اوباما باید دیوى پراخې غونډى بندوبست وکړی!

په امریکا کى دباراک اوباما، دنوى حکومت دبهرنیو چارو وزیرى هیلارى کلنټون دامریکا دسنا په مجلس کې دخپلى رایې اخیستنى په وخت کې په افغانستان کى دحامد کرزى ددولت په اړوند وویلى: دافغانستان دولت دمخدره موادو، فاسد اوناتوانه دولت دى. افغانستان یوملى اونوښتګر دولت ته اړتیالری، چې دفساد، په ضد په کلکه مبارزه وکړاى شى، دقانون حاکمیت ته پراختیا ورکړاى شی او دخلکو غمخورواوسی.

دامریکا دبهرنیو چارو اوسنۍ وزیرى هیلارى کلنټون داخبره هم وکړه چى له ۲۰۰۱ زیږیزکال راهسى تراوسه پورى امریکا دکرزى ددولت سره ۳۲ملیارده ډالره مرسته کړیده او کیدلاى شى چى په راتلونکى کې دآمریکا ولسمشر باراک اوباما، نورې پیسى هم دافغانستان دولت ته ورکړى. له بلى خوا، دامریکا دولسمشر مرستیال جوبایدن دروان زیږیز کال دجنورۍ دمیاشتى په لسمه چى کله کابل ته راورسید، اودحامد کرزى سره یې په افغانستان کى دتروریزم پرخلاف دجګړى په دوام اودامریکا په راتلونکو مرستو اواضافی سرتېروپه را لیږلوخبرى وکړى. داسې ویل کیږې، چى دجوبایدن خبرې دحامد کرزى سره دده په زړه نه وې. جوبایدن چى کله امریکا ته ورسید، نووى ویل چى: په افغانستان کى به دروان کال په سرکې دتروریزم پرخلاف جګړه ډیره توده وې ،خووروسته به بیا سړه شى.نوموړی په افغانستان کې دادارى فساد په اړوند هم خپلى اندیښنى ښکاره کړى. په افغانستان کې دنوموړو،لوړرتبه امریکایې چارواکو له خوا ددغه رنګه اندیښنو په ښکاره کولو سره داپه ډاګه کیږې، چې په امریکا کې داوباما دحکومت په پیل سره چې دلوړې له مراسمو وروسته یی دروان زیږیز کال دجنوری دمیاشتې په ۲۱مه رسما په کارپېل وکړ،  دافغانستان  اړوند ،به دامریکایې چارواکو کړه وړه له یومخى بد لون ومومی.دلته چى څه شى مهم دى، هغه دادى چى دامریکا اوسنی چارواکې باید داپوښتنه له ځانه هم وکړی، چى ولى په تیرو۷کلونو کى دامریکا پوځى ځواکونو ،ا ود  زیاتو مشاورینو په شتون کې په افغانستان کې امنیت ټینګ نه شو ،ادارى فسادزیاد شو، دولت دمخدره موادو په دولت بدل شو، اوبالاخره دحامدکرزی دولت دومره کمزورى اوناتوانه شو،چى نه یې امریکا خبره منله اونه یې ناټو، اوان داچې دننه په دولت کې ورته مخالفین اواپوزیسو ن  هم  پیدا شو، اودطالبانو اوتروریستانو لیکى ورته  لاپیاوړې شوى؟ دنوموړی حالت په رامنځته کولوکې، امریکا دحامدکرزى دواکمنۍ په ټولو برخو کى شریکه ده، دحامدکرزى حکومت ددوى په شتون کې کمزورى، فاسد اوناتوانه شویدى . نن ورځ امریکا دافغانستان دخلکو په وړاندې له سترمسولیت څخه ځان نه شى خلاصولى. له بلى خوا په افغانستان دتروریزم پرخلاف جګړه چې دامریکا په مشرۍ پیل شویده، اوددغه جګړې په بهیرکى دافغانانو انسانى اومادى شتمنى دامریکا دګټو قربانى شویده. نن ورځ دافغانستان د خلکو په وړاندى دحامدکرزى په حکومت باندې دآمریکا له خوا، درازراز تورونو لګول ،دافغانستان دخلکو له پاره هیڅ ګټه نه لری. دامریکا دنوى ادارى چارواکې باید په ډېره هوښیارۍ په دى خبره غوروکړی، چى څنګه کولاى شی، چى په افغانستان کى دادارى فساد، قاچاق، تروریزم اونورو مفاسدو په وړاندى داسى ستراتیژی رامنځته کړى چى وکولاى شى په افغانستان کې ددولتی واکمنۍ دپیاوړتیا، پراختیا اوداساسى قانون دعملى کولو لپاره شرایط  برابر شى. دامریکا دولسمشراوباما اداره باید پوه شی، چى یوازى دافغانستان له پاره دنوى ستراتیژۍ جوړول  ،دافغانستان دخلکو اړتیا وى اوغوښتنى نه شى پوره کولاى . داوباما ادارى ته په کار ده ،چى په افغانستان کى دخپلى نوې ستراتیژۍ په اړوند ،دهغى په عملى لارو چارو فکروکړى. په افغانستان کى دامریکاپه وړاندې دتروریزم پرخلاف جګړه ، یوازې دامریکا اوناټو،د پوځونو په زیاتوالى سره نه ګټل کیږی.دامریکا ولسمشراوباما ته په کار ده ،چى په نوروسیاسى لاروچاروهم فکروکړی اوددې شرایط برابر کړی چى دخپلو سیاسى هلوځلوسره په خپله دافغانستان ددولت، خلکو، سیاسى ګونډونو، فرهنګى ټولنو ،اوملى شخصیتونو مشورى هم شریکې کړی ،اودطالبانو سره دخبرواترولاره پرانیزی، اوهم په افغانستان کى دداسى یوې پراخې افغانی غونډى دجوړلوبندوبست وکړى چى ټولى ډلى په کى ګډون وکړى، ترڅو  ټولى ډلى په کى خپلى غوښتنى اووړاندیزونه په ډاګه کړى، چې په تېرو دېرشو کلونو کې یی په زغرده چاته نه دی ویلی، چى دنوموړو غوښتنو،اووړاندیزونو، په څرګندولو سره امریکا کولاى شى چى دملګروملتونو په مرستې  او څارنې سره دافغانستان د  لانجې دحل له پاره داسې یوه دحل لاره پیداکړی چې دټولو افغا نانوله پاره دمنلو،وړوی.

دکمه بازگشت به بالا