افغان ولس، پیشوګانو سره په جوال کې لویدلى

روایت داسې دی، چې په پخوا زمانو کې چې د بشر حقوق دومره فعال نه وو او د نر او ښځې ترمنځ د مساوات څرک هم نه لګېد،  کله به چې یوې ښځې لوى سرغړاوی یا جُرم وکړ، نو هغه به یې له یوې  داړه ورې پیشو سره په جوال کې واچوله ، ترڅو خپله سزا ووینی.
خو له بده مرغه اوس افغان ولس بې له دې چې کوم سرغړاوی یا جرم ولری، له پیشو ګانو سره په داسې ناولی جوال کې غورځیدلى ، چې بد بوى یې آن د نړیوالو تر سپوږ مو هم رسی او هغوى هم ورته هک حیران پاتی دی، ځکه دې  ولس ته دا جوال دافغان ځینې چارواکو له لاسه جوړ شوی.
اوس بهرنیان په دې اند دی، چې څنګه دا ملت له دې جوال څخه  راوباسی .
د امریکا  ولسمشر بارک اوباما دنوی حکومت د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنتن په دې اړه وویل، چې د افغانستان دولت یو بې کفایته او له فساد او درغلی نه ډک دولت دی.
خو ولسمشر حامد کرزى او   د بهرنیو چارو وزیر   ډاکټر رنګین دادفر سپنتا دا واقعیت رد کړ. د ناټو د سازمان سرمنشی یاپ دی هوپ شیفر هم وویل، چې په افغانستان کې لویه ستونزه طالبان نه، بلکې  د ښه حکومت نشتوالی  ناباوره دولت، د ناکاره اوله درغلی نه ډک حکومت واکداری ده، خو په چا یې منې!
همدا راز له ټولو نه پخه خبر د برتانیې د لېبرال دموکرات ګوند پخوانی مشر  پډی اشډاون کړې، چې وایی: (( په افغانستان کې د عدل، انصاف او قانون د حاکمیت نشتوالی د بغاوت لپاره ډېرې ښې زمینې برابروی))
خو زموږ چارواکی بیا ملت ته وایی، چې رشوت درنه اخلم، برق نه درکووم، د کابل ښار نه جوړوم، نه یې سرکونه پخوم، امنیت دې نه ساتم( ځکه هغه د بهرنیانو دنده  ده).
لنډه داچې هېڅ ټولنیز ګټور ګام نه پورته کوم، ځه لاس دې خلاص، هرڅه چې کوې، کوه یې!آفرین ددې چارواکو په دې شهامت.
په دری ژبه  کې وایی، چې ( جوى از مردى بکاه، عمرى فارغ بال به زى)
څومره ښه شعار دی، ددې ځینوچارواکو لپاره ، دوى وایی، چې خوارکى ملت  خو په جوال کې له پیشوګانو سره اخته دی، نو راځه د بهرنیانو له ډالرو چې هرڅومره خوړلی او وړلی شی، نو صرفه مه پرې کوه.اوهغه څه چې پاتې کیږى پخوانی مشرانو ته یې ورکړه ،ترڅوپټه خوله پاتې شی .
ځینې چارواکی د نړی تر ټولو چارواکیو پوک دی، ځکه چې په پښتو ژبه کې وایی، چې ( بې پرتوګه، بنګړی په لاس)، مانا دا چې بهرنیو ته موږ ټول سوالگر یو، خو بیا به ګورې چې په وروستى ماډل کروزین کې سپور وی.
دا چارواکی نه شرم لری او نه حیا او نه هم وجدان، ځکه دوى هغه خوار مظلوم ملت چې په جوال کې یې اچولی نور هم ځوروی.
اوس به راشو هغه شیشکو پیشوګانو ته چې د جوال د ننه هره شېبه زموږ پر ملت بړچ وهی.
لومړی: د بهرنیو هوایی بمبار پیشو، زموږ ملت یو پر بل پسې ددې کرغېړنې پیشو له منګولو سره له شینډنډ- کونړ، ننګرهار، خوست نه نیولې بیا تر هلمنده مخامخ او لا تر اوسه یې په سلهاو شهیدان ورکړی.
دویم: طالبانی پیشو:  د نشه یی توکیو د سوداګرۍ د پیشو د عاید له برکته یې داړې اومنګولې تیزې ، ځانمرګی لښکر یې په خدمت کې، هر ځاى کې چې مُلکی وژنه زیاته کیداى شی، پرې ورخوشې یې کړی. که دوى رښتیا استشهادی عمل تر سره کولاى ، نو نن به یې د فلسطین د غزې تړانګې ته وردانګلى واى، خو داسې معلومیږی، چې دا پیشو هم نه غواړی ، چې له جوال څخه راووځی، ځکه بیا په جوال کې افغان ملت نه شی داړلی او دوى هم امریکا ، انګلستان او سعودی جوال ته وراچولی.
پاکستانی پیشو: لکه څنګه چې د سړې جګړې په دوران کې مجاهدین ورته لنګه غوا وه او د هغوى له لارې یې د امریکا- غربی نړۍ، عربی نړۍ ، چین او نورو مرستې ترلاسه کولې او ځان یې پرې  د اتمی ځواک خاوند کړ، اوس ورته القاعده او طالبان، لنګه غوا ګرځېدلې ، لا تراوسه یې یو میلیارد ډالره د ترهګری سره د جګړې په پلمه له امریکا نه وهلی، خو جنرال پاشا د ISI   د پاکستان د استخباراتو رییس د شپیګل آلمانی مجلې سره په مرکه کې اعتراف کوی، چې موږ هېڅ علاقه نه لرو، چې طالبان ونیسو او یا یې وځورو ، ځکه په جوال کې زموږ انډیواله پیشو ده.

دکمه بازگشت به بالا