اقتصادی بحران د افغانستان پرعملیاتو اغېز کړی

د ناټو یوه جګپوړی قوماندان جنرال جان کراداک اندېښنه څرګنده کړې چې نړیوال اقتصادی بحران ښایی په افغانستان کې د دغه تړون پر عملیاتو ناوړه اغېز وکړی .
د ټلوالې د اوپراسیون دغه رییس وویل چې ډېری غړی هېوادونه د خپلو پوځی بودیجو د کمولو په فکر کې دی، چې ورسره په افغانستان کې د هغوی اوږده پاتې کېدل له خطر سره مخامخېدلی شی .  نوموړی ویلی چې ښایی روان اقتصادی بحران د ناټو غړی هېوادون په دې فکر کې واچوی چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسی .
ښاغلی کراداک د دې پوښتنې په ځواب کې چې روان اقتصادی ګږلېچ به په امریکا کې د خپلو متحدینو په ګډون اغېز ونه کړی، وویل چې اقتصادی کړکېچ دا وېره زیاتوی چې د ډېر وخت لپاره به د جګړې په ډګر کې پاتې نه شی.  کراداک چې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د پیسو ستونزې به د بالکان او مدیترانې په بحیره کې د ملګرو پر عملیاتو اغېز وکړی .  ده وویل چې په دې لړ کې به ښایی موږ له یو شمېر ستونزو سره مخامخ شو، چې په وینا یې له تېر یوه کال اقتصادی کړکېچ سره سره، اوس د ناټو غړی د دفاعی بودیجې د لږولو په لټه کې دی او ډېری یې هم تر اوسنی اقتصادی کړکېچ وړاندې هم په ښه اقتصادی حالت کې نه ول .

دکمه بازگشت به بالا