وسله وال مخالفین په ماتې محکوم دی

- ليکوال: بريد جنرال دولت وزيری په ملي دفاع وزارت کې د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رئيس

وسله وال مخالفین په نابودۍ محکوم دی. له کوم ناورین سره چې د افغانستان خلک د دوی له لاسه مخامخ دی، د وسله والو مخالفینو د زوال تر ټولو عمده لاامل ګڼلی شو. وسله وال مخالفین، د پردیو په لمسون، د افغانستان لپاره هیڅ راز سیاسی، اقتصادی او ښوونیز پروګرامونه نلری او د دوی ټول اعمال تروریستی بڼه لری چې یوازنی هدف یې د ویری خپرول دی او بس.
سربیره پر دې، په دې وروستیو کې مخالفین کوښښ کوی چې ټول ګټی تاسیسات وران کړی ترڅو ولس د دولت په وړاندې راوپاروی. ښه مثال یې د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د برښنا د مزو نسکورول وو. له دغو کړو وړو څخه هدف دادی چې د خلکو اعتماد پر دولت باندې کم کړی او دولت یو ډول کمزوری وښیی. خو که د قضیې بل اړخ ته وګورو، دا ډول کړنې د ملت په وړاندې د وسله والو مخالفینو فوق العاده بې اعتنایی او جفا ښیی.
د افغانستان وسله وال پوځ د یوه داسې مکار دښمن سره مخامخ دی، چې هیڅ راز اسلامی او انسانی ارزښتونو ته درناوی نلری. بلکې له هر فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره غواړی چې د افغانستان خلکو ته تاوان ورسوی، حتی که د یوه ماشومې نجلی په واسطه که چیرته د ځانمرګی برید ترسره کول شونی وی، دوی ترینه صرفه نه کوی.
طالبانو د جګړې په ډګر کې یې جنګ بایللی دی. دوی غواړی د تبلیغاتو له لارې د افغانستان د خلکو ملی روحیه کمزورې کړی. ځینی وخت، داسې تبلیغات کیږی چې ګواکی نظام سقوط کوی، او دادی طالبان راورسیدل او سبا به ټول افغانستان ونیسی.
د طالبانو دغه تبلیغات به په ستراتیژیکه کچه هیڅ لاسته رواړنه ونلری ځکه د افغانستان د نظام بقا د افغانانو په ملی اراده ټاکل کیږی او دوی خپل ملی اراده، په تیرو څو کلونو کې، تمثیل کړې ده. افغانان نه غواړی چې د ۷۰ لسزیزې ترخې تجربې تکرار کړی. اوس افغانستان یو مشروع نظام، منتخب حکومت او پیاوړی وسله وال ځواک لری، دا ټول هغه ملی اساسات دی چې دښمن یې ویرولی دی.
افغانستان یو مستقل او اسلامی هیواد دی او د هیواد اساسی قانون مو هم د اسلام پر اساساتو ولاړ قانون دی. د افغانستان د وسله وال پوځ سرتیری، بریدملان او افسران ځانونه مکلف ګڼی چې د افغانستان د اساسی قانون په رڼا کې، د تروریستانو په وړاندې، له خپلو دینی او ملی ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړی او په خپلو ټولو چارو کې دینی وجایب او مکلفیتونه رعایت کړی.
وسله وال پوځ سربیره پر دې چې په خپلو جزوتامونو کې سلګونه مسجدونه او ملا امامان لری، د وسله وال پوځ په ښوونیز نظام کې اسلامی زده کړې ځانګړی ځای لری او د وسله وال پوځ ټول منسوبین له دغو زده کړو څخه برخمن کیږی. زمونږ د سرتیرو، بریدملانو او افسرانو اسلامی پوهې کچه نسبت هغو کسانو ته چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنګیږی او خپلو تاوتریخوالو ته یو ډول دینی صبغه ورکوی، خورا اوچته ده.
د دې ضرورت نه شته چې زه دې د وسله وال پوځ پر اسلامی اړخونو زیات ولیکم، ځکه چې زمونږ ۱۹۵۰۰۰ مسلمان سرتیری، بریدملان او افسران د ۱۹۵۰۰۰ زرو کورنیو استازیتوب کوی، او که د ټول نظام پوځی او ملکی کارکونکی سره جمع کړو شمیر یې تر پنځو لکو اوړی او له نظام څخه د یوه قاطع اکثریت ملاتړ څرګندوی.
خو جګړه تباهی ده او د افغانستان دولت غواړی چې اولس په سوله کې و اوسیږی. زمونږ وسله وال ځواکونه هم سوله غواړی. د افغانستان سرتیری د جنګ لپاره نه روزل کیږی، بلکې دغه زړه ور سرتیری د افغانستان د دفاع لپاره ښوونه او روزنه ترلاسه کوی ترڅو له خپل هیواد څخه دفاع وکړی او ټولې هغې دسیسې شنډې کړی چې زمونږ د ګران هیواد د بربادۍ لپاره په لار اچول شویدی. د وسله والو مخالفینو جګړه د دین پر اصولو او اساساتو ولاړه جګړه نه ده او ددې جګړې ډیری قربانیان بیګناه ماشومان، ښځی، سپینږیری او ځوانان دی. مخالفین په دې ناروا جګړې کې له هر راز بریدونو لکه په مسجدونو کې چاودنې، د سړک د غاړی ماینونه او ځان وژونکو بریدونو څخه کار اخلی.
زمونږ تاریخ دا ثابته کړې ده چې د افغانستان مسلمان او مجاهد اولس، په تشو لاسونو، د نړۍ سترو هیوادونو ته ماتې ورکړې او له خپل دین او خاورې څخه یې دفاع کړې ده. د افغانستان ملی اردو د برحقه جهاد د وارثینو په توګه د خپلو نیکه ګانو دا میراث یې په پوره امانت دارۍ سره ساتلی دی. خدای(ج)، وطن او وظیفه زمونږ شعار دی.
د وسله والو مخالفینو په وړاندې زمونږ جګړه یوازې د سولې لپاره ده او نه غواړو چې زمونږ د یوه سرتیری وینه هم بیځایه وبهول شی. مونږ غواړو چې هیواد مو سو کاله وی، مونږ غواړو چې په سوله کې زمونږ ځوریدلی اولس خپلو هیلو ته ورسیږی، هغو هیلو ته چې په تیرو دیرشو کلنو کې ورته نه دی رسیدلی. سوله زمونږ او ستاسو ګډ ارمان دی او د ټول اسلامی امت مسوولیت دی چې د سولې لپاره کار وکړی.
د اسلامی همدردۍ او وجیبې په توګه ټول هغه نارواوی او ظلمونه چې د افغانستان د خلکو په وړاندې، د اسلام د سپیڅلی دین تر نامه لاندې، ترسره کیږی باید وغندل شی. مونږ د افغانستان له جیدو علماو او دینی مراجعو څخه غوښتنه کوو چې د دینی احکامو په رڼا کې د اسلامی ورورګلوی روحیه پیاوړې کړی او د خلکو ذهنونه روښانه کړی. مونږ او تاسو ملی مسوولیت لرو چې د خپلې ټولنې ځوانان له انحرافاتو څخه وژغورو ترڅو زمونږ او ستاسو راتلونکی نسل د اسلام د دښمنانو د هغو توطیو قربانی نشی چې په زوره غواړی ورته اسلامی رنګ ورکړی. خدای (ج) دې داسې تل پاتې سوله په هیواد کې ټینګه کړی چې حتی د یوه مرغه وینه مو هم بې ځایه توی نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :