آیا دخیبر تورخم لاره به په امن کی شی؟

په تېرو شپږو کلونوکې په افغانسان کې دامریکا دایتلافی او ناټو، ځواکونو، له پاره دخیبر- تورخم،له لارې څخه داکمالاتی لارې په توګه کار اخیستل کیده، اوله نوموړی لارې څخه هغه دسون مواد،خوراکی ټوکى اونورداړتیا وړمواد ،چی دهوا،او سمندر له لارې دامریکا ایتلافی اوناټو ځواکونو، له پاره دپاکستان دکراچۍ بندر ته رارسیدل، او له هغه ځایه څخه پیښور ته دامریکا او ناټو، زېرموته لیږدول کیدل ،چې بیا وروسته د شخصى ترانسپورت په وسیله دخیبر ـ تورخم له لارې څخه افغانستان ته لیږدول کیدل، اوبیا وروسته د امریکا او ناټو، چارواکو ته تسلیم کیدل. په تیرو شپږو کلونو کی دخیبر- تورخم له لاری څخه په میلیونونه ټنه مواد، په شخصې ترانسپورتونو، کې افغانستان ته راولیږدول شول، چى نوموړی لاره دنوموړو ځواکونو، له پاره  با امنه او ارزانه لاره ګڼل کېدله.

په تیرو کلونو کې د امریکا او ناټو، په مالونو بار موټر کله به چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته را واوښتل، نو یو شمیر طالبانو به کوښښ کاوه ، چې په نوموړو مالونو بار موټر وسوځوی، چی د تورخم-کابل د لاری په اوږدوکې د پاکستا ن د شخصی ترانسپورتونو، زیات شمیر موټر د امریکا او ناټو، د مالونو سره یو ځای طالبانو وسوځول، خو د موټرونو، تاوان یۍ د امریکا او ناټو، له خوا، د موټرو، خاوندانوته ورکول کیده. کله کله داسی هم کېدل، چې د موټرو یو شمیرخاوندانو، به د امریکا او ناټو مالونه په خپله ځانته خرڅ کړل، او یا به یی پټ کړل، او بیا به یۍ خپلو موټرو نوته وروسته اور واچوه، او دا بانه به یۍ وکړ ه ،چې موټریی طالبانو، له مالونو سره یو ځای سوځولی دی، او له امریکایی او د ناټو، له چارواکو، څخه به یۍ دوه چنده او دری چنده د خپلو موټرونو، تاوان اخیسته. کله چې په روان کال کې آمریکا، د پاکستان په قبایلی سیمو کې د طالبانو او القاعده له منځه وړلو له پاره په یو شمیر کورونو، د بې پېلوټه الوتکو، په وسیله بمباری پېل کړه، چې په دغه هوایی بمبارۍ کې زیات شمیر طالبانو او د القاعده غړی له منځه لاړل. د پاکستان حکومت په قبایلی سیمو باندې د آمریکا د غه بې د پېلوټه آلوتکو بمبارې د خپل هیواد، په حاکمیت باندی یو تیرى ګاڼه، او د پاکستان جمهور رییس آصف علی زرداری د امریکا، له جمهور رییس بوش، د دفاع وزیر رابرت ګیتس او نورو لوړ رتبه پوځی او سیاسی چارواکو څخه و غوښتل ،چې د پاکستان په قبایلی سیمو باندې خپله بمباری بنده کړی، خو آمریکا د پاکستان دغه غوښٰتنه ونه منله اوخپلې بمبارۍ ته یۍ دوام ورکړ. د پاکستان ، آى. اس. آى، د یولړ سیاسی او اقتصادی امتیازونو،د لاسته راوړلو له پاره د وخت نه په ګټی اخیستی سره طالبان دېته و هڅول، چې په پیښور کې د امریکا، او ناټو، د موادو زېر مې له خپل برید لاندی ونیسی او هم د خبیر ـ تورخم په لویه لاره کې د امریکا او ناټو اکمالاتی کاروانونه پری نه ږدی چی له تورخم څخه افغانستان ته واوړی. طالبانو د آى. اس.آى، په دستور څووارې په پیښور کې د امریکا او ناټو، د موادو زیرمی تر خپل برید لاندی و نیولی او په دغه بریدونو کې له ۱۶۰ څخه زیاتی اکمالاتی لاری د خپلو بارونو سره وسوځیدې، او هم زیات شمیر کسان په کې ووژل شول. ددغه رنګ بریدونو سره جوخت طالبان، د آى . اس . آى، په لارښونه  دیته وهڅول شول، چې د خیبر- تورخم اکمالاتی لاره په امریکا او ناټو وتړی، او آمریکا دیته اړ کړی، چی داوعده وکړی چې که چیرته دطا لبانو، له خوا ، د خبیر- تورخم لاره نه بندېږی ،نو امریکا به نور په قبایلی سیمو بمباری و نه کړی  .  له بلی خوا،به د دغه لاری په پرانستلو سره پاکستان  بیا هم له امریکا اونا ټو، څخه په میلیاردونو ډالره پیسې ترلاسه کړی. که چیرته آمریکا او ناټو، د کویټی  او چمن له لاری خپل اکمالات پېل کړی ، نو کیدلاى شی چې د پاکستان دآى. اس. آى، په دستور هلته هم طالبان په ورته عمل لاس پوری کړی. طالبان، د آى. اس .آى،  په دستور په ډاګه دانارې وهی چی : که چیرته امریکا په قبایلی سیمو خپلې بمبارۍ بندی کړی نو دوی به هم په پیښور کې د امریکا زیرمی تر خپلو بریدونو لاندی نه نیسی، او هم په د خیبر- تورخم لاره په امن کې کړی. په اوس وخت کې پاکستان ډېره هڅه کوی ،چی د امریکا د نوی جمهور رییس باراک او باما، پام په پاکستان کې د طالبانو او ترهګرو پرخلاف جګړی په اړوند بلی خواته واړوی، او کوښښ کوی، چې په پاکستان کې د امریکا، د نوی ستراتیژی د عملی کولو مخه ونیسی. پاکستان همدا اوس د هند سره د احتمالی جګړی په بانه خپل پوځونه چې مخکې د افغانستان سره په پوله کې میشت وو، له پولې څخه وویستل او کشمیر ته یې انتقال کړل، چې له دغه امله دادی په افغانستان کې په امریکا او ناټو، بآندې د پاکستان یو پوځی فشار دی. پاکستان د امریکا او ناټو د غولو لو،له پاره تش په نامه باندی د روان لمریز کال د لیندۍ د میاشتې  په لسمه  دسه شنبې په ورځ  د خیبر- تورخم دلارې په اوږدو کې د هوایی بمباری په ګډون خپل پوځی عملیات د طالبانو پرخلاف پېل کړل، او دایی وویل ،چی دوی په دغه عملیاتو کې  له۱۵ څخه زیات مشکوک طالبان نیولی دی او ۳۷ پټنځا یو نه یۍو ویجاړ کړی، او هم یۍ ۴ تنه طالبانو وژلی دی. همدا اوس د سیمی خلک د پاکستان دغه رنګه عملیات د سیمی د قومونو، د خپلو له پاره یوه دسیسه گڼی، نه د طالبانو پرخلاف جګړه. په هر حال د پاکستان اوسنى آنې بانې په پاکستان کې د طالبانو او القاعده پرخلاف د آمریکا او ڼاټو،د پوځی عملیاتو د مخنیوی له پاره کیږی ، او غواړی چی امریکا تل له خوږې ګوټې ونیسی. له بلې خوا، د طالبانو او نورو شوکمارو ډلو، له پاره هم د خیبر – تورخم لاره د امریکا او ناټو د اکمالاتی کاروانونود مخنیوی په بانه د پیسو د پیدا کولول ډیره ښه لاره ده، او له دغی امله په راتلونکی کې نوموړی لاره د هیچا له پاره ډاډ مه لاره نه ده،اوامن په کې نه شی راتللى. ددی له پاره چې په راتلونکی  کې امریکا ،په پاکستان کې د طالبانو او ترهګرو پرخلاف خپل پوځی علمیات په بری سره سرته ورسوی. په کارده چی امریکا او ناټو، د خپلی بلې اکمالاتی لاری په پرانستلو، کې له روسیی، سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی. ترڅو و کولای شی چی د منځنۍ آسیا،  له لارۍ خپلی اړتیاوی وخت په وخت پوره کړی، او کیدلای شی چی نوموړی لاره د خیبر – تورخم د لارۍ په پرتله ډیره ارزانه  اودامن له پلوه  ډاډمنه تمامه شی.

دکمه بازگشت به بالا