د پاکستان اقتصادی انزوا د اوج او انفجار په ستیج

- محمد آصف ننگ

دا چې اوس وخت پاکستان په سیاسی لحاظ خپل انزوایی مراحل طى کوی پکې هیڅ شک نشته، مگر ما ته چندان جالبه او عجیبه نه ښکاری ځکه چی پاکستان عملاً او له ډیرو کلونو را هیسی په سیاسی انزوا کې دى، له یوې خوا دا هیواد عملاً نظامیان رهبری کوی، نه سیاسیون، او نظامیان په سیاست کې بلدیت نلری، چې واضح ده او تشریح ته احتیاج نلری، خو له بلې خوا پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې د نظامی او عسکری ماموریتونو ټیکداری پر مخ وړی، افغانستان، کشمیر، هند، بنگلادیش، له تروریزم سره جنگ، تر منځنۍ آسیا، چیچن، د تبت د ناراضی حرکتونو، تر ایران، تر روسې او تر خلیج پورې د پاکستان موجودیت د شرارت او دسیسو په مرکز تبدیل شوى، ځکه نو د سیاسی انزوا توقع حتمی ده.
په پاکستان کې سیاسیون په دې عقیده دې چې دا هیواد له دریو محاط هیوادونو سره، هندوستان، افغانستان او ایران سره په سیاست او دیپلوماتیکه روابطو کې ناکامترین دى او ځان یې پخپله منزوی کړى، شاته یی بحر ده او له بنگلادیش سره چې نیم بدن یې وو، هم چندان فعاله دیپلوماسۍ نلری، تر پاکستان راچاپیر بحر هم طوفانی شوى، داسې ښکاری چې پاکستان به ډیر ژر ډوب کړی، مطلب د کراچۍ د تجارتی بندر ناکامۍ او رکود، چې نه یې منځنۍ آسیا ته د تجارت د انکشاف زمینه مساعده کړه، نه هم د گوادر بندر چین ته او نه هم عربی شرکاوو ته په کار راغى…
دقیقاً پدې مبحث کې غواړم په لنډه د پاکستان پر اقتصادی زوال او څو عمده شاخصونو یې تمرکز وکړم:

مرکزی آسیا او پاکستانی سوداگرۍ:

– پاکستان غوښتل (مرکزی اسیا) ته د ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت تجارت جوړ کړې، خو د دې هیواد نظامی کړیو دا هڅه، له افغانستان سره د شرموونکې سیاست په سبب، له ۱۹۹۲ راهېسې، ناکامه کړه. په پام کې وو چې په افغانستان کې د مجاهدینو تر حاکمیت وروسته به حالات کاملاً د پاکستان په نفع وی او دوى به د سیمې د ژاندارم په حیث عرض وجود کوی، خو معما برعکس شوه. پاکستانی صنعتکارانو او تاجرانو د منځنۍ آسیا بازارونو ته تیارۍ شروع کړى وو او تر ٢٠٠٠ نویو او موجوده وړو او غټو کارخانو او فابریکو خپل د تاسیس جواز اخیستۍ وو، دا فابریکی او کارخانې د کراچۍ، کویټې، سرگودا، سکر، گجرانواله، لاهور، لاورپنډۍ او پېښور کارخانی وی، چې د تاسیس لومړنی کارونه یې پیل شوی و، چې په خاصه توگه د منځنۍ آسیا لپاره یې تولیدات په ټیکدارۍ اخیستی وو، په مقدماتی توگه یې تر ۶ میلیارد ډالر سرمایه آماده کړې وه، اما د نظامیانو منفی سیاستونه او د افغانستان په هکله د دوى تسخیری دید، دوى او دغه خوبونه ټول ونړول. بیا تر نن پورې پاکستان هلته خپل تجارت ونشو غزولى.

پاکستان د سارک په سازمان کی:

– په سارک ګروپ )د جنوبی اسیا هیوادونو د اقتصادی همکاریو سازمان( کې د پاکستان صنعتی پنجاب د هند د صنعتی پنجاب په وړاندې سخت شکست کړې، په نتیجه کې یې په سلګونو فابریکو سقوط وکړ او حتی بنګلادیش هم پدې سازمان کې ترې بهتره موقف او موقعت لری. د هند او بنگلادیش ټکستایل، د نخ او کتان تولیدات او هم د سټیل میل او اوسپنیزو تولیداتو مارکیټ او تولیدات دومره پراخ دی چې د منځنۍ آسیا په شمول یې عربی خلیج، اروپا او امریکا هم تسخیر کړې ده، اما پاکستان له ټول تلاش سره ونشو کولى پدې هکله سرمایه گذارى او صنایع کامیابه کړی، پداسې حال کې چې پاکستانی تولیداتو یو زمان ډیر مثبت جذابیت او بازار درلود.

د پاکستان د بانکدارۍ سکتور:

– د پاکستان د بانکدارۍ سکتور چې اساساً د پاکستان د تجارت، اشتغال او اقتصاد شاهرگ بلل کیږی، په ډیرو کمو هیوادونو کې یې اعتبار پاتی ده، دوى د تروریزم په دوسیه کې ډیرې تورې پیسې سپینې کړې چې د نړۍ تر جدې مراقبت لاندې دی، د پاکستان له بانکونو سره »احتیاطی چلند« دومره ژور دى چې دغه بانکونه یې د ملیاردونو ډالرو له جلب څخه محروم کړی دی، ځکه نو د پاکستان د بانکدارۍ سکتور د زوال او ورشکته گى په درشل کې له معتبرو بانکونو سره د شراکت هڅی پیل کړی او په هر ډول شرایطو آماده دې له دوى سره کار وکړی حتى ځینی بانکونه یې د افلاس او بانکرپت له وخامت سره مخامخ دی، له ١٩٩٩ راهیسی په پاکستانی بانکونو (حبیب بانک، کمرشل او مسلم بانک) څخه د کارمندانو ایستل او بیکاری او هم یې په عربی هیوادونو کې د ډیرو څانگو بندیدل او هم یې د LC اعتباراتو خدشه دار کیدل او د نقدو پیسو خروج دومره چابک دى چې ښایی دغه تسلسل په لنډو کلونو کې په یوه اجتماعی او کاروباری ناورین تبدیل شی. په پاکستان کې د ننه د سرمایې لپاره کاری فرصتونه کم شوی، ځکه نو نقده پیسه پر بانکونو پېټې شوی او دوى په ناقانونه کاروبار کې خپله نقدینه له وطن څخه ایستلې او په نور قماری معاملو کې یې بوخته کې او یا هم په نورو تجارتی بانکونو کې یې د سود په مقابل کې پیسې انتقال کړی دی. پخوا به په کال کې په زرگونو کدرونو په بانکونو کې وظیفې موندلې خو اوس هر کال په زرگونو کار کوونکی ترینه ایستل کیږی او ډون سایز، تنقیص کیږی.

د ایکو سازمان او د پاکستان ناکامه ماموریت:

– په ایکو )د قتصادی همکاریو سازمان( د غړو هیوادونو د تعهداتو په وړاندې اساسی خنډ او د ناکامۍ عامل د پاکستان دوه مخی سیاست دی، چې په نتیجه کې یې د غړو هیوادونو تر مینځ د ترانزیت لارې او د اورګاډې وصلونکې پټلۍ او تجارتی تبادله ناکامه کړه، اوس غړی هیوادونه، له پاکستان پرته، غواړی خپل تعهدات پلې کړې، منجمله د چاه بهار بدیله لار انتخابول. د چا بهار فعالیدل او تجارت رواجیدل به پاکستانی بندرونه (کراچى او گوادر پورټ) له انزوا سره مخامخ کړی، اوس مهال په افغانستان کې د دریمه درجه سړکونو با وجود د تجارتی توکو د انتقال بیعه هم افغانستان او هم منځنۍ اسیا ته ارزانه ده، چین تازه په تازه غواړی د افغانستان، په ځمکنیو لارو کې سرمایه گزاری وکړی او د ځمکې له لارې ارزانه او له ثبات څخه برخمنه لاره تر بحری بندر (چاه بهار او بندر عباس) جوړه کړی، چین پوهیږی چې د پاکستان لار تر گوادر مصئونیت نلری، د پښتنو او بلوچو د ناراضیتۍ موجونه په آسانۍ او لنډ وخت کې حل نلری. د چاه بهار بندر به د افغانستان په شمول چین، هند او منځنۍ آسیا ته د تجارت د توسعې عظیم فرصتونه مهیا کړی چې په نتیجه کې به په کراچۍ، سند او پلوجستان کې کاروبار په ټپه ودریږی. چین په تازه تحلیل کې د گوادر په نسبت چندان امیدوار نه ښکاری او که دا تجارتی دهلیز ناکام شو، نو له گوادر تر پنجاب، قرقرم، چترال او گلګیت به په سلگونو زره امیدوار کاروباریان خپل امید له لاسه ورکړی.

د صنعت لپاره د انژرۍ کمبود:

– پاکستان په ډیره جدی توگه د سون انرژۍ (گاز او برق) ته اړتیا لری، د پاکستان د برق د تولید عمده ډیمونه په پښتونخوا کې دی او د گاز زیرمې یې په بلوچستان کې چې په دواړو کې د ناآرامۍ او پاڅونونو په سبب او هم د دهشتگردو گروپونو د کمپونو په سبب د پاکستان صنعت له رکود سره مواجه کړې، اوس مهال د انرژۍ د شدید کمبود په سبب نه تنها لوډشیډنگ )انقطاع برق او گاز( وجود لری، چې فابریکې خو پریږده چې آن کورونه هم د برق او گاز له کمبود سر ټکوی، د برق او گاز بیعه ډیره لوړه شوې، د برق او گاز او د نفتو لوړ قیمت سبب شوى چې د صنعتی تولیدی توکو او تولیداتو بیعه لوړه شی او په نتیجه کې د رقابت توان له لاسه ورکوی، ځکه خو یواځنۍ امید د ټاپی گاز ده چې که پاکستان یې پر مخ خنډ واقع کړی نو د سرمایه کارانو او د وړو کارو باری پرگنو له شدید احتجاج سره به مخامخ شی، په پاکستان کې د ولس ناراضیتی سخته شوی او د ولس حوصله یې ختمه کړې ده. د کاسا (١٠٠٠) پروژه هغه امید دى چې د پاکستان د برق اړتیا ته څه نا څه ځواب ویلې شی، پاکستان هر کال نژدې ٨۵٠٠ میگاواټ برق ته شدیده اړتیا لری، چې تر یوه حده به یې له دې لارې تامین کړی، خو که چیرې دوى په افغانستان کې له منفی سیاستونو لاس واخلې،

د سرمایې او سرمایه دارانو مهاجرت او فرار:

– له ٢٠٠٠ میلادی کال وروسته په زرگونو ستر سرمایه داران له پاکستان وتلې، په پنجاب کې د زراعتی اقتصاد کاروباریان تر استرالیا، هالند، کاناډا او انگلستان ورسیدل، د پاکستان غلط سیاستونه او هم یې په تجارتی ډگر کې د اعتبار خرابیدل سبب شوى چې اکثریت سرمایه داران یې د خپل مصئون تجارت لپاره بله جغرافیا انتخاب کړی، د پاکستان د لبنیاتو یواځنۍ لوى مارکیټ او هم یې د وړو او غنمو خریداران په افغانستان کې دی، سږکال به د افغانستان د وړو او غنمو زیاته اتکا په قزاقستان او پخپله د افغانستان په محلی تولیداتو وی، چې د پاکستان وړه به په کم وخت کې د دوى په گدامونو کې فاسد شی او بل داسی خریدار دوى نلری. لدې کار سره به په زرگونو زارعین او د زراعت صنعتکاران له بیکارۍ او د پیسو له کمښت سره مواجه کیږی. په زراعتی سکتور کې بیکارۍ به د ناراضه بلوچانو او پښتنو تر څنگ د ناراضه پنجابیانو شمیر هم پراخ کړی، دا یواځینۍ حاکم ګروپ او قوم دى چې اوس یې کارونه له رونق غورځیدلې او پر ملکی حکومت د کودتا طرفداران دی، دوى فکر کوی چې د حاکم حکومت، د نواز شریف مسلم لیک او د اقتدار شریکان یې، د پاکستان د زوال ټیکه وهلې او ډیر ژر به پاکستان تباه کړی.

د پاکستانی تولیداتو او محصول شکست:

– یو وخت به د دوبۍ او ریاض په لوکسو مغازو کې اکثریت توکې (مصالحه جات، لبنیات، ټوکر، غله جات، حبوبات، وریژی، پشمینه جات، زنانه او نارینه جامې، فلزی لوښې او مستظرفه صنایع) د پاکستان ول، خو اوس یې ځاى هند، چین او هندوستان نیولى. وچه میوه او قالین افغانستان تسخیر کړې، او مصالحه جات هندی دی، ټوکر د بنگلادیش، چین، مالیزیا او اندونیزیا دی، یو وخت افغانی قالین په پاکستانی نوم تیریدله، خو اوس په افغانستان کې د قالینو د تولید پراختیا، د پاکستان دغه کاروبار محدود کړى، د پیښور خیبر بازار کې اوزبک قالین بافان ورځ تر بلې وطن ته راروان دی او په سلگونو یې خپلو ولایتونو ته رسیدلې.

د پاکستانی فارمسی بدنامیدل او د صحی سکتور رکود:

– د پاکستان اکثریت شفاخانې پر افغانانو بسیا دی، خو له تیرو څو کلونو هند په زرگونو افغانان ځی او هر کال په میلیونونو ډالر د نژدې او ارزانه پاکستان په ځاى د هند شفاخانو ته ورځی، له مهاجرینو سره ناوړه غیر انسانی سلوک او د طورخم او سپین بولدک په دروازو د پاکستانی ملیشو خشن چلند، ډیرۍ ډاکټران او هسپتالونه پریشان کړی دی. که دغه کاروبار ایران او په خپله په افغانستان کې د لویو شفاخانو په تاسیس سره را محدود شی نو د پاکستان د صحت سکتور به ورشکسته شی، د پاکستان دوایانی د بدنامۍ تر ټولو په بد حالت کې قرار لری، پرته له افغانستان ډیر کم هیوادونه له پاکستان څخه دوا واردوی، حال دا چې تر څو کاله مخکې به د پاکستان د مشهورو دوا جوړونکو فابریکو پریمانه دوایانې په عربی او د آسیا په جنوبی هیوادو کې موندل کیدې، خو اوس داسې نده. پدې سکتور کې په سلگونو میلیون ډالر سرمایه گزارۍ له شکست سره مواجه شوی.

بیکارۍ، د جمعیت اقتصاد او د بشری قواوو او کدرونو معضل:

– په پاکستان کې د بشری قوا او د کدری قواوو اقتصاد ناکام دى، په پاکستان کې د بیکارۍ نرخ د هر کال په تیریدو سره زیاتیږی، له یوې خوا د نفوس لوړوالى او د فامیلی شمېر پراخیدل او بلخوا په زرگونو ځوانان له پوهنتونونو فارغیدل، د کاری فرصتونو نه شتون او د دوى نه استخدام سبب شوی چې تر ټولو زیات پاکستانی ځوانان اروپا او امریکا ته ځان ورسوی، په خاصه توگه د تکنولوژۍ په ډگر کې متخصص پاکستان د کار لپاره امریکا، استرالیا او کاناډا ته ځی، همدا اوس په خلیجی هیوادو کې د پاکستانی فارغینو شمیر شدیداً زیات شوى، چې حتى په ډیرو غیر مسلکی کارونو بوخت دی، په دوبۍ کې د هرې دویمې ټکسې ډریور پاکستانى پوهنتونی فارغ ده، دوى د پاکستان د آینده په اړه سخت نا امید دی او هر کال د دغو فراری او مجبورو ځوانانو په شمیر ور اضافه کیږی، سره لدې چې دوى به پخوا خپلې گټې پاکستان ته استولې چې د نقدی کرنسی د جلب او جذب یوه ښه زمینه یې مهیا کړې وه، خو په تیرو څو کلونو کې دوى خپلې گټی وټی ذخیره کوی او د ښه ژوند په امید خپلې کورنۍ یا له پاکستان باسی او یا هم په میزبان هیوادونو کې یې د لویو او متوسطه تجارتونو په نیت ذخیره کوی.
په دې تحلیل کې مې د لنډونه په پلمه له ارقامو قصداً کار ندى اخیستۍ، خو د ریفرنس په توگه د پاکستان کلنۍ راپورنو ته مراجعه کولۍ شی، دلته مې غوښتل د ارقامو په ځاى ډیر پر تحلیل تمرکز وکړم، که علاقمندانو وهڅولم نو د دې مقالې د اکمال لپاره به بیا په ارقامو هم استناد وکړم، خو هغه څه چې مې ذکر کړې د ډیرو غنی او معتبرو منابعو پر مټ تهیه شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :