ختیځ زون د سرحدی پولیسو قوماندان له یوې چاودنې روغ راوتلی

ختیځ زون کې د سرحدی پولیسو د قوماندان پر موټر چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې زخمیان کړی دی.
چاودنه نن له غرمې مخکې یولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د بلندغر سیمه کې د سرحدی پولیسو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل په نظامی ‘هانوی’موټر شوې ده.
د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوږیاڼی وایی چې د سرک غاړې د ماین دغه چاودنه کې یو ماشوم چې د سرک پر سر یې د جوارو وږی خرڅولوژل شوی او درې ملکیان چې دوه یې ماشومان دی ټپیان شوی.
نوموړی وایی په پېښه کې جنرال حسین خېل روغ وتلی او یو ساتونکی یې زخمی شوی دی.
د والی ویاند دا هم وایی چی د سرحدی لېوا قوماندان له کونړ څخه ننګرهار ته پر لاره و چې دغه چاودنه پرې شوې ده.
د ننګرهار د دولتی روغتون مسولین وایی چې یو جسد او څلور ټپیان وروړل شوی چې د زخمیانو وضعیت ښه دی.
تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت کوم چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

اشتراک گذاري با دوستان :