بانکیمون هم د حامد کرزی ننګه وکړه!

د تېرې چهارشنبی په ورځ  په ناڅآ پی  ډول د ملګرو ملتونو سر منشی بانکیمون کابل ته راورسید. په کابل کې د افغان ولسمشر د حامد کرزی له خوا، تو د هر کلی ورته وویل شو. بانکیمون له حامد کرزی سره په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړی، د نیشه ی توکو د قاچاق او په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د قواو، د عملیاتو په بهیر کې د بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلی د مخنیوی په اړوند پراخی خبری وکړی.

دواړو مشرانو، له خبرو وروسته په یو خبری کنفرانس کی دیو شمیر خبریالانو په وړاندی یو شمیر پوښتنو ته ځوابونه وویل. د خبرو په بهیر کې بانکیمون د افغان ولسمشر د هغه دریځ په وړاندی چی د امریکا او ناټو، قواوونه غواړی چې د پوځی عملیاتو په بهیری کې د افغانانو کورونه تلاشی نه کړی، بې ګناه افغانان بندیان نه کړی او په هوایی بمبارۍ کې د بې ګناه ملکی کسانو، مرګ ژوبله را منځته نه کړی، په پوره ډول خپل ملاتړ ښکاره کړ، او په افغانستان کې له ټولو بهرنیو ځواکونو نه یې و غوښتل، چې خپل پوځی عملیات د افغانستان د دولت د ځواکونو سره همغږی کړی او ډیر پام وکړی چې په راتلونکې کې د بې ګناه افغانانو مرګ ژوبله را منځته نه شی. بانکیمون دا هم ښکاره کړه، چی دى چمتو دى، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې خپلی مرستی په پوره ډول د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په واک کې ورکړی. په دغه خبری کنفرانس کې افغان ولسمشر په ډیره زوړتیا د آمریکا په وړاندی له خپل دریځ څخه دفاع وکړه، او وی ویل چی : له ۲۰۰۵ زیږیز کال څخه را په دیخوا، ما له امریکا او ناټو څخه په پرله پسی ډول غوښتنه کړیده، چی په هوا یی بمبارۍ کې د ملکی کسانو له مرګ ژوبلی، د کورونو له تلاشئ او د بې ګناه خلکو له نیولواوبندی کولو نه ډډه وکړی. دا ځکه چی دغه کار له یوې خوا، د خلکو بآور په خپل دولت له منځه وړی او له بلی خوا، د افغانانو کرکه د بهرنیو ځواکونو، په وړاندی ډېر وی ، خو په ډېر افسوس چې زما خبرو ته تر اوسه پوری چا غوږ نه دى نیولى. په موږ باندې بهرنیان د مطبوعاتو له لارۍ فشار راوړی، خو زه په کلکه دا وایم چې امریکا او ناټو باید زموږ سره کینې او زموږ سره دی مخامخ خبری وکړی، موږ غواړو چی زموږ اړیکې ښی شی.
 افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سر منشی دوهم سفر په داسی وخت کې سرته ورسید چی په افغانستان کې د ټولټاکنو د نیټی په سر د افغاسنتان د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون له خوا، د راتلونکو ولسمشریز ه او ولایتی شوراګانو د ټاکنو له پاره د راتلونکی لمریز کال د زمری د میاشتی ۲۹ مه په ګوته شویده. او په دغه اړوند د مشرانو جرګی او دولسی جرګې د غړو ترمنځ سختی نا ندرې روانې دی، او هم د دولت او پارلمان ترمنځ او هم د یو شمیر سیاسی ګوندونو، او آزادو سیاستوالو، ترمنځ ددې غوښتنه کېږی چې د اساسی قانون له مخی د راتلونکی کال په  پسرلی کې باید  ټولټاکنې سرته و رسیږی. افغان ولسمشر هم په نوموړی خبری کنفرانس کې د بانکیمون په وړاندی وویل : چی دی کوښښ کوی چی ټولټاکنو ته د مشروعیت یوه لاره پیدا کړی او په دغه برخه کې د مشرانو او ولسی جرګی د مشرانو سره او هم یی د عدلی د وزیر سره خبری کړیدی. له بلی خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سر منشی ځانګړی استازی کی آیډی، هم د  ټولټاکنو د نیټی د ټولټاکنو د خپلواک د کمیسیون د  اعلان هر کلی کړیدی او ویلی دی چی  تر دغه وخت کېدلای شی. چی ملګرو ملتونه، د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په واک کې خپل ټول مالی او لوژیستیکی امکانات ورکړی. له روانو حالاتو څخه دا په ډاګه کیږی، چی افغان ولسمشر له یوی خوا، د امریکا او ناټو د سخت فشار لاندی راغلی دی  چی  دده د ولت یو کمزوری او له اداری فساد، نه ډک دولت ګڼی، او له بلی خوا نه کورنی اوپوزیسیون هم د سخت فشار لاندی نیولی دی چی داساسی قانون سره سمی باید ټولټاکنو سرته ورسیږی، او ګواښ کوی چی که چیرته ولسمشر کرزی د اساسی قانون له مخی خپله دنده خوشی نه کړی، نو کېدلای شی، چی ډېر بد حالت منځته راشی.   د ملګرو ملتونو سرمنشی بانکیمون په دغه ناڅایی او لنډ سفر کې په خپله د افغان ولسمشر له خوا نه هغه څه واوریدل، چی په راتلونکی کی په افغاستان کې د سولی د ټینګښت او د ولسمشریزه ټولټاکنو د سرته رسولو له پاره اړین بلل کیږی. نو بانکیمون ته په کارده چی د خپلی سیاسی هوښیار تیار او زړور تیا له مخې له یو خوا، په امریکا او ناټو فشار راوړی چی خپل کړه وړه ټول د افغانستان د دولت او خلکو د هیلو سره سم سرته ورسوی او په افغانستان کې یوه داسی ګډه مرکزی قومانده رامنځته کړی،چې په پوره ډول ټول پوځی عملیات اداره او کنترول کړى شی او ددی په څنګ کې په افغانستان کې خپل استازی کې آیده ته دنده ورکړی چی د خپلو امکاناتو په نظر کې نیوله سره افغان دولت او ټولی افغانی ډلی د ټولټاکنو د سرته رسولو په یوی مناسبی نیټی سره سلا کړی. ترڅو راتلونکی ولسمشریزه ټولټاکنو د سولی او امن په فضا کې پرته له د رغلئ د ملګرو ملتونو ،تر کلکی څارنی لاندی سرته ورسیږی.

دکمه بازگشت به بالا