د کرزی موټر چلوونکی د افغان ځواکونو لخوا وژل شوی

د پخوانی ولسمشر حامد کرزی موټر چلوونکی او دوه نور ولسی وګړی د عینی شاهدانو په وینا په ننګرهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی، د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېزاکمالاتی سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات له مقاومت سره مخ شوی او مرګژوبله رامنځته شوې، خو نوموړی دا نه وایی چې هدف څوک وو او په نښه شوی څوک دی.
دی وایی: “تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په بېزاکمالاتی سیمه کې عملیات کړی، مرګ ژوبله هم لری.”
یوې بلې امنیتی سرچینې د نوم نه ښودلو پر شرط بی بی سی ته ومنله چې وژل شوی ټول ملکی وګړی دی.
د یادې سیمې قومی مشر اعتبار خان بی بی سی ته وویل، په سیمه کې ځانګړی ځواکونه بلې دندې ته راغلی وو او عملیات یې درلودل، خو دوی ناخبره ول.
دی زیاتوی د وژل شوی یوه تن ته یې له کوره وویل شول، چې غله یې پر کور ور ننوتی، دوی چې هلته ورسېدل پرې ډزې شوی او درې تنه وژل شوی.
ښاغلی اعتبارخان وایی: ”موږ په پاس حجره کې د یو حاجی د ښه راغلاست په یوه مېلمستیا کې ناست وو، زموږ یوه خپلوان ته له کوره زنګ راغی چې غله راغلی، موږ پولیسو ته زنګونه وکړل، هغوی ژر رانغلل. دوی د کورنۍ ساتلو لپاره ورغلل، شېبه نه وه تېره شوې چې ډزې شوې، موږ حیران وو څه وکړو او څه وشول، تپه تیاره وه، وروسته چې ډزې ودرېدې، له هغه ځایه زموږ درې تنه ژوندی راغلل، تر ډېره وخته ډزې وې، بیا چې موږ سیمې ته ورغلو، درې تنه مو هملته په مرمیو سوری وو.”
ده زیاته کړه چې په وژل شویو کې د مخکینی ولسمشرحامد کرزی موټرچلوونکی، یو دولتی کارمند او بل هغه د ننګرهار ګمرک کارکونکی دی.
په پېښه کې یوه کس چې په ګوته برسیرن ټپی و وویل: ”موږ چې لاړو هلته کرولا موټر ولاړ و، د حکومتی ځواکونو نښه نه ښکاریده، نه دولتی موټرې وې. تیاره وه موږ ډېرغږونه وکړل، خو هغوی پر موږ ډزې وکړې.”
د پېښې پرمهال په سیمه کې د یوې امنیتی پوستې ساتونکی هم له اصلی کیسه نه و خبر چې هلته څه پېښ دی.
دوې اونۍ وړاندې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د یو قومندان او مرستیال د وژل کېدو سربېره په سیمه کې چارواکو د یوې مېرمنې په ګډون د درې ولسی خلکو د وژل کېدو منښته کړې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :