لودین: په تورخم کې د فساد مخه نه شم نیولی

د افغانستان په تورخم دروازه کې د لویو لاریو موټر چلوونکی هره میاشت میلیونونه افغانۍ بډې ورکوی چې له خپلې اندازې ډیر بار شویو موټرو ته یې اجازه ورکړل شی دغه هېواد ته ننوځی.
د ننګرهار سرپرست والی عطاء الله لودین دوه اونۍ وړاندې ویلی وو چې هر میاشت له ۱۴۰ میلیونو ډیرې افغانۍ په دغه تله کې شخصی جیبونو ته ځی.
دغو موټرو چې له خپلې اندازې ډیر توکی پکې باریږی، د تورخم- جلال اباد سړک ته یې هم ډېر زیان اړولی دی.
د بی بی سی په وینا، د تورخم له دروازې افغانستان ته تېرېدونکې هره لارۍ باید وتلل شی چې له ټاکلې کچې ډیره نه وی بار شوی.
خو د کنټرول سیستم قانونی نه ښکاری او ویل کېږی چې د فساد اصلی ځاله ده. ښایی ډیر لږ داسې موټر په تورخم تله کې وموندل شی چې له ټاکلی اندازې ډېر نه وی بار شوی.
ډېری دغه ډول موټر د شپې او یا هم مامورین ته د بډو په ورکولو له دغې تلې تیریږی. د تورخم په تله کې مې دلویو لاریو ګڼ داسې چلوونکی ولیدل چې په ساعتونو او آن ورځې انتظار وو.
د دوی موټرونه له ټاکلې کچې ډیر بار وو او د تلې له چارواکو سره یې د پیسو پر سر د جوړ جاړی لپاره فرصت لټاوه. په تورخم کې د لویو موټرو د اډې منشی وایی له ټاکلې کچې ډیر بار شوی موټر ډیر وخت دشپې پرمهال له تلې تیریږی.
دی وایی: «همدا تیره شپه له پنځوسو ډیر موټر چې هر یو یې له ۷۰ ټنو پورته بار شوی وو، له دې تلې تیر شول، نه یې چا مخه ونیوله او نه چا جریمه کړل.»
هغه ادعا کوی چې ځینې وخت دغه ډول ناقانونه موټر له هغو کسانو سره تړاو لری چې یا حکومتی چارواکی دی او یا هم د مافیایی کړیو مشران دی.
د ننګرهار سرپرست والی هم دا منی چې ځینې مافیایی کړۍ او دولتی چارواکی په دغه فساد کې لاس لری خو نومونه یې نه په ډاګه کوی.
هغه لویې لارۍ چې له دغې لارې تیریږی، باید له پنځوس ټنو پورته بار نه شی. خو پر دغه لاره ځینې داسې موټر هم پیدا کیږی چې آن تر ۸۰ ټنه بار شوې وی.
د تلې دغه سیستم دنړیوالو په مرسته جوړ شوی خو د جریمې ډیره برخه د حکومت پر ځای شخصی جیبو ته ځی.
له ټاکلی اندازې لوړ بار شوی هر موټر ۶۰۰۰ افغانۍ ورکوی، خو د پیسو دا کچه د موټر چلوونکیو او د تلې د مامورینو له جوړجاړی سره هم تړلې.
درنۍ بار شوې لارۍ تر ډیره د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځی. اوس د ننګرهار سرپرست والی عطاالله لودین وایی: «د دې وس نه لری چې په دغه تله کې د فساد مخه ونیسی».

اشتراک گذاري با دوستان :