له کوردستانه تر بلوچستانه

- گل بلوچ

تېره ورځ، بی بی سی فارسی ویبسایټ، د (همه پرسی کردستان؛ موجی که تا مرزهای افغانستان خواهد رسید؟) په نوم لیکنه خپره کړی وه؛ د لیکنې لوستو ته مې تلوسه پیدا سوه، نو ژر مې ولوسته خو یو څو برخې یې د بحث وړ را ته ښکاره سوې؛ په لیکنه کې د کوردستان د ریفرنډم (نظر پوښتنې) اغېزې پر سیمې او په ځانګړی توګه، پر بلوڅو راګرځېدې.
په اوسنیو وختو کې د کوردستان هیواد جوړیدو په اړه ګرم بحثونه روان دی او د کوردستان په باب، د ریفرنډم په اړه ایران، ترکیې او د عراق حکومت سخت غبرګون ښودلی دی او تر څنګ یې، همهاله په سویس کې، د بلوچستان د آزادۍ په باب، د بیل بورډونو د لګولو په اړه، د پاکستان تند غبرګون، د بلوڅو داعیه هم بحث ته اچولې ده..
د دغو بحثونو په لړ کې به، دلته د بلوڅانو او کوردانو پر ځینو مهمو مشترکاتو او پرتله باندې لنډ مکث در سره وکړو.

 تاریخ:

 په بلوڅو کې یو روایت سته چې بلوڅ قوم له کوردانو سره قومی ریښه لری او په بلوڅ قبیلو کې یوه قبیله د کورد په نوم سته چې په بلوچستان کې مېشته ده؛ مورنۍ ژبه یې بلوڅی ده او په سیاست کې ډیره فعاله ده، خو دا روایت د بلوڅ مورخ -ګل خان نصیر- له خوا کمزوری بلل شوی دی.

 فرهنګ:

 د فرهنګ په برخه کې، د بلوڅو او کوردانو توپیر نه سره کیږی، څېرو، لباسونو او ټولنیزو مسایلو ته چې یې ګورو، فکر کوو چې دا یو قوم دی او له نارینوو سره، په سیاست او ټولنیزو کارونو کې، د ښځو فعاله ونډه هم، د دواړو قومونو ګډه وجه ګڼل کېدای شی.
دین او مذهب:

 لکه څنګه چې د کوردانو له دینی افراطیت سره نه لګیږی، همدا شان، د کوردانو دغه دود په بلوڅو کې هم سته؛ د بلوڅانو لپاره ډیره هڅه وسوه چې افراطی جریانانو پکې پیدا کړه سی خو دا هڅه یو مخ ناکامه سوه؛ البته، په ایران- مېشتو بلوڅانو کې د مذهبی افراطیت څه ناڅه څرکونه سته، خو د هغوی نفوسو ته په کتو، دا مسئله ډېره د تشویش وړ نه ده.

 جبر:

 دا دواړه قومونه پر څلورو او دریو برخو ویشل سوی دی؛ د حکومتونو له خوا په غربت کې ساتل سوی دی؛ تل د نشیی توکو د قاچاقبرانو په نوم وژل کیږی او غیر انسانی چلن ورسره کیږی.

 د ازادۍ مینه:

 له ازادۍ سره مینه، په دواړو قومونو کې یو شان ده؛ کله د توپانی سمندر او کله هم د ارام سمندر په شان.

پرتله:
د دواړو قومونو پرتله کول یو څه سخت کار دی ځکه چې د نفوسو له مخې، کوردان ډېر دی او د ازادۍ اخیستو لپاره، د نفوسو د ډېرښت فاکټور ډېر مهم دی؛ په سیاست کې کوردان تر بلوڅانو ډیر فعال دی؛ اروپا- مېشتی کردان، په اروپایی هیوادونو کې ډېر وکیلان لری چې دغه وکیلان په آزادې اخیستنه کې خپل رول لری ځکه هغوی ور ته په نورو هیوادونو کې لابی کوی؛ همدا شان، کوردان تر بلوڅانو په هر برخه کې باتجربه کادرونه لری او په هره برخه کې ترې پورته دی او د هیواد جوړولو لپاره یې تر ډیره شرایط پوره کړی دی.
پر بلوڅانو د کوردستان د ریفرنډم اغېزې:
پر بلوڅانو به د کوردستان د ریفرنډم اغیزې داسې وی لکه یوه سرګردان مسافر ته چې د لارې نقشه ورکوې، بلوڅانو ته به د خپلې مبارزې په اړه امیدونه پیدا سی، ځکه د بلوڅو د مبارزې تاریخ ته چې ګورو نو هلته د ناامیدۍ څرکونه ډېر سته، په همدې وجه، ډېر کله له مزل وهلو څخه پاته سوی دی او له هر پاڅون وروسته بیرته ارام سوی دی؛ بلوڅ ځوانان به د کوردستان د ریفرنډم له وجهې خوب و نه کړی.
بله مهمه نقطه د مبارزې میتود دی؛ بلوڅان اوس هم له پخوانی میتود سره سم، مبارزه کوی؛ بلوڅان به دې مسلې ته متوجه سی چې پخوانی میتود کار نه ورکوی؛ باید پر میتود فکر وکړی او له شرایطو سره سم، د مبارزې میتود بدل کړی؛ د کردانو د مبارزې میتود به بلوڅانو ته جالب وی او له شرایطو سره سم به، د کردانو د مبارزې میتود خپل کړی.

نتیجه:
بلوڅان به د ازادۍ اخیستو لپاره ډېرې لویی قربانۍ ورکوی؛ کنه نو د بلوڅو مبارزه به ناکامه وی؛ بلوڅان به یې لکه کوردان، نړیوالو ته ثابتوی چې په سیمه کې د افرطیت مخه یوازی بلوڅ قوم نیولای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :