آیا جګړه ،په افغانستان کې ډېر وخت ته اړتیا لری؟

په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد پرخلاف او د جهادی  تنظیمونو ترمنځ او طالبانو ترمنځ د جګړی لوخړې د افغانستان له آسمان څخه نه وی ورکی شوی چی د بن د تړون له برکته په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د خلکو، د هیلو پر خلاف د آمریکا په مشرۍ د ترویزم پرخلاف جګړه پیل شوه.
په تېرو ۷ کلونو کې آمریکا، هڅه وکړه چی په افغانستان کې د تروریزم او طالبانو پرخلاف جګړه کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د نړیوالی ټولنی زیا تره هیوادونه د ځان سره را ښکیل کړی، چې ددغه هڅو په جریان کې یی د نړیوالې ټولنی سوله ساتی ځواکونه، د ځان سره ملګری کړل . نن په افغانستان کې کابو ۷۰ زره سوله ساتی اود آمریکا ،ایتلا فی ځواکونه په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړه پر مخیایی.

آمریکا په تېرو ۷ کلونو کې کوښښ وکړ، چی په افغانستان کې جګړه د سولی او دیموکراسی د رامنځته کیدلو، له پاره یوازینی لاره وښیی، او ددغه جګړی د اړتیا له پاره یې د افغانستان د خلکو سره د مرستی په نوم څلور کنفرانسونو جوړ کړل، چې وروستی کنفرانس یۍ په روان لمریز کال کې د پاریس کنفرانس و، چی د افغانستان د خلکو سره کابو د ۲۱ میلیارد ډالرو د مرستی وعده وشوه. په تېرو ۷ کلونو افغانستان ته د بهرنیو هیوادونو جمهور رییسان، وزیران او نور لوړ رتبه چارواکې راغلل او لاړل او د افغانستان د دولت د جګپوړو چارواکو سره زیاتره په افغانستان د طالبانو او تروریزم د جګړی په دوام خبری وکړی او هیچا د ځان سره په افغانسان کې دسولې او امنیت د ټینګښـت له پاره کوم ټاکلی پروګرام نه درلوده. چی دغه کار په خپله په افغانستان کې د آمریکا او نړیواله ځواکونو د شتون په اړه د هر چا سره بېلابېلی پوښتنې را پیدا کوی. په روان لمریز کال کې کله چی د آمریکا ټاکل شوى ولسمشر باراک اوباما ، افغانستان ته راغی ،نو د طالبانو او تروریزم د جګړی د دوام له پاره یۍ د آمریکا د شل زره نورو اضافی سرتېرو غوښتنه وکړه ، په عراق او افغانستان کې د آمریکایی پوځونو لوی قوماندان جنرال دیوید پتروس پاکستان او افغانستان ته د خپلو تېرو سفر په څیر بیا هم په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف د اوږدې جګړې خبری کوی. نوموړی د روان ۲۰۰۹ میلادی کال د جنوری د میاشتی په ۴ مه د آمریکا دبهرنی سیاست د مجلی سره وویل: په افغانستان کې جګړه ډیر وخت ته اړتیا لری، چې پاکستان هم باید په کې شامل شی. پتروس د طالبانو او د اسلامی حزب سره د خبرو په اړوند ویلی دی چې دا خبره کېدلای شی چی د افغانستان د دولت په نوښت سرته ورسیږی او دایتلاف ځواکونو، به په هغې کې لاس وهنه ونه کړی. نوموړی دا هم ویلی دی، چې له هغه تاکتیکونو نه یې چې په عراق کې ګټه اخیتسې ده، نه شی کېدلای چې په افغانستان کې تری ګټه واخیستل شی. جنرال دیوید پتروس چې همدا اوس په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو او تروریزم پرخلاف جګړی د دوام له پاره د آمریکا په نوی ستراتیژی کار کوی. دده له ورستیو څرګندونو څخه دا په ډاګه کیږی چې آمریکا په افغانستان د طالبانو او تروریزم پرخلاف جګړه د ډیری مودې له پاره په پام کې لری او کومی هیلی چې د افغا نان یی په خپل هېواد کې د جګړی د پای ته رسیدو له پاره په زړونو کې لری په نا هیلیو بدلیږی. د جنرال دیوید پتروس دغه څرګندونې په داسې وخت کې کیږی، چی سپینه ماڼۍ د آمریکا د نوی ټاکل شوی ولسمشر باراک او باما د ورتللو، ورځې او شپې شما ری. او نړیوال او په تېره بیا د افغانستان جګړی ځپلی خلک ترې په افغانستان کې د سولی او امنیت د ټینګښت هیله کوی. د افغانستان خلک د آمریکا له نوی ولسمشر اوباما، ددفاع وزیر او ددفاع د وزارت د ټولو جګپوړو جنرالانو نه دا هیله لری ،چې د امریکا په نوی ستراتژی کې په افغانستان کې د افغانانو د هیلو سره سم د جګړې ډیر زر پای ته رسیدلو، په باب پوره غوړ وکړی. دا سمه خبره ده ،چې آمریکا او ناټو، به په افغانستان کې د جګړی په دوام کې زیاتې سیاسی او اقتصادی موخی لاسته راوړی ،خو بالمقابل د افغانستان خلک خپله ټوله مادی او معنوی شتمنی له لاسه ورکوی، لکه چی همدا اوس یۍ هم نوموړی شتمنی له لاسه ورکړیده ،نو د افغانستان د خلکو،د دغه سترزیان په وړاندی باید آمریکا او ناټو، په ګډه په افغانستان کې د جګړی په اړوند یو نوی نظر وکړی او په ګډو یوه داسی ستراتژی را د مخه کړی، چې د افغانستان خلک نور د جګړی له نا تار څخه وژغوری، او په ځاى یی سوله او رښتینې دیموکراسی رامنځته  کړی.

دکمه بازگشت به بالا