آمریکا، د افغانستان جګړه یوازې په پوځی زور نه شی ګتلاى!

دامریکا ولسمشر باراک اوباما  دسلواغی دمیا شتې په ۲۷مه د پنجشنبی په ورځ  په واشنګتن کې د خپل دیموکرات ګوند د لوړ رتبه چارواکو، په یوه ځانګړی غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چی: امریکا د افغانستان جګړه یوازی په پوځی زور نه شی ګټلای. اوباما، نوموړی خبره په داسې حال کې کړې وه، چی په افغانستان کې د اوباما په غوښتنه د امریکا لوړ رتبه پوځی  چارواکی د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس، لوی درستیز مایک مولن او په افغانستان او عراق کې د امریکا د قواو،

عمومی قوماندان جنرال دیوید پتروس، د خپل ترتیب شوی پلان له مخې د امریکا د اضافی سرتېرو درالیږلو عملی کار پېل کړی و، چې تر اوسه پوری یا نی د روان کال د جنوری د میاشتی له ۲۷ می نیټې را په دیخوا، د امریکا یوه غرنۍ لوا، افغانستان ته رارسیدلې ده، چی نوموړی لوا، په لوګر، میدان ښار او کونړ په ولایت کې ځای پر ځای شویده،او اوباما ،افغانستان ته د۱۷زرو نوو اضافی سرتېرو ،دلیږلو، پلان هم دسلواغى دمیا شتې په ورستیو کې منظور کړیدى. له بلی خوا، یو شمیر اندیښنې د افغانستان د دولتی چارواکو له خوا، د اوباما او د امریکا د نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم پیدا شویدی. او هغه اندیښنې دادی چی په خپله د افغانستان د دولت مشر حامد کرزی په خپلو تیرو خبرو کې دا خبره هم کړیوه ،چی ده خپل یو ۱۱ ماده ییزه پلان د امریکا د پوځی عملیاتو په برخه کې امریکایی چارواکو ته سپا رلى دى. نوموړی بیا هم کله چی د ملګر و ملتونو سر منشی بانکیمون د روان کال د سلواغی د میاشتی په ۱۶ مه افغانستان ته راغی. له نوموړی سره یی له خبرو وروسته  په یو خبری کنفرانس کې د خبریالانو په وړاندی وویل، چی ما ، د ۱۱ ماده ییزه  پلان له مخې له آمریکا څخه غوښتنې دی چی خپل عملیات د نوموړی   پلان له مخې  اعیار کړی ، او له موږ سره خپلی خبری په  پور ه ډول شریکی کړی، او  په دغه برخه کې که امریکا ،هر څومره فشار په موږ راولی، له خپلو خبرو څخه نه په شاکیږو…
د حامد کرزی دغه خبری نه یوازی دا چې د امریکا ولسمشر اوباما ته متوجه وی بلکی د ملګرو ملتونو سر منشی بانکیمون ته هم متوجه وی.
حامد کرزی دا خبره وکړه، چی: موږ د امریکا سره خپلی اړیکی ټینګی ساتو، خو دا نه شو، زغملای چې د آمریکا په بمباری کې بې ګناه افغانا ن ووژل شی،کورونه یی تلاشی شی او په خپل سر افغانان بندیا ن شی.  اوباما د خپل کمپاین په وخت کې چی کابل ته راغی هم یی دا خبره کړیوه چی: په افغاسنتان کې د پوځی هڅو پرته باید سیاسی او اقتصادی هڅی هم پېل شی. نن د امریکا او ناټو له پاره په افغانستان کې د میشتو پوځونو د اکمالاتو خبره له ټولو نه لومړی خبره ده. دا ځکه هغه اکمالات چی بهرنیو ځواکونو ته د خبیر-تورخم له لاری کیږی وخت په وخت د زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږی. د سلواغې د میاشتی په ۱۵ مه  طالبانو، د خیبر-تورخم د لاری په اوږدو کې د امریکا او ناټو، د اکمالاتو د کاروانونو په وړاندی یو پل ړنګ کړ، چی وروسته په هماغه پل د پاکستانی پوځ له خوا، استحکامی پل جوړ شو. له بلې خوا، د روسیی له لورې، داسی هلی ځلی روانی دی چی د منځنی آسیا هیوادونه او په ځانکړی ډول د قرغېزستان مشر دیته اړکړی چی په امریکا باندی د مناس پوځی اکمالاتی اډه وتړی ،چی د روسیی د نوموړو هڅو په بهیر کې قرغیزستان په امریکا باندې،دروان کال دکب دمیاشتې په ۲مه د مناس پوځی اډه  وتړله او روسیې ددغه کار په بدل کې قرغیزستان ته دوه میلیارده ډالره ورکړل.
ددغه رنګه هلو ځلو  په بهیر کې اوس دا پوښتنه را پیدا کیږی چی امریکا ،به اوس په کومو سیاسی او اقتصادی نوښتونو لاس پوری کو ی، چی په راتلونکو کې به په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځی ځواکونو د مهماتو او نورو لوژیستیکی موادو د کمښت سره مخامخ نه شی؟ هغه خوبونه چی د بوش اداری په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړی د دوام له پاره لیدلی وو، یو هم رښتیا نه شو، نو د اوباما ، د اداری خوبونه په څه رښتیاشی. نن ورځ په افغانستان کې د امریکا د تروریزم پرخلاف جګړی په موخو، د نړۍ او د سیمی ټول هیوادونه پوهیږی او هر هیواد، مجبور او مکلف دی چی د خپلو ملی ګټو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړوند ځانکړی دریځونه او تد بیرونه ونیسی.
اوباما باید په دی پوه شی چی د ترویزم پرخلاف جګړه یوازی په افغانستان کې نه پاتی کیږی، بلکې تاو  یی نورو هیوادونوته هم رسیږی. له بلی خوا، هغه ۴۲ هیوادونه چې نن یې په افغانستان کې پوځونه میشت دی هم د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره د امریکا په مشرۍ د ترویزم د جګړی په پر مخبیو لو کې د امریکا سره هم غږی نه لری، چې دغه نښې نښانې دکب دمیا شتې په ۲مه په پولنډ کې دناټو دغړو هېوادونو ، ددفاع دوزیراون په غونډه کې هم په ډاګه شو . د دغه رنګه واقعیتونو په درک  کولو سره اوباما او د ده ټول کار ټیم ته په کار ده ، چی د خپل پوځی پلان نه مخکی په خپله ستراتژۍ کې په پوره ډول سیاسی برخې ته ځاى ورکړی . او په خپل سیاسی پلان کې د افغانستان ګاونډی هیوادونه، د منځنی آسیا هیوادونه او روسیی ته هم ځای ورکړی، چې په دغه وسیله کېدلاى شی په افغانستان کې د آمریګا په وړاندې دتروریزم پر خلاف جګړه کې زیاتې ستونزې او ګواښونه له منځه ولاړ شی ، اودبری چانسونه لازیات شی .

دکمه بازگشت به بالا