اې خلکو ! ستره بلا راروانه ده

د افغانستان حالت دا ښئی چې څو میاشتې وروسته به په افغان  مظلوم ملت بیا هم ستره بلا را نازله شی. ددې بلا د راتګ د عواملو وړاندوینه په لاندې ډول کیدای شی.
 ١.  په قبایلی سیمو سوات او ملاکنډ ډیوژن کې د نفاذ شریعت په نوم القاعده او طالبانو ته واک سپارل په ډاګه په یوه دولت کې دیوه بل بنسټپالی دولت جوړول دی ځکه په دې کار سره د اتحاد المجاهدین په نوم د  شمالی او سویلی وزیرستان د بیت الله محسود ، حافظ ګل بهادر او ملا نذیر ډلې د  القاعده تر مشرۍ لاندې   سره یو ځاى شول، چې په راتلونکی پسرلی کې به د افغانستان په سرحدی سیمو کې لوی ناتار جوړوی ا و دوی سره به   دیرش زره نوی وسلوال هم یو ځای کیږی.
٢. دپاکستان ددولت لخوا په دو ورځو کې دیرش زره نوی طالبان د وسلو په ورکولو سره په قبایلی سیمو کې وزیږیدل، امریکا خو د عراق تجربې دلته لابراتواروی خو هغه خلک چې هلته وسلوال کیدل هغوی مترقی او روڼ اندی و، مګر دلته دا خلک بنسټپالی دی.
٣:دناټو او ائیتلاف هغه په زرګونه میله وسلې او دپرسونل ضد برتانوی بمونه چې وروسته له غلا کیدودطالبانولاس ته غور ځیدلی ،په راتلونکی پسرلی کې پر افغانانو استعمال او آزمویل کیږی .
 ۴: د حکومت په واکداره کړی کې دومره ناهیلی او مکار کسان شتون لری چې فکر یې هم نه شی کیداې، آن تر دې چې د ولسمشر لمړی مرستیال هم په حکومت تور لګوی چې له فساد او درغلۍ ډک حکومت پر افغانانو مسلط دی.
 ۵.  د انتخاباتو کمیسیون – کای ایده- اوباما- یوناما او نړیوالې ټولنۍ د ټاکنو نیټۀ دراتلونکی کال د زمری ٢٩ مه وټاکله خو دې ته یې فکر نه د ه چې همدا اوس   د کرزی شاوخوا خالی شوې ده او په حکومتی کړیو کې څوک د چا امر او خبر نه منی.
بهرنیو جاسوسی کړیوته په ژمنتوب سره یو بل ته د شک په سترګه ګوری. او یو پر بل ناګمانه دی. نو په دې توګه له همدا اوس نه دواک تشه په محسوسیدو ده . دا چې په هغه درې میاشتو راتلونکې تشه کې به څه پیښ شی یوازې خداې ته معلومه ده خو هر څه چې پیښیږی د افغانو په خیر نه ده.
۶: هغه ټکنى وحدت چې د افغانانو ترمینځ د لنډ مهالۍ حکومت په راتګ سره مینځ ته راغلی و اوس بیرته له مینځه تلونکی دی. ځکه جبهه یې یوې خواته کشوی. جمهور ی ګوند چې پخوا د کرزی ګوند ګڼل کیده او نیمایی غړی یې د حکومت چارواکی و بله خوا یې ډنګوی،ضمناًناراضیان بیا نورې ببو لالۍ غږوی او هغو کسانو چې ځان  یې راتلونکی ټول ټاکنو ته کاندید کړی ، خلک یې په مختلفو ډلو او ګروپونو ویشلی.
٧. د هیواد  امنیتی کړیو کړنې او فعالیتونه خپلو جلا جلا بادارانو ته په وفادارۍ سره، هرې خواته متوجه او یو ( سنترال مرکزیت) نه لری، حتی په دې امنیتی ځواکونو کې، ځینې  ځواکونه ډیر ستر وحشتناک او اختطاف ګر ګروپ لکه د چیف خدا داد ګروپ ته کار کوی چې حتى بهرنیان یې د کنترول توان نه لری، دا ګروپ دومره ځواک او په امنیتی ځواکونو کې نفوذ لری چې د چا پلار یې د نوم   اخستلو توان نه لری، دا خو پر ځاې پریږده چې څوک ورته څه ووایی.
٨. که چیرې په راتلونکی پسرلۍ کې د واک د تشې غم ونه خوړل شی او حکومتی لوړو چارو، او په ځانګړې توګه امنیتی ځواکونو رهبری ته صادق، وطنپرست او خپلو دندو ته لیواله کسان ونه ګمارل شی او همدا کړۍ چې نا هیلی شوی او واڼی یې تښتیدلی   پاتې شی چې هغه د چیف له ګروپ سره اړیکې هم ولری، نو دا شونې ده چې په افغانستان کې به داسې یوه بلا او  ناورین راشی، چې هیڅ څوک به ورته پښې ټینګې نه شی کړای، نو هیله داده چې ټول افغان  ولس ،چارواکی او نړیواله ټولنه دې ټکوته پام وکړی اوسر لا له اوسه یې غم وخوری.

دکمه بازگشت به بالا