افغانان به ترڅو پوری د غم په تورو شپو کې اوسی؟

له دېر شو کلونو را په دیخوا، د افغانستان خلک د غم او ماتم په تورو شپو کې اوسیږی. ددغه هیواد، او خلکو دښمنان په تېرو دېرشو کلونو کې په دی وتوانیدل، چې د افغانستان د خلکو ټوله مادی او معنوی شتمنی د جګړی داور د لمبو خوراک کړی او په پایله کې غله، جنایتکاران، قاتلان، سړی تښتونکی، غاصبان، قاچاقبران او نور ټولنیز فسادونه  او فاسد عناصر، ددغه نامالومه جګړی زیږنده شی. نن د افغانستان خلک په دی نه پوهیږی چی روانه دېرش کلنه جګړه د څه له پاره پېل شوی وه، د څه له پاره روانه ده او کله به پای مومی؟

ددغه رنګه پوښتنو په ترڅ کې د افغانستان خلک د غم او ماتم په تورو په شپو کې ژوند کوی. په تېرو دېرشو کلونو کې د نړۍ ستراتیژیستان هم په دی نه پوهیدل، چی د افغانستان له پاره څرنګه ستراتیژی ترلاس لاندی ونیسی، او نن هم په دې نپوهیږی چی خپله ستراتیږی له کوم ځای نه پیل او په کوم ځای بې پای ته ورسوی، چی په دغه برخه کې پرون هم د سختو تیروتنو سره مخامخ وو، او نن هم د  سختو ترو تنو سره مخامخ دی. دلته دا پوښتنه را منځته کیږی چی ولې په تیرو دېرشو کلونو کې د نړی سترو قدرتونو لکه پخوانی شوروی اتحاد او په روان وخت کې نړیوالې ټولنې، آمریکا او اروپایی ټولنې و نه شو کړلى، چی هم د  خپل ځان له پاره ګټه ورسوی او هم د افغانستان د خلکو  د یو هوسا اوسوله ییز ژوند له پاره کار وکړی، او پایله یې نن دا ده ، چی د پخوانی شوروی اتحاد ، میراث خوره اوسنۍ روسیه په ډاګه دا خبره کوی او په خپلو تیرو تنو او دوا حدی ستراتیژۍ د نه لرلو، له امله په دی اعتراف کوی، چی که چیرته امریکا او ناټو، زموږ غوندی تېر و تنې په افغانستان کې وکړی نو ضرور په د ماتی سره مخامخ کیږی. د روسیی غوندی ورته خبری نن سبا د نړیوالی ټولنی، امریکا او ناټو، د چارواکو ترمنځ هم روانی دی، څوک وایی چی په افغانستان کې نظام باید بدل شی، څوک وایی چې د تروریزم د له منځه وړلو له پاره په اوسنیو۰ ۷ زره بهرنیو سرتیرو ،سربیره نورو سرتیرو او پوځی تجهیزاتو ته اړتیا ده څوک وایی چی په افغانستان کې پوځی لاره د حل لاره نه ده، بآید سیاسی او اقتصادی چارې هم ورسره پیل شی، څوک وایی چی د طالبانو سره خبری د سولی له پاره لار خلاصوی، او څوک لا د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له پاره میدان ته راوتلی دی. د روان کال د لیندۍ د میاشتی په ۶ مه د بمبیی په ښار کې په دوه ښکلو هوټلونو او د یهودانو په مرکز د ترویستانو حملی چی ۱۸۰ تنه په کې مړه او په سلګونه تنه په کې تپیان شول، د نړى د ټولو هیوادونو ترمنځ د ویری او  وحشت یوه بله هنګامه راپور ټه کړه، او نن ورځ د نړۍ ټول اتمی او غیر اتمی طاقتونه په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم پرخلاف هغه پرونى جګړه نیمګړې ګڼی، او نن د نوموړی جګړی د دوام او برباوو په اړه په یو بل انداز کې د خپلو پوځیانو د شمیر او تجهیزاتو، په اړه فکر کوی او خپل سیاسی او پوځی ماهران یۍ دیته اړم کړیدی، چی زر ترزره په داسی یوه ستراتیژى کار وکړی، چې د تروریزم پرخلاف جګړه ګړندۍ کړی، ترڅو د بمبیی د ښار په څیر بله تروریستی حمله را منځته نه شی. په دغه  رنګه حالت کې لا زیات د افغانستان خلک د نړی له نظره لو یدلی دی او په دی فکر نه کوی چی افغانان به د تروریزم پرخلاف جګړی په دوام کې ترڅو پوری د غم او ماتم توری شپی تیروی؟
نړیواله ټولنه دا پوښټنه باید له ځانه وکړی، چی د ترویزم پرخلاف جګړی په دوام کې د افغانستان د خلکو، د سر او مال څومرضمانت کولای شی، او دوی ته یۍ د سر او مال د زیان په بدل کې تر اوسه څه ورکړیدی او له دی وروسته څه ورکوی؟ نن د افغانستان خلک د سر په سترګو وینی چې د روانې جګړې په بهیرکې د بهرنیو هیوادونو، د دفاع وزیران او د بهرنیو چارو وزیران او د هیواد ونو، مشران یو په بل پسۍ کابل ته د راتللو او تللو په حال کې دی او د افغان ولسمشر سره پټی او ښکاره مشوری کوی او په ګډ، مطبوعاتی کنفرانسونو کې برخه اخلی ، خو په دغه کنفرانسونو کې هیچا د تروریزم پرخلاف جګړی په اړوند، خپله ستراتیژی په ډاګه نه کړه او هر یو کوښښ کوی چی د ځان په ګټه د تروریزم پرخلاف جګړی، د دوام غږ پورته کړی. ددغه رنګه مرموز حالت پایلی نن د افغانستان د خلکو په ژوند کې په ډاګه دی او هغه داچې هیڅ یو افغان نن د ځان او د خپلی کورنى په اړه د امنیت احساس نه شی کولای، او د ژوند په ټولو برخو کې خپل ځان بې صلاحیته او بی مسوولیته ګڼی او په دی پوره باور لری چې دولتی چارواکې هم د خپلی هېواد، او خلکو په ګټه د نورو تر لاس لاندې څه نه شی کولاىاوزیات شمیر افغانان په دې باوردی چې په راتلونکو ټول ټاکنو کې د دوی برخه اخیستل هم بۍ ګټی کار دی . دا ځکه چی ستر قدرتو نه  ،څه چی په افغانستان کې کوی هغه کیږی او هیڅوک د دیموکراسی پروانه لری. دا چی نن سبا پا کستان او افغانستان ته د هند د بمبیی د ښآر له تروریستی پیښی را وروسته د آمریکا، بریتانیا او نورو هیوادونو لوړ رتبه چارواکی منډی را منډی وهی او فکر کوی چی ترویستان یۍ یوازی په افغانستان او پاکستان کې پیدا کړیدی، نو باید په دی باور،ولری چی د هند د بمبیی د ښار وروستی تروریستی پیښه وروستۍ نه ده، ددغه رنګه تروریستی پیښو مخنیوی په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړی په دوام کې نه دى نغښتنی. اوس د دی وخت را رسیدلی دی چی نړیواله ټولنه په ډیره زړورتیا او دافغانستان د خلکو په وړاندی د پوره مسوولیت په احساس سره را د مخه شی، او په ښکاره دی د افغانستان او د پاکستان په ځای په خپله د تروریستانو مرکزونو ته خپل استازی ورولیږی، ترڅو نړیوال په دی پوه شی، چی تروریستان څه غواړی؟ تروریستان په همدی نړی کې ژوند کوی. له کومی بلی نړی څخه دی نړی ته نه را ننوزی. او د نړۍ هر دولت د دی توان لری چی که چیرته پوره واک ورکړل شی، کولای شی چی په ډېر لږ وخت کې د خپلو هیوادونو تروریستان د نړیوالی محکمی په وړاندی و دروی، چی په دغه ډول کیدلاى شی چی له یوی خوابه د نړۍ له اوږو څخه د تروریزم پرخلاف د جګړی بار بیخی کم شی، او له بلی خوا، به د افغانستان خلک دغم اوماتم له  توروشپوڅخه وژغورل شی اوهم به دنیکمرغه سباوون اوخپلواکه ژوند، څښتنان شی.

دکمه بازگشت به بالا