کندهار کې هوایی بریدونو کې د ۴۳ طالبانو د وژلو ادعا شوې

د کندهار امنیتی مقامات وایې چې د سه‌شنبه په شپه یې د دې ولایت د نېش د ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو د یوې سترې حملې پر شاه تمبولو لپاره جنګی الوتکې کارولی چې له امله یېپه هوایی بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوی دی.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو د نیش ولسوالۍ د نیولو لپاره له څلورو خواوو څخه د دغې ولسوالۍ په مرکز بریدونه وکړل چې دغې ډلې وسله والو ته د سر د زیات زیان له رسیدلو وروسته د هغوی بریدونه بیرته په شا وتمبول شول.
جنرال عبدالرازق وویل،چې د وسله والو د حملې پر وخت د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو په هوایی بریدونو کې وسله وال سخت ځپل شوی دی.
جنرال عبدالرازقوویل ” په هوایی بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان دی چې وسلې او موټر یې هم لمنځه تللی، اوس په سیمه کې امنیتی حالت د ډاډ وړ دی”.
نېش ولسوالۍ د کندهار د شمال په ۱۵۰ کیلو میترۍ کې د زابل او ارزګان ولایتونو پولو ته نږدې پرته ده.
تېر کال هم پر دغې ولسوالۍ وسله والو طالبانو یو لړ بریدونه ترسره کړی وو، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز د یوې اونۍ لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی وو.
د کندهار امنیتی مقامات منی چې د کندهار په شمال کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره په سرحد کې پرتې د دغه ولایت ولسوالۍ نا امنه دی، خو زیاته وی چې د وسله والو د ځپلو لپاره یې په دغو ولسوالیو کې د اړتیا پر وخت لازم اقدامات کړی دی.
طالبانو د تیرې شپې په بمباریو کې د خپلو ۴۳ وسله والو وژل رد کړی او ادعا یې کړې، چې د دغو جګړو په ترڅ کې یې د نیش ولسوالۍ شاوخواته د افغان ځواکونو دوه پوستې نیولی او په لسګونو افغان سرتیری یې مړه او ټپیان کړی دی.
د طالبانو یو ویاند قاری محمد یوسف احمدی، رسنیو ته په یو استولی اعلامیه کې ادعا کړې چې د افغان سرتیرو ۱۷ مړی لا هم د دغې دلې له خوا په نیول شوو پوستو کې پراته دی.
خو افغان امنیتی چارواکو په دغو جګړو کې د افغان ځواکونو د سرتیرو وژل تراوسه نه دی تائید کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :