آیا د امریکا، اضافی سرتیری به په افغانستان کی امنیت ټینګ کړی؟

له کوم وخت نه چی دملګرو ملتونو دامنیت شورا دپرېکړی له مخی افغانستان ته دامریکا یی ایتلافی پوځونو، برسیره نړیوال سوله ساتی ځواکونه راغلی اودافغانستان په مختلفوولایتونو اوسیموکی دسولی اوامنیت دټینګښت لپاره ځای پرځای شویدی ،په تېرو شپږوکلونو کی دطالبانو،او نورو ترهګرو سره په جګړه اخته دی، چی دطالبانو اوترهګرو،د له منځه وړلولپاره یی وخت په وخت په مختلفو نومونو دافغانستان د ملی اردو، اوملی پولیسو، په ګډه همکارۍ  دپوخی عملیاتو پلانونه ترتیب اوعملی کړل، اوپه دغه بهیرکی یی له هوایی بمباری څخه هم کارواخیسته، خودطالبانو اوترهګرو په وړاندی امریکایی ایتلاف اوناټو،ځواکونو، ونه شو کړلی، چی کومه ښکاره لاسته   روړنه ولری،چې
ددغه تشی دډکولولپاره تل دامریکا ددفاع وزیر رابرت ګیتس اودناټو عمومی منشی یاپ ده هوپ شیفر، په افغانستان کی دنورو اضافی پوځونو دزیاتوالی غوښتنه     کړیده .دامریکا نوی ټاکل شوی جمهوررییس باراک اوباما ،هم په افغانستان کې دامریکا داضافی سرتېرو،غوښتنه کوی او هم له ناټوڅخه غواړی چی دخپلو پوځونواو تجهیزاتو شمیرزیات کړی . دلته داپوښتنه راپیداکېږی ،چی آیاپه افغانستان کی دامریکا، نوراضافی سرتېری امنیت ټینګولی شی؟ په تېروشپږو کلونو کی میاشت په میاشت او کال په کال په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو شمیر زیات شو، خوامنیت ټینګ نه شو، او ورځ په ورځ دطالبانو اوترهګرو، لیکی لا پیاوړی شوی ،او په افغانستان کی دامریکا ایتلافی اوناټو ځواکونو، ټول دبر یالیتوب چانسونه له لاسه ورکړل. داځکه چی امریکا اوناټو دیوی غلطی محاسبې سره مخامخ دی ،هغه داچی دوى په تېروخت کی داسی فکرکاوه ،اواوس یی هم کوی، چی په افغانستان کی یوازې طالبان او څوګوتی په شمارترهګرددوی په وړاندې جنګیږی او دکمیت اوکیفیت له پلوه کوم بدلون په کی نه راځی، نو که خپل پوځونه زیات کړی ،ډېرزربه طالبان او تر هګر، له منځه یوسی ،خو له دې نه خبر نه دی، چی دطالبانو او ترهګرو پیاوړتیا دکمیت او کیفیت له پلوه دافغانستان ګاونډیو اودسیمی دنورو هیوادونو دمستقیمی او غیرمستقیمی لاسوهنی پوری هم اړه لری. لکه چی په تېروخت کی دیوشمیرګاونډیو هیوادونو، مرسته او همکاری دطالبانو او ترهګرو سره دوسلو، مهماتو او پیسو له درکه په ډاګه شویده ،اودغه مرسته په تېرو کلونوکی مستقیماپه افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو، دشتون او دزیاتوالی په پایله کی رامنځته شویده . دافغانستان ګاونډی اودسیمو نوروهیوادونه، په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو شتون او زیاتوالی دخپل ځان دامنیت لپاره سترګواښ ګڼی، او دخپلی وسی سره کوښښ کوی ،چی په غیرمستقیم ډول طالبان او ترهګردامریکا اوناټو په وړاندی پیاوړی کړی ،او په دغه ډول امر یکا او ناټو دنامالومی مودی لپاره افغانستان کی بوخت وساتی . داچی په ملګرو ملتونو کی دامریکا سفیرزلمی خلیل زاد، دروان کال د لیندی دمیاشتی په لومړی نیټه داخبره کړیده چی افغانستان ته به له ۲۰ څخه تر۳۰ زرو پوری نور اضافی پوځیان ولیږی ، اودادى دتېرې جمعې په ورځ هم په واشنګټن کې دتړلو،دروازو،ترشا دآمریکا ،دلوړرتبه پوځی جنرالانو تر منځ افغانستان ته دآمریکا،داضافی سرتېرو،دشمیر اولیږلو، په هړوند خبرې روانې دی،چې همدا اوس یی دافغانستان دګاونډیا نو، غبرګونوپه ډاګه کړیدی ، چی په دغه غبرګونونو کی به نوموړی هیوادونه په دی سوچ وکړی، چی څنګه کولای شی چی په افغانستان کی دامریکا او ناټو، دپوځونه دزیاتوالی په وړاندې طالبان او نور ترهګر پیاوړی کړی ؟چی د دغه حالت په رامنځته کېدلوسره په هیڅ ډول نه شی کیدلای چی دافغانستان ددولت او بهرنیانو دریځ دطا لبانو اونورو ترهګرو په وړاندی پیاوړی شی، او دطالبانو سره دسولی په خبرو کی کوم امتیاز ترلاسه کړی. دافغانستان دولت اوخلک داخپل فرض کڼی چی په افغانستان کی ددوستو مرستندویه هیوادونو،تیروتنی دخپلی تجربی اولیدنې، له مخی ورته په ډاګه کړی،ترڅو دوست مرستندویه هیوادونه دیوښه سلوک له مخې له ډېره سختو خطروڅخه بچ کړی شی. دوست مرستندویه هیوادونه هم باید دافغانستان دجنګ خپلو خلکو خبری هم دتېروخت په شان سرسری ونه ګڼی، اوپه هره برخه کی ترې پوره مشوره وغواړی، اوپه درنه سترګه ورته وګوری  . امریکا ،او ناټو، اودافغانستان نورمرستندویه هیوادونه به په دې فکراو سوج وکړی،چی څنګه کولای شی په افغانستان کی دطالبانو او ترهګرو، پر خلاف جګړه کی دافغانستان ګاونډی اودسیمی نور هیوادونه،دځان سره ملګری کولای شی؟ کله  چی په دغه برخه که ډاډمن شول، نوبیادی په افغانستان کی دپوځونو دزیاتوالی اویاکموالی خبره راپورته کړی، اوکه نه یوازی دپوځونو په زیاتوالی امریکا او ناټو، هیڅ وخت په افغانستان کی دطالبانو اوترهګروپه خلاف جګړه کی بریالیتوب ترلاسه کولای  نه شی، اونه په افغانستان کی امنیت ټینګولاى شی.                                                

دکمه بازگشت به بالا