غزنی او پکتیکا ته راکډه شوی په داعش پورې تړلی خلک دی

د غزنی او پکتیکا چارواکی وایی، چې دغو ولایتونو ته د پاکستان په ګډون له ځینو هېوادونو ١٠۵٠ کورنۍ ورکډه شوې، چې ځانونه په داعش ډلې پورې تړلی بولی.
د مرغومی په ٢٢مه د غزنی ولایت سرپرست او د پکتیکا والی په دې اړه په ګډې خبری غونډه کې وویل، دا کورنۍ چې ښځې او ماشومان ورسره دی، تور بېرغونه لری او په سیمه کې وېره خپروی.
د غزنی سرپرست والی موسى خان اکبرزاده وویل، چې ناوې ولسوالۍ ته ٢٠٠ کسان او یو شمېر بهرنی راکډه شوی، چې د ګیلان ولسوالۍ تر اوږدو مېشت شوی دی.
نوموړى زیاتوی، دغه کسان د افغان سرتېرو پر ضد دی، د داعش وسله والې ډلې په ګټه شعارونه ورکوی، تور بېرغونه لری او په سیمه کې وېره خپروی.
اکبرزاده وایی: ((یو شمېر یې له پاکستانی مدرسو راغلی او پخوانی طالبان دی، موږ فکر کوو، چې دا یوه لویه دسیسه ده.))
هغه د یادې دسیسې د څرنګوالی په اړه څه ونه ویل او نه یې هم یادونه وکړه، چې له دغو کورنیو سره وسلې شته او که نه.
سرپرست والی وایی: ((موږ معلومات کوو، چې دا کسان دقیق کړو او په اړه یې مرکزی ادارې ته خبر وکړو . د ناوې ولسوالۍ له ګډې پولې سره نږدې پرته ده او د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.))ده وویل: ((اورېدلی مې دی، چې یو شمېر نور دغسې کسان هم راځی، زموږ معلومات ښیی چې ٩٠ سلنه یې د توطیې لپاره راځی. دا کسان پخوانی طالبان دی، له امنیتی سرتېرو سره جنګېدلی.))
د پکتیکا والی عبدالکریم متین هم وایی، چې دغه ولایت ته شاوخوا ٨۵٠ بهرنۍ کورنۍ په غیر قانونی ډول د کډوالو په نوم راغلی، چې اصلاً کډوال نه دی.متین ونه ویل چې دا کسان په داعش پورې تړلی که نه خو یادونه یې وکړه: ((دا کډوال نه دی او نه د جنګ له وېرې راغلی، بلکې د جنګ لپاره راغلی.))هغه وویل په دغو کورنیو کې عرب، پاکستانی او چیچینی شامل دی، په ځینو سیمو کې یې خلک له کورونو په زوره شړلی او د هغو په کورونو کې مېشت شوی دی.
والی یادونه وکړه: ((دا کسان په سیمه کې وېره خپروی.))
هغه وویل، دا کورنۍ د غزنی، زابل او پکتیکا ولایتونو ترمنځ پرتو سیمو نوبهار، اب بند، ناوه او شمیلزو کې مېشت دی، چېرې چې امنیت ښه نه دى او له پاکستان سره په پوله دی. د پکتیکا والی وایی امنیتی ادارې د دغو کورنیو په اړه پلټنې کوی څو معلومه کړی، چې څوک دی او دلته د کوم پلان پر اساس راغلې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :