اوبا ما دې وسلورا ټولولو ته پام وکړی !

په افغانستان کې دروانې د یرش کلنې جګړې ددوام ستر لامل په نا قانونه توګه  دیو شمیر خلکو سره دوسلوشتون اوهم په نا قانونه توګه دیوشمیر ګا ونډیو هېوادونو څخه دوسلو قاچاقدى.
په افغانستان کې دوساو دشتون له امله په تېرو ۳۰ کلونوکې دافغانستان خلکو راز راز ستونزې وګاللې. ددغه ستونزو په بهیرکې بې شمیره ئۍ ګناه کسان ووژل شول ، ټپیان شول او با لاخره دهمدغه وسلو دشتون له امله یوشمیر کسان دکورنیو اوشخصی دښمنیو له امله بهرنیو هېوادونوته کډوال شول.

موږباید دا ومنو، چې که په میلونونو افغانان د جګړې له وېرې نن په بهرنیو هېوادونوکې د کډوالۍ  شپې اوورځې تېروی نوپه زر ګونه افغانان دوسلو دشتوناو کورنیو دښمنیو له امله هم په ګاونډیو او نورو هېوادونوکې دکډوالۍ شپې تېروی .موږولیدل چې په ۱۳۷۱لمریز کال دغوایی په ۸مه په کابل کې دپاکستان په لاس دمجاهدینوحکومت  جوړ شو ،او دپاکستان حکومت دخپل آى . اس.آى دپخوانی مشر جنرال حمید ګل په کابل کې دیو شمیر تنظیمونو لار ښوونه په  غاړه واخیسته . نو دنوموړی په دستوراو هم دایران په لار ښوونه دافغانستان داردو په  سپکو اودرنو و وسلو چور او تالان جوړ شو . دافغانستان داردو په وسله تونکې په زر ګونه میله وسلې زېر مه شوې وې ، چې له یو مخې د تنظیمونو له خوا، چورشوې، اوهم هغه زېر مې  چې په  قطعو، په فرقو،اوقول اردوګانوکې یی شتون درلوده ،هم دوسله ولوکسانو له خوا ،اوجنګسالارانو له خوا ، چور او بهرته یی دخرڅولو لپاره ولیږدولى، ان داچى ټانکونه ،زره پوښونه اوداوردونورپوځى تخنیک اوتجهیزات په بهرنیو هیوادونو کى وپلورل شول، اونن زیاتره کسان داردودسپکو اودرنو وسلو دپلورولو په پیسو زمونږ په وړاندى دوټرونو، کورونو، هوټلونو، مارکیټونو،بانکونو اونوروشتمنیو څښتنان شویدى. په تیرو۷کلونو کى دحامد کرزى په مشری حکمتونوونه شو کولاى چى د ډی ډى آر. اوډایاګ دپروګرام له مخى له یو مخى سپکى اودرنى وسلى دوسلوالو کسانو اوقومندانانو څخه راټولى کړې. په تیرو۷کلونو کى په سلګونه دوسلوزیرمى کشف شوى اودولت تخلیه کړى خودادرک چا ته معلوم نه شو چى دغه وسلى ایا په ریښتینه توګه دملى اردو وسله تون ته ورکړى شوى اوکه په شخصى توګه په قاچاق برانو وپلورل شوى؟   دتیرو۷کلونو تجربى له مخى خلک په دى باوردى چى لااوس هم په هیوادکى کابو ۲۰۰۰ وسلوالى ډلى دخپلووسلو اودوسلو دزیرمو شتون لرى. ددى په څنګ کى زیات شمیر قومندانان اوجنګ سالاران هم شته دى چى وسلوال کسان اودوسلوزیرمى لرى اوهم په دولت کى یوشمیر کسان شته دى چى دخپلووسلو دشتون له امله داامتیاز یى کټلى دى چى په دولتى لوړو څوکیو هم کینى او په راتلونکى کى هم دخپلو وسلو اووسلوالو کسانودشتون له امله بیا په راتلونکى کى ددولت په دری واړو ارګانونو کى خپل ځان ټیګ وساتى. له بلى دهمدغه ددرى کسانو په شتون کى دولت ونه شوکړلاى چى په بشپړ ډول د ډی ډی آر او ډایاګ پروګرام عملى کړى اوخلک دوسلو دغمه خلاص کړى. که په یوه جمله کى ووایو نو دابه بی ځایه خبره نه وى چى په افغانستان کى په تیرو ۷کلونو کى دوسلو حکومت وو نه دقانون. افغانانو په تیرو۷کلونوکى خپل دولت اونړیوالى تولنى ته په بار بار ویلى اوغوښتنه یې کړى ده چى په افغانستان کى دټوپک قانون له منځه یوسى چې دغه قانون هغه وخت له منځه تللى شى چى په افغانستان کى دوسلوزیرمى اووسلوال کسان له منځه لاړشى، خونړیواله ټولنى نه وسلى له منځه یوړى اونه یې وسلوال کسان بى وسلى کړل اونن په افغانستان کى دتروریزم پرخلاف دجګړى له دوام له مخى هم دناقانونه وسلو اودوسلودزیرمو اودوسلوالو کسانو په شتون کى ښکارى اوکیدلاى شى چى زیاتره په همدغه دى لارى دطالبانو تروریستانو لیکى پیاوړى شى. دتیروخبرو په دوام څوورځى مخکى هم داسى خبرخپورشوچى دملى ارادودکشف له امله دوسلوڅوزیرمى کشف شوى چى دغه لړى بى له شکه چى په راتلونکى کى به هم دوام ومومى. اوس مهال مونږاورو چى دامریکا ولسمشر باراک اوباما دافغانستان لپارره دیونوى ستراتیژى په جوړولو دخپلو پوځى اوسیاسى مشاورینو سره په کار لګیا دى. نو په کارده چى اوباما اودهغه پوځى سیاسى ستراتژستان په افغانستان کى په ناقانونه توګ دوسلو شتون اوزیرمى اوهم ناقانونه وسلوالى ډلى اوقومندانان په پام کى ونیسى. زه اوباما ته داخبره په زغر ده کوم چى: کى چیرته دافغانستان دخلکو په حال باندى رحم کوى اوپه افغانستان کى دسولى دټینګښت په هیله وى، نودخپلۍ ستراتیژى په سرکى دى دافغانستان دخلکو لپاره دسوکالى، کار، زده کړى اوله یومخى دوسلوراټلولو ته ځاى ورکړه. داځکه چى په دغه برخه کى ټول افغانان دستا ملاتړى دى اوله دغه کار پرته نه افغانان دستاملاتړى دى اونه دى نوى  ستراتیژى دافغانستان دخلکو په درد خورى.

دکمه بازگشت به بالا