو او داړه مارانو، له خوا چور کیږی، چی ددغه ناوړه کار له امله په زرګونه تنه اړکسان د لوږی سره مخامخ کیږی. نو دولت ته په کار ده چی د اړوکسانو، له پاره د خپلو قرار دادونو له مخې دسالمواوبې زیانه  غنمو په رالیږدلو، او اکمال کې خپلې هڅې څو چلند کړی او هم د لویو لارو په اوږدو کې د اکمالاتی کتارونو امنیت په پوره ډول ونیسی او یا کوښښ وکړی چی د خوراکی توکو د انتقال په برخه کې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو، له الوتکو څخه ګټه واخلی، او هم د غنمو،د ویش په برخه کې له پوره غور څخه کار واخلی، او کوښښ وکړی چی په یقینی ډول اړکسان وپیژنی ،او  غنم پرې وویشی، او هغه دولتی چارواکې چی له نوموړو غنمو څخه د ځان په ګټه کار ا خلی او یایی په خپلو، خپلوانو او واسطه والاوو، ویشی په سملا سی توګه وپیژندل شی او قانونی سزا، ورته ورکړل شی، ترڅو د نورو له پاره د عبرت درس شی.

دکمه بازگشت به بالا