آمریکا له اربکیانو څخه یوه بله تلا جوړوی!

کله چی په افغانستان او عراق کې خبریال دیوید پتروس د امریکایی پوځونو د عمومی قوماندان په توګه و ټاکل شو، او د لومړی ځل له پاره پاکستان ته راغی او په پاکستان کې د امریکا د نوی ستراتژی په هکله د پاکستان مقاماتو سره خبری وکړی نو خپله په قبایلی سیمو کې یۍ د اړبکیو د جوړولو طرح وړاندی کړه چی د پاکستان مقاماتو له خوا و منل شوه، د اسلام آباد له سفر وروسته دیوید پتروس کابل ته راغی او په کابل کې یۍ د حامد کرزی سره دا خبره کړه چی باید په افغانستان کې د امریکایی  سرتیرو شمیر دوه چنده شی یانی ۶۰ زرو تنو ته ورسیږی  د امریکا ددفاع وزیر رابرت کتیس هم په دغه بآور دی او په خپله د امریکا نوی ټاکل شوی جمهور رییس باراک اوباما هم ورته نظری لری. له بلی خوا،
امریکایی جنرال جمیز جونز چی په امریکا کې د افغانستان په اړوند، په نوی ستراتژی کار کوی. نوموړی هم د افغانستان په نوی ستراتژی کې د عراق په  څیر د افغانستان د ملیشو یا اربکیانو د جوړولو غوښتنه کوی. چی نوموړی اربکیان یا د قبایلو قومنی ملیشی به د آمریکا له خوا، تمویل کیږی، د تروریستانو په وړاندې په د جګړی تکتیکونه د امریکا پوځیانو له خوا، ورته ښودل کیږی او د آمریکا د ستراتژی له مخې په د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلی سیمو کې د طالبانو او تروریستانو مخنیوی کوی. داسمه خبره د چې په افغانستنان کې د ظاهر شاه د حکومت په وخت کې د قومی  او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بولور ساتلو له پاره قومی اربکی جوړیدل او په خپله رقمونو، له خوا، معاش ورنه ورکول کیده، خو نن حالات بل ډول نه افغانستان هغه پخوانی افغانستان او نه پاکستان هغه پخوانی پاکستان دی. په افغانستان او پاکستان کې نن حاکم حالات د پخوا، په پرتله زیات توپیر لری. په کارده چې په خپله امریکا باید د پاکستان او افغانستان په قبایلی سیمو کې د اوسنۍ زمانی سره سم د خلکو د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې اصلی ریښی پیدا کړی. چی زیاتره یۍ له همدغه دی قبایلی سیمو څخه سرچینه اخلی. دا چې اوس مهال په امریکا د بارک اوباما د نوی جمهور رییس  د رسمی کار پیل ته څو ورځی پاتی دی. او د آمریکا یو شمیر پوځی خبریالانو او سیاستوالو په دی خبره زور  اصلی دی چې په افغانستان کې د پوځی اربکی جوړی او ۲۰-۳۰ زرو پوری اضافی سرتیری دی افغانستان ته ولیږل شی.
 چې داسی کار د جوړولو له پاره د لومړی حل له پاره د میدان وردک ولایت غوره ګڼلی دی، په دغه اړوند د افغانستان د ولسمشر، لوړاینه چاردوکو، سیاستوالو او ملی شخصیتونه بېلابېل غبرګونونه ښکاره کوی. په خپله ولسمشره حامد کرزی په کلیو او ولسوالیو کې د امریکا پوځیانو زیاتوالی نه غواړی او غواړی چې امریکایی پوځیان  باید په پوله کی ځآی پر ځای شی، او د اربکیانو د جوړولو له امله په افغانستان کې بویله جنګسالاره ډله منځته راځی چی کنترول به یۍ د افغانستان اوسنی او راتلونکی دولت له توان څخه و تلی وی. د هیواد یو شمیر خلک د ولسمشر حامد کرزی د نظر سره پوره یووالی لری، خو بیا پوهیږی خلک داوری چی د افغانستان کې د امریکایی او نورو بهرنیو هیوادونو، د پوځونو زیاتوالی په افغانستان  کې نه شی ټینګولای او په دی ټینګار کوی چی په خپله د افغانستان ملی اردو او ملی پولیس باید پیاوړی کړی. دیو شمیر خلک پیاوړی چې که نور بهرنی ځواکونو افغانستان ته راځی باید د نوموړو ځواکونو مسوولیت او صلاحیت باید د یو قانون له مخی شخصی شی، چی له نوموړی قانون څخه د سرغړونی په صورت کې هیڅ یوه بهرنی پوځی یۍ سزا، پاتی نه شی. په دغه رنګه  غبرګونو کې آمریکا د افغانستان د ولسمشر او خلکو، دهیلو پرخلاف بیا هم د اربکیانو د جوړلو خبره کوی. چی د آمریکا دغه رنګه ټینګار د یو شمیر زیاتو افغانانو له خوا، د کرکی او غوسی سبب شویدی. او دا استدلال چی د ملیشو او اربکیو جوړول په اوسنیو شرایطو کې زیاتی ستونزی را منځته کوی او په دغه اربکیو زیاتره هغه خلک جذب کیږی چی همدا اوس د ټوپک او وسلو په زور له خلکو نه باج اخلی، لوی لاری وهی، موټر او خلک تښتوی او د نیشه توکو په قاچاق کې ستره برخه لری. له بلی خوا کېدلای شی چی د پیسو په بدل کې نوموړی اربکی زیاتی سیاسی لانجی د پاکستان او افغانستان ترمنځ موجودو سیاسی ستونزو، له امله او له اربکیانو څخه  یوه بله بلا جوړه کړی. افغانان په دی خبره هم په غوسه دی چی ولی آمریکا د افغانستان د دولت پارلمان او خلکو له غوښتنی پرته له عراق څخه خپل له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو پوری اضافی سرتیری په راتلونکی کال کې افغانستان ته راولی؟ نو ددغه رنګه پوښتنی په ځواب کې په کارده چې امریکا، لومړی د افغانستان د دولت پارلمان، سیاسی ګوڼدو ملی شخصیتونو یو لړ مشورې سرته ورسوی، ترڅو په نوی  گډی پیکړی سره سلاوکړی چی د افغانستان خلکو ته د منلو وړوی. او که نه په افغانستان د امریکا بی سرتیرو زیاتوالی او د اربکیو، جوړول هیڅ په ډرد نه خوری او کیدلای شی چې په سمه او  نړۍ کې د طالبانو او تروریستانو د زیاتوالی لا مل شی او د سیمی هوادونو ترمنځ لازیات  بی امنی را منځته کړی.

دکمه بازگشت به بالا