افغانی ښځوسره دمرستې له پاره یونړیوال کنفرانس ته اړتیاده!

دافغانستان دخلکو، په تاریخ کې  افغانی ښځې تل د کورنیو دتا وتریحوالی سره مخامخ شوې دی ، خودغه لړۍ دپېړیو په پوړیوکې  دیولړ بدلونونو سره مخامخ شویده ، اوښځوته ددې حق ورکړل، شو ىدى ،چې دخپلو بشری حقونود ترلاسه کولو له پاره  خپلې هڅې په ډاګه کړی،  اودهېواد په سیاسی،اجتماعی،فرهنګی اواقتصادی برخه کې دخپل ګډون له پاره لاره هواره کړی . دافغانستان تېر تاریخ ددې شاهد دى ،چې افغانی میندې اوخویندې دخپلو پا چاهانو زامنو، اووروڼوسره دژوندپه ټولو برخوکې دستر و مشاورینو په توګه کار وکړی اوهم دجګړې په ډګر کې  دخپل هېواد،دخپلواکۍ دساتلو له پاره  دخپلو وروڼوسره یوځاى  نه هېریدونکې حماسې اوویاړنې وزیږوی،

چې نن ورځ یی د هېواد، دتاریخ له ویاړه ډکه برخه جوړه کړې ده . که له تیر تاریخ اوتېرو خبرونه را تېر شو ، اوپه هېواد کې ددیموکراسۍ له لسیزې نه چې ۱۳۴۲-۱۳۵۲لمریزکال پورې یی دوام درلوده ، را پېل کړو ، نودابه راته په ډاګه شی، چې افغانی ښځې دخپل ژوند دهڅو په بهیر کې په دې وتوانېدې ، چې دهېواد ، په سیاسی، فر هنګی ،اجتماعی اواقتصادی برخوکې خپل شتون په ډاګه وښیی اودناوړه دودونوپه خلاف چې دښځوپه وړاندې دکورنیو دتاو تریځوالی له امله کېږی ، خپل غږ پورته کړی . په دغه دوره کې افغانی ښځی  دوزارت ،  ریاست، مدیریت ،او آن داچې دپارلمان په څوکۍ کېناستې ، اوددې په څنګ کې یی سیاسی ګوندونو ته هم لاره پیداکړه .  . ددغه لړۍ را وروسته  په افغانستان کې په ملکی پوهنتونونو، لېسو،اکا دمیو، اونورو تعلیمی اوتحصیلی موسسوکې د نجونو ونډه ورځ په ورځ ډېرْیدله ،اوله هېواد،نه بهر و دلوړو زده کړو، له پاره دلیږلولړۍ پیل شوه . په هېواد کې  دناوړه دودونو، اوپه هېوادکې د اسلامی بنسټپالو دهڅوسره سره چې د افغانی ښځو دزده کړې  اوتحصیل دمخنیوی په برخه کې  یی کولې ، بیا هم ښځو، وکولاى شو ل، چې دهېواد  دژوند په ټولو برخوکې  خپل ګټور شتون په ډاګه کړی . په هېوادکې  دکمونستانو په رامنځته کېدوسره  دهېواد د، دننه اوبهر  دافغانی  نجونو، دزده کړې اوتحصیل  لړۍ لا پیاوړې شوه ،اود هېواد ، د ملکی برخې برسیره ښځو په پوځی برخه کې هم دپام وړځاى پیدا کړ ،  او په یوشمیر پوځی  موسسو کې یی  په کار او فعالیت  پیل وکړ . لنډه داچې په هېواد کې دمجاهدینو دحکومت په رامنځته کېدو سره  دښځو په وړاندې حالت بل ډول شو ،  او اسلامی بنسټپالې ډلې او تنظیمونه په دې هخه کې شول ، چې ښځې دکار اوزده کړې نه منع کړی او دغه کار په غوڅه توګه په ۱۳۷۵لمریز کال د تلې دمیاشتې له شپږمې نېټې راوروسته دطالبانوله واکمنۍ نه را پیل شو ، او په دولتی ادارو،تعلیمی اوتحصیلی موسسوکې د ښځو کاراو زده کړه په ټپه ودریده، اوښځې  د کورونوبندیوانې شوې . ښځې له کورنه بهر دېته اړ شوې ، چې بوقرې یا چادرې په سر کړی ، او هغه ښځوبه چې دغه کار نه کاوه ، نوطالبانوبه دخپل اسلامی شریعت له مخې  په عام  محضر کې په کېبلونووهلې ، اوآن داچې ښځې به دزنا او نورو جرمونو په تور  سنګسار کېدلې  اوشرعی حد به پرې  جا ری کېده ،.په هېوادکې د۱۳۸۰لمریز کال د مر غومی  دمیا شتې د لومړۍ نېټې راوروسته چې دطالبانو، واکمنی پاى ته ورسیده ، اودبن ،د تړون له مخې په افغانستان کې  دحامد کر زی په مشرۍ  لنډ مهاله اداره  جوړه شوه ، ښځو بیا هم دپخوا په څیردهېواد په سیاسی، افتصادی ، اجتماعی اوفرهنګی ژوند کې په پوره ،ډول په خپلې  برخې اخیستنې سره کار پیل کړ ، اوخپل شتون یی په بیړنیو او لویو جرګو ، داساسی قانون په تسوید اوتصویب، دولسمشرۍ په نوم آندو،او دپارلمان په غړیتوب سره په ډاګه کړ ، او نن ورځ د قلم او بیان له آزا دۍ څخه په پوره ډول برخمنې دی ، دهېواد ، دننه اوبهر د زده کړی او کار شرایط ورته برابر دی، د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو د ښځینه سازمانونو سره پوره اړیکی لری او هم د سوداګری په برخه کې ورته په پراخه  اندازه کار روان دی. یو شمیر ښځو سوداګری هم پیل کړیده او یو شمیر ښځی هڅه کوی چی د هیواد په بیارغونه کې خپلی پانګی په کارواچوی او یوشمیر تولیدی فابریکی جوړی کړی، چی دغه کار د ملی یو والی او د هېواد د بیا آبا دئ په برخه کې یوه ستره هیله ده. ددغه رنګه هیلې په څنګ کې دا واقعیت باید ومنو چې لا تر اوسه  لکه څنګه چې د وخت غوښتنه ده، افغانی ښځو ته ددې وخت  نه دی ورکړل شوی، چې، په خپل ژوند کې د خپلی خوښی او رضا له مخې د خپل کورنی چاپیریال  د غوښتنو سره سم ژوند وکړی، او همدغه دا لامل دی چې لا تر اوسه د افغانی ښځو زیاته برخه د کورنیو د تاروتریخوالی سره مخامخ ده، او ددې کار لا ملونه دا دی چی ښځی د ناوړه د دونو قربانی کیږی، په زوره و دیږی، په وړوکوالی کې و د یږی،مهر د میړه له خوانه ، نه ورکول کیږی، د میړه په مال کې د میراث نه محرومیږی، زده کړی ته نه پریښـودل کیږی، د سوداګری حق ورته نه ورکول کیږی، په خپله خوښه میړه نه شی ټآکلی، ګونډی له خپلی خوښې پرته و دیږی او یا د پېسو په بدل کې پلورل کیږی او آن دا چی ښځو ته آزادی ورکول د یو شمیر کورنیو ترمنځ لا تر اوسه د شرم خبره ده. موږ و نیو، چې په یو شمیر کورنیو کې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی له امله یو شمیر ښځی دیته اړکیږی چی ځآن وژونه وکړی، له کوره وتښتی، ځانته اور واچوی، یا د میړه له خوا وژل کیږی، لاسونه او پښی یۍ پری کیږی، یا په دار ځړول کېږی ، پښې اوګوتې  ترې پرې کیږی،  جنسی تیرى پرې کېږی ،یوشمیر وړې نجونې دزور واکو او وسله والو له خوا، د دو ی د هوسو نو ښکار کیږی ،آن دا چی د سپیو په بدل کی ورکول کیږی. ددغه رنګه ناوړه حالت په شتون کې افغانی ښځی د اسلامی او  بشری حقونو پرخلاف د ډیر ناوړه حالت سره مخامخ دی، چی ددغه ناوړه حالت په شتون کې د افغانستان دولت او خلک ددې توان نه لری، چی په پوره ډول افغانی ښځی د روان تاوتریخوالی له منګلو څخه خلاصې کړی. په اوس وخت کې په کارده، چې ملګری ملتونه او د نړی د پرمختللو  هیوادونو، ښځینه   سازمانونو نه د خپلو مرستو په ورکولو سره   د افغانی ښځو لاس نیوی ته راو دانګی او د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو، په موخه داسی یو جامع عملی پلان جوړ کړی، چې  د نوموړی پلان په عملی بهیر کې افغانی ښځی وکولای شی چې تاوتریخوالی  له یو مخې له منځه یوسی. نن افغانی ښځی د تروریزم، ناوړه دودونو او تاوتریخوالی قربانی دی، او نړیواله ټولنه باید یوازې نندار چې نه اوسی. نن ورځ نړیواله ټولنه د افغانی ښځو د خلاصون له پاره دا مسوولیت لری، چی د افغانی ښځو په وړاندې د پوره مسوولیت احساس وکړی، اوهم د افغانی ښځو د ژوند د ښه والی له پاره د یو نړیوال  کنفرانس بندویست وکړی، او نړیوال دېته و هڅوی چې د افغانی ښځو مرتسی ته را ودانګې او هم په دغه کنفرانس کې پرېکړه وشی چی د افغانی ښځو سره د مرستی په نامه یو صندوق جوړ کړی، ترڅو د نوموړی صندوق له لاری افغانی ښځی د ملګرو ملتونو له مرستو څخه تل برخمنی شی. او په راتلونکی کې د افغانی ښځو په ژوند کې د منلو وړ لاسته راوړنی را منځته شی.

دکمه بازگشت به بالا