پاکستان په افغانستان سوله او ثبات غواړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی دی چې هیواد یې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړی. دغه پاکستانی چارواکی تر هغه یوه ورځ وروسته چې افغان ولسمشر اسلام آباد خبرو اترو ته راوبله، دغه څرګندونې کړې دی.
د وی‌او‌ای په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلی دی چې اسلام آباد په خپل ګاونډی هیواد، افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
په بیانیې کې زیاته شوې ده چې همدا اوس هم د خبرو اترو او ډیالوګ له پاره میکانیزمونه شته. د بیانیې په حواله پاکستان به د افغانستان د سولې په برخه کې خپله ونډه ادا کړی.
کابل تل پر اسلام آباد باندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوی خو اسلام آباد د دغو تورونو له ردولو سره ټینګار کوی چې وسلوالو مخالفینو یې په افغانستان کې پټنځایونه جوړ کړی دی.
تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی، په خپل اختریز پیغام کې پاکستان ته د خبرو اترو بلنه ورکړی وه ترڅو د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې له منځه ولاړې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :