افغان چارواکو: پام چې دا بله لومه ده

- ودان

له  هغې ورځې چې د امریکې ولسمشر ډوناډ ټرمپ د سویلی اسیا او افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژی اعلان کړې او په هغه کې امریکا، پاکستان دوست نه بلکې مخالف ښودل شوی او دغه راز، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د هغه هېواد دوه مخی رول ته کلکه ګوته نیول شوې او پرخلاف یې د غوڅ دریځ اټکل شوی، ددغه هېواد (پاکستان) چارواکی سخت وارخطا شوی.

پاکستانی چارواکی پرخپل ټول توان هڅه کوی چې د خپلو کړنلارو په اړه نړیوال په تېره د امریکایی چارواکو ذهنیت پر خپله ګټه بدل کړی. دا د پاکستانی چارواکو زړه او پخوانۍ لوبه ده. په پخوا کې به هم چې کله پر پاکستان نیوکو زور واخیست نو هغوی به په ډېره هوښیارۍ او چالاکی د اړیکو ښه کولو او خبرو اترو یوه ډرامه رامخته کړه او ځانونه به یې سپن چرګان کړل، دا ډرامه بیخی ډېره تکرار شوې.

خو حیرانونکې دا ده چې افغان چارواکو په پخوا کې تل هغه د چا خبره دغه ډول ګول خوړلی دی او له نړیوالو فشارونو یې د پاکستانی چارواکو په ژغورنه کې مرسته کړې. سره له دې چې د افغان چارواکو شکایت به له ځمکې تراسانه پورته و خو چې کله به پاکستانی چارواکو بیخی وړه اشاره ورته وکړه نو دوی به هرڅه هېر کړل، ته به وایې چې هیڅ هم نه دی پېښ شوی. دا لوبه ان د برهان الدین ربانی په واکونۍ کې څو ځله تکرار شوې. یو وخت داسې راغی چې د نوموړی په واکمنی کې اړیکی تر وروستی بریده ترنګلی شول خو چې پاکستان په کومه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، له ځنډ پرته یې ومنله او ګډون یې په کې وکړ.

 د ولسمشر کرزی په واکمنی کې دا لوبه څوځله تکرار شوه. ولسمشر کرزی به تل ویل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه دې د افغانستان په کلیو کې مخته نه وړل کېږی بلکې د ترهګرو ځالې دې په بهر کې په نښه شی، خو داسې ورځ هم راغله چې ولسمشر کرزی اعلان وکړ چې که امریکا پر پاکستان برید وکړی دی به د پاکستان خوا ونیسی.

لرې به نه ځو د ولسمشر محمد اشرف غنی واکمنی پرمهال په پاکستان کې د ملاعمر د مړینې له اعلان چې ورسره د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې پراوبو لاهو شوې او ورسره جوخت د کابل په سیاه سنګ کې د موټر بم زوروره چاودونه وشوه چې د پړې ګوته په کې پاکستان ته ونیول شوه، دې پېښو د دواړو هېوادو اړیکې بیخی خرابې کړی. په دې سره پاکستان یو ځل بیا د نړیوالو تر کلکو نیوکو لاندې راغی، دغه وخت پاکستانی چارواکو هڅه وکړه چې پرځان د نیوکو بار سپک کړی. له دې سره همماله په پاریس کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس جوړېده او ولسمشر غنی په دغه کنفرانس کې د ګډون تابیا لرله، د پاکستان د وخت لومړی وزیر نواز شریف دا طالایی چانس وګاڼه چې ولسمشر غنی سره په لیدنې کتنې رامنځته شوی حالت بدل کړی. پاکستانیان پردې پوهېدل چې ښاغلی غنی نور باور نه پرې لری. خو پاکستانی چارواکی چې ددغه ډول حالتونو قابو کولو خورا ستره تجربه لری دا ځل یې بله لار غوره کړه او له نواز شریف سره لیدنې ته د ولسمشر غنی قانع کولو په موخه یې مخور سیاستوال، محمودخان اڅکزی، اسفندیار ولی خان او افتاب احمدخان شیرپاو په ننواتې کابل ته ولېږل او ولسمشر غنی هم د هغوی مخ ومانه او د پاریس نړیوال کفنرانس په څنډه کې یې له نواز شریف سره وکتل. سره له دې چې هغې لیدنې افغانستان ته د ویښته په اندازه ګټه هم ونه کړه خو پاکستانی چارواکی وتوانیدل په نړیواله کچه د ځان په اړه منفی ذهنیت یو څه بدل کړ.

اوس چې یو ځل بیا پاکستان د ولسمشر ټرمپ د غضب له څپړې سره مخ شوی بیا غواړی په ټګۍ او برګۍ ځان خلاص کړی، له یوې خوا د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه خبرواترو له لارې افغان سولې ته خپله رښتینولی وښیی او له بله پلوه د هغه هېواد اصلی واکمن یانې د پوځ لوی درستیز د خبرواترو له پاره کابل ته راغی خو تېرو تجربو ښودلې چې دا منډې ترړې هم د پخوانیو هغو په شان له نړیوالو نیوکو د پاکستانی چارواکو د ځانونو خلاصولو له هڅې بله هیڅ ګټه نه لری.

پردې ټول پوهېږی چې د پاکستان د پوځ ستراتېژی پر درې ارونو ولاړه ده:

۱ – د کشمیر پر محور په سیمه او نړۍ کې د هند کمزوری کول،

۲ – د خپل اټومی ځواک ساتل او پراختیا،

۳ – په کابل کې د لاسپوڅی رژیم واکمنول.

له دغو ارونو پاکستان تر هغه وخته په هیڅ ډول نه تېرېږی چې په رښتینې توګه دا کړنلاره د خپلې بقا په زیان ونه ګوری.

د جګړې او مبارزې یو له اساسی ارونو دا دی چې سیال یا دوښمن ته به په بشپړه توګه ماتې ورکوې، هیڅکه به کار نیمګړی نه پرېږدې دا ځکه چې که دې غلیم ته بشپړه ماتې ورنه کړه، او مبارزه دې په نیمایی، یاد ۳ پر۴ مه برخه کې پرېښوده غلیم بېرته د غچ له پاره ځان چمتو او ګوزار درکوی. داسې بیلګې هم لیدل شوی چې ددغه ار نه په پام کې نیولو درانه زیانونه اړولی.

دلته یوه وړه بیلګه یادوم: جنرال کریم قاسم او جنرال عبدالسلام عارف چې په ګډه په عراق کې په ۱۹۵۸ کال کې د میرفیصل په مشری د وخت پاچایی حکومت نسکور کړ او واک ته په داسې بڼه ورسېدل چې جنرال کریم قاسم ولسمشر او جنرال عبدالسلام عارف هم مهمې څوکۍ خپلې کړې. له لږ ځنډ وروسته عبدالسلام عارف د کودتا هڅه وکړه خو هڅه یې ناکامه شوه او له خپل پخوانی ملګری یې د عفوې غوښتنه وکړه او هغه هم وباښه. خو عبدالسلام عارف بیا ځلی ځان کودتا ته جوړ کړ او له کریم قاسم یې لوری لودن ورک کړ، نو دا ځل کریم قاسم له خپل پخوانی دوست د عفوې غوښتنه وکړه خو عارف په ځواب کې وویل چې ته احمق وې چې دغه کار دې وکړ نوځکه خو دغه برخلیک سره مخ شوې! زه کله هم دا تېروتنه نه کوم، همغه و چې کریم قاسم او د هغه نږدې پلویان یې چاندمارۍ او دغه بهیر یې د تلویزیون پر پرده هم وښود.

اوس چې پاکستان د امریکې له غضب سره مخ شوی باید پرې نه ښودل شی چې د ارام سا واخلی، اړینه ده چې دغه بهیر بشپړ شی او له پاکستانه د تل له پاره دغه چانس واخیستل شی چې د افغانستان په اړه د خپل ستراتېژیک عمق او په کابل کې د لاسپوڅی رژیم واکمنولو له خوب او خیاله تېر شی.

موږ نه وایو چې افغان چارواکی دې د خبرو اترو ور(دروازه) یو مخ وتړی بلکې وایو داسې دیپلوماسی دې غوره کړی چې دغه ډول لیدنې کتنې د مقابل لوری پر عملی اقدام پورې وتړل شی. دوی ته دې په روښانه ټکو وویل چې د اړیکو عادی کول ستاسې په دغه یا هغه اقدام پورې تړلی دی، د دویم ګام له پاره بل تارګیټ وټاکل شی او دغه بهیر همدغه ډول پرمخ ولاړ شی له دې پرته دا بله لومه ده چې افغانستان ته له زیان پرته هیڅ ګټه نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :